افغانستان

د افغان حاجیانو لپاره د غوره چوپړتیاوو هڅې روانې دي

دشنبه ورځ په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لا ښه خدمت په موخه په مکه مکرمه کې افغان پلاوي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ  د غړو ترمنځ لومړنۍ کاري غونډه جوړه شوه.

دشنبه ورځ په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لا ښه خدمت په موخه په مکه مکرمه کې افغان پلاوي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ  د غړو ترمنځ لومړنۍ کاري غونډه جوړه شوه.

د افغان حاجيانو لپاره د روان ١٤٤٤ه ق کال کې د سکن (استوګنځي)، تغذيې او ترانسپورټ قراردادونو د تيارولو په موخه له مرکز څخه د اړوندو ادارو ګډ لېږل شوي پلاوي په مکه مکرمه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د بعثې په دفتر کې یاد مسائيل وڅېړل شول.

د یاد پلاوي مشر مولوي عبدالولي حقاني د حج  لړۍ د اهمیت په تړاو معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل: حج مهمه دیني او ملي پروسه ده او د دې مبارکې پروسې کامیابي د افغانستان اسلامي امارت کامیابي ده او باید دا لویه پروسه په سلا مشوره او پوره اخلاص، امانتدارۍ او ژمنتیا سره پرمخ یوسو او په ټولو قراردادونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست سپارښتنې او هدایات به په نظر کې نیسو.

نوموړي وویل د سرپرست وزیر د لارښونې مطابق باید تللی پلاوی ټول تړونونه د اسلامي شریعت د احکامو او د ملت د مصالحو په نظر کې نیولو سره ترسره کړي.

پرېکړه وشوه، چې د حاجیانو استوګنځایونه به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې او سپارښتنې سره سم حرم شريف ته نږدې، چې د حاجيانو لپاره ټولې اسانتیاوې پکې موجودې وي، په مناسب قیمت نیول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *