افغانستان

ډېر ژر به د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد پیل شي

د هرات د اوسپنۍ پټلۍ ریاست مسئولین په نږدې راتلونکي کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارۍ د سوداګریزو توکو د انتقال د پیل خبر ورکوي.

د هرات د اوسپنۍ پټلۍ ریاست مسئولین په نږدې راتلونکي کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارۍ د سوداګریزو توکو د انتقال د پیل خبر ورکوي.

د دغه ولایت د اوسپنې پټلۍ رئیس مفتي محمد نسیم محمدي وایي چې له ايران څخه د هرات

تر روزنګ غوريان سټېشن پورې د هرات – خواف رېل پټلۍ د فعاليت لپاره چمتو ده او په دې لاره کې هېڅ تخنيکي ستونزه او خنډ نشته.

په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د کورنیو پانګونو په برخه کې د اسلامي امارت له پاملرنې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له بندر عباس څخه روزنګ سټېشن پورې د بار وړونکو موټرو د ټرانسپورټ د برابرولو غوښتنه وکړه.

ورته مهال مفتي محمد نسیم محمدي د لوېدیځ زون سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اوسپتنې پټلۍ اداره ژمنه ده چې دوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *