اسلامی

د اسلام د بریا زېري

۳ــ د نبوي احادیثو په رڼا کې ۲ــ دوهم ډول: هغه حدیثونه چې په ځانګړیو وختونو کې د بریالیتوب زېری راکوي: ۱ــ د یهودو د وژلو حدیث:

۳ــ د نبوي احادیثو په رڼا کې

۲ــ دوهم ډول: هغه حدیثونه چې په ځانګړیو وختونو کې د بریالیتوب زېری راکوي:

۱ــ د یهودو د وژلو حدیث:

ژباړه: له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی،  بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: (تر هغه قیامت نه راځي چې څو مسلمانان له یهودو سره نه وي جنګېدلي، مسلمانان به د هغوی وژني ان تر دې چې یهودی به د تېږې   تر شا پټيږي نو تیږه به وایي: اې مسلمانه! اې عبدالله! دا یهودی دی! زما شاته پټ دی، راشه! هغه ووژنه، (بس) یوازې غرقد ونه به نه وايي، هغه د یهودو ونه ده. [بخاري ۲۹۲۶] او [مسلم ۲۹۲۲]

۲ــ له رومیانو سره جګړه، د قسطنطنیې سوبه او د روم فتحه:

ژباړه: له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: تر هغو قیامت نه راځي تر څو روم (رومیان) اعماق یا دابق ته نه وي راغلي، بیا به له مدینې منورې څخه خلک ووځي، چې هغه به په دې ورځ د زمکې په سر غوره خلک وي، نو کله چې صفونه وتړل شي، روم به ووایي: زموږ او د هغو خلکو ترمنځ لرې شي چې له مونږه بندیان شوی، یا هغو کسانو ترمنځ او زمونږ ترمنځ اخوا شئ چې خلک یې بندیان کړي، تر څو مونږ له هغو سره وجنګېږو، مسلمانان ورته ووایي: نه نه، قسم په الله جل جلاله موږ ستاسو او زموږ د وروڼو ترمنځ څنګه لرې شو؟ له هغو سره جګړه پيل کړي نو یوه دریمه له ماتې سره مخامخ شي چې الله ج په هغو باندې توبه هیڅ نه وي وېستلې. او (د مسلمانانو) یوه بله دریمه له هغه (روم سره جګړه) کوي سوبه راوړي. هغوی کومه ربړه نه ګالي او قسطنطنیه فتح کوي. په داسې حال کې چې دوی د غنیمتونو مالونه وېشي او تورې یې د زیتونو په ونو کې راځړولې وي، ناڅاپه شیطان غږ وکړي، چې دجال ستاسو شاته ستاسو په کورونو او اولادونو کې دي،  نو مسلمانان ووځي، لاړ شي، (او دا د شیطان غږ بې ځایه او باطل وي.)

کله چې مسلمانان شام ته راشي، هغه (دجال) راووځي، دا مهال دوی د جنګ لپاره چمتوالی نیسي، خپل صفونه سموي، اقامت وویل شي، نو عیسی بن مریم علیه السلام راښکته شي، د هغوی امامت وکړي، د الله جل جلاله دښمن (دجال) چې عیسی علیه السلام وویني داسې ویلیږي لکه مالګه چې په اوبو کې ویلې کیږي، نو که داسې یې پریږدي، هغه به ویلې کیږي څو مړ شي. خو الله جل جلاله یې د هغه یعنې (عیسی علیه السلام) په لاس وژني، بیا هغه دوی (مسلمانانو) ته خپله نیزه ورښکاره کوي، چې په وینو ککړه وي. [مسلم ۲۸۹۷].

ژباړه: له ابوهریره رضي الله عنه نه روایت دي بېشکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: تاسو د داسې ښار په اړه اوریدلي چې یوه خوا یې په وچه کې ده او بله څنډه یې په لمده کې ده؟ اصحابو کرامو ویل: هو! اې رسول الله! هغه وویل: تر هغو قیامت نه راځي چې د اسحاق علیه السلام له اولاده اویا (۷۰) زرو کسانو د دې ښار له خلکو سره جګړه (جهاد) نه وي کړی، هغوی به نه په وسله جنګېدلي وي، نه به یې غشي وار کړي وی، هغوی به ووايي: لا أله الا الله ، والله اکبر، نو یوه خوا به یې وغورځیږي، حضرت ثوبان بن یزید وایي: نور نه پوهېږم خو هغه وویل، چې په سیند کې دی. بیا به دوهمه ډله ووایي: لا أله الا الله، والله اکبر، نو بل لوری به یې ولویږي. بیا به دریمه ډله ووایي: لا أله الا الله، والله اکبر، نو یوځای به په کې سوری  وشي او دوی به ورننوزي بیا به د غنیمت په راټولولو بوخت شی، چې دوی د غنیمت مالونه وېشي نو غږ به راشي، وایي به: بېشکه دجال را ووتلو، بیا دوی هر څه پرېږدي او بېرته به وګرځي. [مسلم ۲۹۲۰].

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنها څخه روایت دي، وایي: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا ناست وو، لیکل مو کول چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل شو، چې لومړی به کوم ښار فتح کیږي، ایا قسطنطنیه به فتح کیږي یا روم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:  (لومړی به د هرقل ښار فتح کیږي) . یعنې قسطنطنیه به فتح کړي. [احمد ۱۶۷/۲].

۳ــ د مهدي حدیثونه:

دا صالح او نېک خلیفه دی، چې الله جل جلاله به د خلکو حال ورباندې بدلوي، له ظلم، زور، زیاتي به یې، عدل، انصاف او روغې جوړې (اصلاح) ته اړوي. په دې اړه ګڼ حدیثونه راغلي دي، چې په هغو کې ډېر علماء کرام هم شته لکه: خطابي، ابن حبان عقیلي، قاضي عیاض، ابن تیمیه، ابن قیم، ذهبي، حافظ ابوالحسن أبري، برزنجي، سفاریني، شوکاني، کتاني او نور…

ځینو علماوو ځانګړي کتابونه پرې لیکلي چې شمېر یې ډېر دی. دلته یو حدیث ذکر کوو او هغه هم د مثال په ډول نه د حصر په توګه:

ژباړه: له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) وویل: که د دنیا یوه ورځ هم پاتې وي، الله جل جلاله به هغه ورځ اوږده کړي، څو زما له اولاده یو سړی را ولیږي هغه به زمکه له عدل او انصاف څخه ډکه کړي، څنګه چې ظلم، زور، زیاتي مالامال کړې وه. [ابوداود ۴۲۸۲] او [ترمذي ۲۲۳۱]

ژباړه: له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دي، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: مهدي له ما څخه دی، چې پوزه یې لوړه او تندی یې پراخه دی، هغه به زمکه له عدل او انصاف څخه ډکوي، څنګه چې له ظلم زور څخه ډکه وه، هغه اووه (۷) پاچاهي کوی. [ابوداود ۳۲۸۵].

لیکنه: ساجدالله عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *