ننګرهار کې د ۱۵ چک ډېمونو چارې و څارل شوې
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رئیس مولوي مصباح الدین مستعین د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د جوړو شویو ۱۵ چک ډېمونو څخه څارنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رئیس په ننګرهار ولایت کې د جوړو شویو چکډېمونو د څارنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، ترڅو په دې ولایت کې د جوړ شویو چک ډېمونو څارنه وکړي.
دغه چک ډېمونه د کرنې وزارت له خوا د اوبو زېرمه کولو، د سیلابونو د کنټرول، د کروندو د تخریب د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړ شوي دي.
د دغه سفر په ترڅ کې په بهسودو، ثمرخېلو او بټي کوټ ولسوالیو کې د جوړو شویو چکډېمونوڅخه لیدنه وشوه، چې د دغو چک ډېمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
په دې څارنه کې د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد او تخنیکي انجنیران هم حضور درلود.