افغانستان

د کابل هوایي ډګر په برید کې د امریکایي عسکرو پر لاس لرلو اعتراف

هغه امریکایي سرتېري چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوایي ډګر مخې ته په برید کې ټپی شوی و وایي، ورته وېیل شوي وو چې د داعش ډلې پر مشکوک ځانمرګي بریدګر حمله ونه کړي.

هغه امریکایي سرتېري چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوایي ډګر مخې ته په برید کې ټپی شوی و وایي، ورته وېیل شوي وو چې د داعش ډلې پر مشکوک ځانمرګي بریدګر حمله ونه کړي.
د راپورونو له مخې تایلر ورګاس اندریوز د تېرې چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته وېیلي، استخباراتي معلوماتو تایید کړې وه چې برید کوونکی پېژندل شوی و.
هغه دا جزییات هم ورکړي چې ځانمرګی له خرېیلې ږیرې، شنو کالیوو، تور واسکټ له یوه سپین ږیري سره د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، خو په خبره یې قومندان یې ورته ووېیل چې دا سړی ممکن خطرناک نه وي.
په دغه ځانمرګي برید کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د راوتلو په وروستیو شپو ورځو کې وشو، ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.
د یاد برید مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *