سخن انیس

غوره به وي چې متقابلې ګټې خوندې وساتل شي

په داسي حال کې چې د اسلامي امارت سره دنړيوالو دتعامل اړيکي ټينګښت مومي

په داسي حال کې چې د اسلامي امارت سره دنړيوالو دتعامل اړيکي ټينګښت مومي هيله ده چې لاس وهونکي هېوادونه دخپلو ناوړه هڅو پرځاي د اسلامي امارت په وړاندي دستونزو او خڼډونو د را پيدا کيدو پرځاي دمتوازن تعامل او ديپلوماتيکو اړيکو دټينګښت لاس را وغزوي ترڅو په سيمه او نړۍ کې را پيدا شوي بي باوري پاي ومومي او د باور فضا رامنځ ته شي. پوهيږو چې ځيني هېوادونه په دي پوهيدلي چې د اسلامي امارت کړه وړه او ترسره شوي چاري مناسبي او دپرمختګ په لور عملي ګام دي. خو هغه څه چې د دوي دګټو سره سمون ونه لري بيا ستونزي او پلميز تبليغات کوي او د اسلامي امارت په وړاندي د دوه مخي سياست څخه کار اخلي. ښه به وي چې دنړۍ او سيمي هېوادونه د اسلامي امارت په وړاندي دنړيوالي سياسي سيالي څخه کاروانه خلي ځکه د اسلامي امارت سياست او دريځ بي پري او ناپيلي دي نه غواړي چې دنورو دلارښوونو له مخي خپل سياست او دريځ برابر کړي. هڅه يې کړي چې د ټولو هېوادو سره دوستانه دمتقابلو ګټو پربنسټ ديپلوماتيکي اړيکي ولري او په سيمه کې دتل پاتي او هميشني سولي دټينګښت له پاره هر ډول هڅي نه سمپوي.
هېوادوالوته جوته ده چې د اسلامي امارت دسوله ييز سياست له مخي ديوشمير هېوادو استازو په مختلفو وختونو کې د اړيکو دپراختيا له پاره افغانستان ته سفر کړي او د اسلامي امارت لاس ته راوړني يې له نيږدي کتلي دي. تمه ده چې د اسلامي امارت په وړاندي تبليغ کوونکي هېوادونه دهوايې، بي ځايه اوله حقيقت څخه دلرو تبليغاتو پرځاي د افغانستان حالات له نيږدي وګوري او د اسلامي امارت سره په ليدو کتو کې د وړاندوينو ترڅنګ د اسلامي امارت دلاس ته راوړنو څخه هم ځان خبر کړي. ډيري هېوادونه خوښ ښکاري چې اسلامي امارت په لږو او ناچيزو امکاناتو ډيري او دپام وړلاس ته راوړني ترلاسه کړي ځکه د اشغالګرو د اقتصادي فشارونو او بنديزونو سره سره د دولتي ادارو او کار کوونکو مالي چاري د اسلامي امارت دعوايدو څخه تمويليږي او ديوشمير عامه خدمتونو نيمګړي را پاتي شوي پروژي د تکميليدو په حال کې دي او د ستراتيژيکو پروژو دپيل کيدو له پاره دمالي منابعو لټون روان دي. همدا اوس دپاکستاني (بزنيس ريکارډ) ورځپاني د راپور له مخي دمي په (10 مه او 16 مه) دترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان دګاز پايپ لاين يا ټاپې پرسر په اسلام آباد کې خبري کيږي. دسرچيني په حواله ددغه پايپ لاين عايد به د افغانستان دکلني بوديجي له اتيا تر 95 سلني برخه پوره کړي.
هڅه کيږي چې په کوردننه دعوايدو د راټوليدو لټون پراختيا ومومي او دبهرنيو اړتيا څخه وژغورل شو. پوهيږو چې په ځان بسيا له پاره به يولړ ستونزي وګالل شي خو غوره پردي ده چې د آزاد او خپلواک هېواد له پاره اقتصادي آزادي اړينه ده نوځکه اسلامي امارت دهغو لارولټون په لومړيتوب کې شميری چې اقتصادي پياوړتيا رامنځ ته کوي.
باوري يو چې اسلامي امارت به دنړيوالو بنديزونو دخلاصون له پاره اړين ګامونه پورته کړي او دخداي(ج) په فضل او رحمت به اوسني ستونزي هم هواري شي.
معلوميږي چې داسلامي امارت په نوښت او هلوځلو دقطر هېواد ليواله دي چې د افغانستان سره داړيکو په پياوړتيا، د اعتماد لاډيروالي په تعليمي، صحي او اقتصادي برخو کې همکاري. پراخه کړي داپه داسي حال کې ده چې دقطر لومړي وزيرعبدالرحمن آلثاني او دهغه هېواد داستخباراتو مشرعبدالله الخليفي يوځاي په کندهار کې د ريس الوزرا ملا محمد حسن آخوند سره دليدو کتو پرمهال پري هراړخيزي خبري ترسره کړي دي.
تمه ده چې سوله غوښتونکي هېوادونه هم دقطر دهېواد په څيرد اسلامي امارت سره د دوستي او همکاري په هکله عملي ګامونه پورته کړي او دلاس وهونکو هېوادو دناوړه تبليغاتو ترتاثير لاندي رانه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن