افغانستان

په مصنوعي ځیرکتیا نوی انتي بیوټیک جوړ شو

ساینسپوهانو له مصنوعي ذهانت یا آی ټي څخه په استفادې یو نوی انتي بیوټیک کشف کړی دی.

ساینسپوهانو له مصنوعي ذهانت یا آی ټي څخه په استفادې یو نوی انتي بیوټیک کشف کړی دی.

دا انتي بیوټیک خورا خطرناک آو وژونکي میکروبونه له منځه وړلی شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په یوه نوې څېړنه کې، چې د پنجشنبې په ورځ په نیچرل کیمیکل ژورنال کې خپره شوه، د مک ماسټر پوهنتون او د ماساچوست د ټکنالوژۍ انستیتیوت یو شمېر ساینسپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د اسینتوباکتر (Acinetobacter) په نوم میکروبونو وژونکي انتي بیوتیک کشف کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (Acinetobacter) د هغو باکتریاوو په کورنۍ پورې تړلي بللي چې د انسانانو ژوند ته جدي خطر پېښوي.

په امریکا او کاناډا کې څېړونکي وايي چې مصنوعي ذهانت دا توان لري چې په پراخه د نویو درملو له کشف سره پراخه مرسته وکړي.

د اسینتوباکتر لپاره د مصنوعي ذهانت په وسیله د انتي بیوتیک کشف ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا د طب په علم کې انقلاب راوستلی شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *