افغانستان

اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکايي بندیانو ادعا رد کړه

اسلامي امارت د امريکا د بهرنیو چارو وزیر هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې یو شمېر امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

اسلامي امارت د امريکا د بهرنیو چارو وزیر هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې یو شمېر امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې همدارنګه ويلي، چې ، له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه ‌شته او نه هم په تازه توګه کوم امریکايي نیول شوی.

تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړی و، چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *