افغانستان

پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول کم شوی

مالیې وزارت وايي چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول، د پام وړ کم شوی دی.

مالیې وزارت وايي چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول، د پام وړ کم شوی دی.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي: د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د لومړنیو خوراکي توکو (اوړه، غنم، غوړي، وریجي، بوره…) د نرخونو لوړېدو د مخنیوي او د خلکو اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره، د مشرتابه عالي مقام په لارښوونه، د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول له (۵۰) سلنې څخه تر (۷۰) سلنې پورې تخفیف ورکړل شو، چې دغه چاره د اسلامي امارت له ولس سره خواخوږي څرګندوي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ یوازې د (۱۴۰۱) مالي کال په یوولسو میاشتو کې، د شپږ میلیارډه او ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، تخفیف ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې مالیې وزارت اعلام کړی و چې پر لومړنيو خوراکي توکو د ګمرکي محصول په کمښت سره سره، بیا هم د افغانستان د ګمرکونو په تاريخ کې، په لومړي ځل د روان مالي کال په یوولسو مياشتو کې د هېواد له ګمرکونو څخه۱۰۰ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *