
جهان
روسیه تاکتیکي اټومي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې تاکتیکي اټومي وسلې په ګاونډي بېلاروس کې ځای پر ځای کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې تاکتیکي اټومي وسلې په ګاونډي بېلاروس کې ځای پر ځای کوي. پوتین ووېیل، د ده بېلاروسي ساري الکساندر لوکاشنکو ډېره موده پخوا ورڅخه غوښتي وو چې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای کړي. بېلاروس له پولنډ سره، چې د ناټو غړی دی، ګاونډی دی.