اخبارافغانستان

د کانونو وزارت سرپرست: د آمو دریا د تېلو حوزه کې ۲۰ نورې څاه‌ګانې اېستل کېږي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د آمو دریا د تېلو حوزې څخه چې قرارداد یې له یوه چینايي شرکت سره شوی، د ورځې شاوخوا ۱۴۰۰ ټنه تېل را اېستل کېږي او ټاکل شوې ۲۰ نورې څاه‌ګانې هم په‌کې واېستل شي. دغه وزارت (د وري لومړۍ، د چهارشنبې ورځ) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د مس عینک، د آمو دریا د تېلو او دوه‌اړخیزو همکاریوپه اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په کابل کې د چین د سفیر جاو شنیګ له خولې لیکلي چې هېواد یې غواړي، څو په بېلابېلو برخو کې د دولتي کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي او د کانونو وزارت هم په‌کې د ګډون لپاره خپل استازی ورلېږلی شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *