اجتماعی

د منطق اواستدلال له پلوه د خلکو ترمنځ توپیر

د انسانانوترمنځ د ټولوذیدخلومسایلوپه اړه افهام اوتفهیم دخبرواتروپه ذریعه رامنځ ته کېږي خبرې اترې د دووکسانواویا دوو ډلوترمنځ دحل مطلب لپاره تبادله کېږي اووسیله یې بیا هغه ژبه ده چې دهرزیروح په خوله کې موجوده ده ،خوناطقه ژبه یوازې دانسانانوپه خوله کې ده چې په ځانګړي ډول الله پاک د نورزیرو ح مخلوق ترمنځ د هغه د شرف پربنا ورلورولې ده اودهمدې ژبې په ذریعه یې هغه ناطق او دخبرواترو توان اود افهام تفهیم داسې قوه یې وربښلې ده چې ټولې ستونزې یې پرې حل کېږي ، که نظروکړوددنیا ټولې ستونزې ،راکړه ورکړه ، دعلوموتدریس ، دهېوادونوترمنځ د اړیکوپالل اودنظریاتوتبادله دخبرواتروله لارې ترسره کېږي چې دمنطق اواستدلال په لحاظ بیا دانسانانوترمنځ لوړتوپيرموجود دی  ، هغه کسان چې دخلکوترمنځ دلانجوپه حل کې دلوړظرفیت درلودونکي وي اویا د منطقي دلایلوپه رڼا کې دستونزې د حل بالغ استعداد لري ، شمېره یې نسبت هغه کسانوته چې د خلکوترمنځ دمنځګړتوب قوه یې نسبتاً کمزورې وي ډېره کمه ده، همدا وجه ده هغه کسان چې خبرې یې موجه اودلیل یې پرځای وي ، دنوروخلکوترمنځ لوړمقام هم لري اودعام ولس ترمنځ د لانجوپه حل کې یوه ډاډمنه مرجع هم ګڼل کېدای شي ، یقیني ده چې په خبره پوه کسان متنفذ اود ټولنې دافرادوترمنځ نیک شهرت هم لري .

له بل پلوه دځېنې انسانانوژبه په کلام کې فطرتاً خوږه اوخبرې یې چاته د ځورسبب نه کېږي خود ټولنیزو ستونزوپه حل کې بیا استعداد نلري ، برعکس ځینې کسان بیا د کلام عفت نه رعایت کوي اوژبه یې داسې ترخه وي چې اورېدونکي ژرله ځانه خفه کوي، نوځکه د ژبني ګزک له وجې یې خواته څوک نه ورځي ، مرکې اود خلکوترمنځ منځګړتوب خویې په ځای پرېږده .

الله پاک د مځکې پرمخ څومره مخلوقات چې پیدا کړي خاصیت ، فطرت ، څېره اوکلام یې یوبل ته ورته والی نلري ، ددې کسانوترمنځ ځینې یې له خپلوخبروسره زیات احتیاط کوي، ځکه نه غواړي چې څوک ترې خفه شي خویوشمېرداسې کسان هم پیدا کېږي چې خپله خبره نشي سنجولای اوپه مجلسونوکې یې داسې ارتاویزې له خولې بادېږي چې ژرنورکسان له ځانه متنفرکوي په داسې حال چې د چا د خفګان اراده هم نلري خوذاتي فطرت یې داسې وي .

د مخه چې وویل شول د ناطق کلام (خبرواترو) امتیاز، الله پاک یوازې انسانانوته ورپه برخه کړی، ځکه انسان دالله پاک په ټولوزیروح مخلوقاتوکې داشرف المخلوقات په نوم هم ملقب شوی دی چې دا یې په ټولو ژوندیوموجوداتوکې ځانګړی امتیازدی. که نظروکړو سمې ، پرځای ، سنجول شوې او په احتیاط خبرې دومره نیک اومهم عمل دی چې د انسان شخصیت پرې لوړېږي ، ددوویا ډېروکسانوترمنځ معقول پوهاوی پرې رامنځ ته کېږي ، که څوک ووایي چې ما علم له خبرو، نه ، بلکې له کتاب اومطالعې نه مې زده کړی دا هم سمه خبره ده ، خوپه کتاب کې لیکل شوی کرښې هم هغه خبرې دي چې دیوه کس له ذهن څخه را وتلې اوددوهم کس ذهن ته دکرښود لوستلوله لارې انتقالېږي ، په ښونځیو اوپوهنځیوکې چې استادان د زده کوونکواومحصلینوترمخ ولاړوي په ژبه دخبرواتروله لارې هغوی تدریسوي .

دغه ټکي ته د مخه هم اشاره وشوه چې ښې په ځای او منطقي خبرې په خپل ذات کې داسې یوهنردی چې د متکلم شخصیت پرې ټاکل کېدای شي اوعلم هغه وسیله ده چې انسان ته تیارې رڼا کوي اوداسې نوې خبرې ورزده کوي چې د نورو کسانو نه وي زده ، خو جالبه داده چې دا نوې خبرې هم د نوروله ذهن را وتلې په کتابونوکې سجل شوې اود ژبې په خوځولو ددوهم کس ذهن ته دا خلېږي ، ځینې کسان له علم پرته د ژوندپه ټولوابعادوکې په سختی سره تجربې حاصل کړې وي، دهرڅه مثبت اومنفي اړخونه یې سنجولي ګټه او تاوان یې سم ور معلوم وي، که یې خبروته په دقت غوږ ونیول شي نوپه خبروکې یې لوی پنداو حکمت هم پروت وي ځکه د یوې، ثابتې او ازمویل شوې تجربې پربنا یې له خولې را وځي، همدا وجه ده چې اورېدونکي د سپین ژیروخبروته په دغه دلیل غوږ نیسي چې د زمانې له خوږو، ترخوداسې تجربې لري چې دلیل اوقضاوت یې په تجربوسم ثابت شوی وي .

که (خبرې ) تعریف شي نوعجیب حقیقت ته به وروصل شو، ځکه خبرې د یولړمنظمواوبدل شویوغږېږوکلماتومجموعه ده چې هره کلمه یې د الفبا له توریوجوړه شوی اود هوا په څپوکې دیوه له خولې او ژبې دبل غوږونوته رسېږي .

په نړۍ کې چې هرڅومره ژبې اولهجې موجودې دي د تورومخرجونویې له ۳۶ زیات نه دي، یوازې په ژبو کې فرق دی که نه همدا حروف دي چې په وړاندې وروسته تلفظ یې یوه نوې ژبه جوړېږي. داسې هېوادونه شته چې تر ۴۰۰ پورې ژبې پکې موجودې دي اوخلک یې پرې غږېږي، خوپه ژبه یې بیا د بلې ژبې ګړېدونکي له ترجمان پرته نه پوهېږي، وجه دا ده چې په نړۍ کې په زرګونوداسې ژبې موجود دي چې مخرج یې مشترک خوپه مفهوم یې ګوښې ګوښې وي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن