افغانستان

د ځانګړو ځواکونو د عالي زده کړو له ښوونځي څخه ۴۸۰ تنه مجاهدین فارغ شول

د ملی دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي له تخصصي دیپارتمنت څخه د ۱۴ اونیو په موده کې د پرمختللو مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته ۴۸۰ تنه مجاهدین فارغ شوي.

د ملی دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي له تخصصي دیپارتمنت څخه د ۱۴ اونیو په موده کې د پرمختللو مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته ۴۸۰ تنه مجاهدین فارغ شوي.

په ‏دغه مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو د فرقی قوماندان نصرت حاجی لالا، د ځانګړو ځواکونو د فرقې مرستیال  مولوي ممتاز احمد عمري، د فرقې درستیزوال او ګڼ شمېر مسئولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

مسئولینو په ویناوو کې فارغ شویو مجاهدینو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي او له هغوی څخه يې غوښتي، چې تر لاسه کړې مسلکي زده کړې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړي.

فارغ شویو مجاهدینو د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد دفاع او په هر ډول حالاتو کې د هېوادوالو خدمت لپاره چمتوالی ښودلی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *