افغانستان

د ریاست الوزرا د مقام اعلامیه

له ټولو تجارانو، صرافانو او د ډبرو له کاروباریانو او ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کیږي چې لاندې موارد عملي او په کلکه رعایت کړي.

له ټولو تجارانو، صرافانو او د ډبرو له کاروباریانو او ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کیږي چې لاندې موارد عملي او په کلکه رعایت کړي.

۱-ټول هیوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال خپله ملي کرنسۍ افغانۍ وکاروي.

۲-هيڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او د ځمکې (سرحدونواو پولو) له لارې تر پنځو سوو (۵۰۰) زیات ډالر په نقدي ډول له ځانه سره وباسي.

۳- که څوک له پورته اندازې څخه ډير ډالر نقل کړي، د هریو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې به یوکال، تر یو میلیونو کم  د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت، او له لک کم تر پورته په دوهم بند کې ټاکل شوي اندازې   ډالرو په مقابل کې به تر لسو ورځو پورې محبوس کیږي.

۴- کومې پیسې او طلا چې د سرغړونکو څخه نیول کیږي، هغه به د ریاست الوزارء تر لزوم دید پورې په د افغانستان بانک کې ساتل کیږي.

۵- هیواد ته د سیمې د هیوادونوپورې اړوند اسعارو او کرنسیو راوړل ممنوع دي.

۶- په ټول هیواد کې د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو بهرته د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت مسئولیت دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *