افغانستان

۱۰۷ اقصی حمایوي کنډک له لوري ۷۰۰ نقلیه وسایط ترمیم شوي

په بلخ کې د شمال زون د ۱۰۷ اقصی حمایوي کنډک مسئولینو د دغه کنډک له لوري د سلګونه نقلیه وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

په بلخ کې د شمال زون د ۱۰۷ اقصی حمایوي کنډک مسئولینو د دغه کنډک له لوري د سلګونه نقلیه وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د شمال زون حمایوي کنډک مسئول مفتي فیض الله فیضي دغه څرګندونې له یاد کنډک څخه د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا د لیدنې پر مهال وکړې.
فیضي زیاته کړه، چې دغه ډيپوګانو ته د ۵ ولایتونو لپاره البسه، قرطاسیه،حربي برخې سلاح، د پنځو ولایتونو نظامي وسایط د ترمیم لپاره راوړل کیږي، چي تراوسه پورې د دې کنډک اړوند ورکشاپ له لوري ۷۰۰غټ او کوچني نظامي نقلیه وسایط بیاځلي ترمیم شوي او سرتېرو ته د خدمت په موخه وړاندي شوي دي.
په همدې حال کې د بلخ والي له دغه کنډک څخه د لیدنې پرمهال اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي (ټول باید د پلان مطابق مجاهدینو ته ووېشل شي، د دې بیت المال په ښه ډول ساتنه وشي، هغه نظامي نقلیه وسایط چې همدلته یې د جوړېدو امکانات وي باید ورباندې کار وشي، ترڅو د دې ملت او وطن د خدمت لپاره په کار واچول شي او ژر تر ژره دې جوړ کړل شي).
د یادونې وړ ده، چې د بلخ والي د یاد کنډک مسئولینو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *