افغانستان

افغانستان کې د ځمکې مخ اوبه په بې ساري ډول کمې شوې

په افغانستان کې د ځمکې مخ یا برسېرنو اوبو بې ساري کموالي خلک له ګڼو ستونزو او اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

په افغانستان کې د ځمکې مخ یا برسېرنو اوبو بې ساري کموالي خلک له ګڼو ستونزو او اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

په بېلابېلو برخو کې اکثره هغه سیندونه، نهرونه او ویالې وچې شوې یا یې اوبه کمې شوې چې پخوا به خلکو د څښاک او کرنې لپاره ترې کار اخیسته.

د اوبو متخصصان وایي، افغانستان لا هم د ځمکې سر کافي اوبه لري، خو دا چې سمې نه مدیریت کېږي، خلک او ځمکې یې له تندې سره مخامخ کړې دي.

په ویالو او نهرونو کې د روانو اوبو غږ چې اوس یې ډېر خلک په جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې له اورېدو بې برخې دي.

د افغانستان له همدې سیمو نه د وچکالۍ پرله پسې شکایتونه هم خپرېږي.

غلام سرور د جنوبي ولایت کندهار ښار اوسېدونکي وېيلي: «د اوبو مشکل مو چې حقیت شي ډېر دی. روانې اوبه نه لرو، له برمو څخه کار اخلو.»

د ځمکې مخ اوبو کموالي په ډېرو سیمو کې د کروندګرو ژوند هم اغېزمن کړی، هغه کروندګر چې ویالې پرې وچې دي او د برمو وس نه لري، ځمکې یې شاړې پاتې کېږي.

د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکی محمد رضا او د ګرمسېر اوسېدونکی الله داد هم د همدې بزګرانو له ډلې دي.

دوی وایي چې د کلي هغه ویالې یې وچې شوې چې له لسیزو راهیسې په کې اوبه روانې وې.

د زابل د اټغر ولسوالۍ اوسېدونکی هوتک هم له ورته ستونزې سرټکوی او له حکومته غواړي چې د اوبو غم یې وخوري.

افغانستان د ځمکې مخ ۵ لویې سیندیزې یا اوبیزې حوزې لري چې بیا هره یوه حوزه لوی او واړه رودونه له ځان سره را نغاړي.

امو، هریرود، مرغاب، کابل او شمالي سیندیزه حوزه د افغانستان د ځمکې سر لویې اوبیزې سرچینې دي د معلوماتو له مخې د ټولو دغو حوزو ۹۰ نوي سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ یا سېف د چلډرن د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لړم یا عقرب میاشته کې وویل، افغانستان کې ۱۲ میلیونه هغه ماشومان د کافي خوړو له نشتوالي یا کموالي سره مخامخ دي چې کورنۍ یې په کرنه او مالدارۍ لګیا دي.

د سیف د چلدرن د معلوماتو له مخې ۶۰ فیصده افغانان په کرنه او مالدارۍ لګیا دي، خو د دوی په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې پراخېدونکې وچکالۍ د دغو خلکو ژوند ته یو لوی ګواښ دی.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې چې په مصر کې جوړ شوی و، د هغو هېوادونو په ډله کې راغی چې له اقلیمي بدلونه اغېزمن شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *