اجتماعیمقالات

د کرنیز سکتور د معیاري کولو هڅې

د هېواد په مرکز او ولایتونو کې يو شــمېر کروندګر تل دمعيــاري ســړو خونو له کمښــته شکايت کوي او لــه حکومت څخه غواړي، چــې دکرنيزو محصولاتو دســاتنې لپــاره دوی ته معياري ســړې خونې جوړې کړي، چې له نیکه مرغه په دې وروستیو کې دکرنې اوبــو لګولو او مالــدارۍ وزارت مسوولینو له قوله ویل شوي چې د هېواد په څلورو زونونوکې به د کرنیز سکتور معیاري کولو لپاره پر نړیوال معیار برابر کرنیز کمپلکسونه جوړشي، ددې کمپلکسونو په جوړیدو سره به د هېواد کرنیز نظام صنعتي کړي، چې له دې سره به د هېواد کرنیزو محصولاتو د ساتنې، تولید او نباتاتو د روغتیا په برخو کې دخدماتو وړاندې کولو ترڅنګ به د کروندګرو لپاره د کروندو دښې پالنې په برخه کې دوی ته لازم معلومات هم ورکول کېږي.

همداراز ویل شوي چې په دې ځمکو کې به په میلیاردونو افغانۍ پانګونه ترسره شي چې له امله به یې زرګونه هېوادوالوته د کار زمینه هم برابره شي، له شک پرته چې دکرنې اوبــو لګولو او مالــدارۍ وزارت یاد اقدام د قدر وړ دی، پاک الله «ج» دی وکړي چې کروندګروته د لازمو سهولتونو د برابریدو په موخه یاد کمپلکسونه ژر تر ژره جوړشي ترڅو په مناسبو وختونو کې د کروندګرو د لازمې استفادې وړ وګرځي او په دې برخه د دوی شته ستونزې حل شي.

هېره دې نه وي چې د ګران هېواد سرلوړی افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي، خو د اوبو، سربندونو، کانالونو او پرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه لا نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه دا هېواد پرځان بسیاکړي، بناً ددې لپاره چې دهېواد په سلو کې کابو اتیا سلنه خلک دکرنې، مالداري او بڼوالۍ په چارو بوخت دي نوپه کارده چې ددغه بهیر ودې اوپراختیا ته باید ډېره پاملرنه وشي، ځکه چې په هېواد کې د کرنې او بڼوالۍ  بهیر پراختیا یولومړیتوب دی او د افغانستان اسلامي امارت د مسوولو ارګانونو له لورې باید دهېواد په مرکز او ولایتونو کې قدرمن بڼوالو اوبزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کې د اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوي سرې مرستې وشي ترهغه چې له امله یې دوئ له خپلې کرکېلې څخه پریمانه حاصلات، غلې او دانې او ډول ډول میوې ترلاسه کړي چې له امله یې د دوئ د اړتیاوو د پوره کېدلو ترڅنگ په هېواد کې هم غلې دانې او ډول ډول با کېفیته تازه میوې پریمانه شي او په مناسبو وختونو کې د بهرنیو هېوادونو مارکېټونو ته هم وړاندې شي ترهغه چې له امله یې د قدرمنو بڼوالو او بزګرانو د اقتصادي بډاینې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پرېږدي.

د یادونې وړده چې د ګران هېواد په هر ولایت کې دکرنيزو محصولاتو دســاتنې لپــاره دمعياري ســړې خونو جوړول هم یو لومړیتوب دی، باید په دې برخه کې د اسلامي امارت اړوند ارګانونه د هېواد د بزګرانو او بڼوالو له اړتیا سره سم دوئ ته د کرنيزو محصولاتو دســاتنې په موخه معياري ســړې خونې جوړې کړي، همداشان د هېواد په هر ولایت کې د اقلیمي شرایطو ته په کتو سره د هرډول موسمي میوو، د باغونو جوړولو ته هم باید لازمه پاملرنه وکړي، ځکه سره له دې چې کروندګراو بڼوال په مناسبو وختونو کې ترینه ښه ګټه ترلاسه کوي، نور ګڼ شمیر خلکو ته هم سالمې بوختیاوې را منتځه کېږي، ددې ترڅنګ د نیشه یي توکو دکښت مناسب بدیل هم د ډول ډول موسمي میوو د بڼونو جوړول او پراختیا ده.

نو واقعاً په هېواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول په حقیقت کې باید د اسلامي امارت د اړوند ارګانونو دکاري تګلوری داساسی لومړیتوبونو په سرکې ځای ولري او د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او اړوندو مسوول چارواکي باید دهېواد د کرنې دپراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې لازم پروگرامونه طرحه اوپلې کړي، همداراز اړینه ده چې اسلامي امارت د خپلو شته امکاناتوترڅنګ دنړۍ دمرستندویو هېوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم راجلب او د یوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهېواد دکرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هېوادکې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوي چې پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیا او له بلې خوا دهېواد د اقتصاد د پرمختګ له پاره زمینه برابره شي، همداشان لازمه ده چې د حکومت له لورې د کرنیز بهیر د پراختیا ترڅنگ د هېواد دموجودو اوبو ښه مدیریت ته هم لازمه پاملرنه وشي، یعنې له اړتیا او لومړیتوبونو سره سره په دې برخه کې لنډمهالې، منځ مهالې او اوږدمهالي پروگرامونه جوړ شي چې دهېواد په کرنیز سکتوراو په ټولیزه توگه دهېواد د اقتصادي بنسټونو دپیاوړتیا په برخه کې ښې پایلې راونغاړي.

دیادولو وړده، چې زموږ په هېواد  کې د موجوده اقتصادي ناخوالو ترڅنگ، بیکاري اوبې روزگاري هم هغه ستونزه ده چې ډیری هېوادوال په ځانګړي توګه ځوانان ورسره لاس او گریوان دی چې ددغې ستونزې د مخنیوي له پاره هم د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول ارگانونه باید د نورو چارو ترڅنگ په هېوادکې دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ دسکتور هراړخیزې ودې ته هم ډیرپام ورواړوي او هم دې په هېواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو په اړوند لازم تدابیرونیسي، چې په ټولیزه توگه په دغه بهیرکې گڼ شمیر هېوادوالو ته دهمیشني کاراوسالم روزگار زمینه برابره شي او دوئ ټول په کوردننه بوخت شي چې له امله یې دکرنیزو محصولاتو او غلو دانو په برخه کې جگړه ځپلي افغانستان ډیر ژر خودکفا  اوله هره پلوه پرځان متکي او دبهرنیو له احتیاج څخه هم وژغورل شي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *