سیاسی

په عوايدو کې زياتوالی د رڼتوب له امله ترلاسه شوی

په داسې حال کې چې د اشغالګرو او لاس وهونکو هېوادو بنديزونه پای ته نه دي رسېدلي

متين

په داسې حال کې چې د اشغالګرو او لاس وهونکو هېوادو بنديزونه پای ته نه دي رسېدلي خو د اسلامي امارت د مسئولينو د رڼو کړڼو له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېوادوالو په ټولنيز ژوند کې د اسانتياوو د برابرولو له پاره عملي ګامونه پورته کېږي که خدای(ج) وکړي په نيږدې راتلونکې کې به د اشغالګرو له خوا راپاتې شوې اقتصادي ستونزې و رغاول شي. همدا اوس په هېواد کې د سوداګريزو راکړو ورکړو بهير پراختيا مندلې او د ځينو هېوادو په پولو کې د خڼدونو د شتون ترڅنګ په زړه پورې بدلون رامنځ ته شوی دی، هغه هېوادونه چې د اسلامي امارت له پاره په بنديزونو او د ستونزو په زيږونه بوخت دي دا مهال حيران پاتې شوي چې د اسلامي امارت په وړاندې د شتو ستونزو سره سره توانېدلې چې د راکړې ورکړې کچه لوړه او اقتصادي کمزورتيا له مينځه يووسي. همدا وجهه ده چې نړيوال بانک په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي چې بهر ته د افغانستان صادرات نږدې دوه ميليارده ډالرو ته رسېدلي دي چې د تېرو شلو کلونو د واکمنۍ پرمهال څوڅو برابره زياتوالی ښيي. دا ددې کبله ده چې د اسلامي امارت په چارو کې رښتينتوب او رڼتوب رامنځ ته شوی او د هغو کسانو لاس لنډ شوی کومو چې ملي ګټې يې په شخصي ګټو لوړې بللې او د خپلو شخصي جيبونو د ډکولو له پاره يې لارې چارې لټولې.

همدا اوس په پوره پيمانه دولتي عوايد د دولت خزانو ته تحويل شوي او د فساد د له مينځه وړه له کبله په عوايدو کې زياتوالی رامنځ ته شوی دی. د ډېرو اشغالګرو هېوادو استازي چې په هېواد کې روان سمسمکی ګوري حيران پاتې کېږي او په خپلو خبرو کې د امنيت د تامين او د اسلامي امارت په لاس ته راوړنو اعتراف کوي، د ناروې سفير د اسلامي امارت د بهرنيو چارو د وزير سره په ليدوکتو کې څرګنده کړې چې د افغانستان اوسني چارواکي او حاکميت يو واقعيت دی او نړيوال يې بايد ومني.

کله هم چې نړيوال په افغانستان کې دننه په واقعيتونو او لاس ته راوړنو خبر شي نو د اسلامي امارت سره د اوږد مهاله اړيکو له پاره تياري څرګندوي خو د ځينو زبرځواکونو د لارښوونې له کبله زړه نازړه ګام پورته کوي. خو اسلامی امارت د متقابلو اړيکو د پيوند له پاره خپله غېږ پرانستې پرېښې او غواړي چې د نړۍ سره د خپلو ملي ګټو د خونديتوب او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې متوازنې اړيکې ټينګښت ومومي. ښه به وي چې نړيوال د متقابلو ګټو د خونديتوب او په افغانستان کې د اسلامي امارت د لاس ته راوړنو له کبله چې په ډېره لنډه موده کې ترلاسه شوی بې پرې قضاوت وکړي. که په رښتينتوب سره د افغانانو خواخوږي ته راوړاندې کېږي او د افغانانو سره د مرستې لاس راغزول غواړي نو د تېرو فاسدو واکمنانو چې اوس اوس يې د فساد او ناوړه شتمني په هکله نړيوال رپوټونه خپرېږي وکتل شي. اسلامي امارت د اقتصادي ستونزو د رغاونې ترڅنګ د هغو ناخوالو او غصب ګرو مافيايي کړيو د ستونزو په حل کونه بوخت دی کوم چې په ټولنيزه برخه کې يې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

ډېری هېوادوال د اسلامي امارت څخه په هېواد کې د ننه او بهر د هغو ډلو د حساب کتاب غوښتنه کوي چې په ناوړه توګه يې د هېوادوالو ملي شتمني لوټ کړې ده. باور دی چې د اسلامي امارت مسئولين به په دې هکله غوڅ غبرګون وښايي او د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا له پاره به په خپلو کړنو کې ګړنديتوب راولي. ډېری هېوادوال د اسلامي امارت د عوايدو د راټولېدو د بهير څخه ډاډمن ښکاري جوتوي چې که نړيوال لاس وهونکي هېوادونه که هرڅومره خپلو اقتصادي بنديزونو ته ادامه ورکړي، اسلامي امارت به په پوره حوصله مندي او زغم سره د هغو لارو په لټون بوخت پاتې شي کوم چې زموږ د ملي اقتصاد د پياوړتيا لامل ګرځي. د نړيوال بانک د رپوټ له مخې معلومېږي چې چارې په سمه توګه پرمخ ځي او افغانستان به پرته له دې چې د نړيوالو مرستو ته په تمه پاتې شي خپل اقتصاد پياوړی او د هېوادوالو ستونزو ته به ځواب وويل شي.

هېوادوال باورمن دي چې په هېواد کې د تل پاتې او هميشنۍ سراسري سولې له کبله به په سوداګريزو چاروکې پراختيا رامنځ ته شي او هغه خنډونه چې مافيايي کړۍ يې رامنځ ته کوي له مينځه يوړل شي. ډېری سوداګر د اسلامي امارت سره د خپلو ستونزو او خنډونو په شريکونه کې د حل لارې لټوي او د هغو اسانتياوو څخه خوښ ښکاري چې اسلامي امارت رامنځ ته کړې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *