جهان
د اسراییلو تاریخ کې سلګونه زره کسانو د حکومت قضايي سمونضد مظاهرو کې ګډون کړی
په قضايي سیستم کې د بنسټیز سمون پر وړاندې د لسمې اونۍ لپاره اسراییلو کې مظاهرې دوام لري.
په قضايي سیستم کې د بنسټیز سمون پر وړاندې د لسمې اونۍ لپاره اسراییلو کې مظاهرې دوام لري.
دا مظاهرې د اسراییلو لر و بر کې روانې دي چې ویل کېږي یوازې تل ابیب کې – چې د لاریونونو اصلي مرکز هم دی – نژدې ۲۰۰،۰۰۰ ګډون کړی.
د حیفا په شان ښارونو کې هم د رپوټونو له مخې د لاریونیانو شمېر ۵۰ زرو ته رسېدلی.
اسراییلي چارواکو په تل ابیب کې د هغه ټوېټ له کبله یو خبریال نیولی چې لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې پکې دیکتاتور یاد کړی دی.