داروپایی هیوادونو د خلکو لاریونونو؛پر غزه د اسرائیلو نسل وژنې او بشري ضد عمل په پراخه توګه وغندل شو
ناصرشاه سرحدي پر غزه د اسرائیلو نسل وژني او بشري ضد عمل په پراخه توګه وغندل شو.
ناصرشاه سرحدي
پر غزه د اسرائیلو نسل وژني او بشري ضد عمل په پراخه توګه وغندل شو.
د اسرائیلو صهیونیستې رژیم چې د نړۍ دیو پخواني استعمارځواک انګلیس له خوا په۱۹۴۷ ع کال کي د وخت د بهرنیوچارو د وزیر آرتور باالفور له خوا دفلسطین دمسلمان او بي وسه اولس په خاوره او قلمرو دیو مصنوعي هیواد د جوړیدو اعلامیه خپره کړه چې د نړۍ د سوله خوښونکوهیوادونو له خوا یو بشري ضد جنایت وګڼل شو.
د همدي نیټې نه وروسته د فلسطین د خلکو خاوره اشغال او ونیول شوه د همدي ورځې نه د دي بی دفاع خلکو نسل وژنه او جینوسایډ دټولو نړیوالو اصولو او نړیوالو کنوانسینونو خلاف عمل وګڼل شو چې له بده مرغه اوس هم روان دي .
دروان ۲۰۲۳ ع کال د اکتوبر پر ۷مه د اسراییلو دصیهونستي ظالم رژیم او د حماس د آزادې غووښتونکې غورځنګ سره ېې د جنګ اعلام وکړ او داسي د نسل وژني جنایت ېې تر سره کړ چې دبشریت په قاموس کې ساری نه لري.
اسراییلې ځواکونو د هوا او ځمکې له لار ي په دي مظلوموخلکو په تیره بیا په معصومو ماشومانو اود ښځو په شمول یو لوي ، نسل وژنه او جنوسایډ چې د جنون حالت ته ورسید دوامداره بمبارۍ ېې وکړلي او په زرهاو بي دفاع فلسطینیان ېې شهیدان او په زور او جبر ېې د غزي د تړانګې څخه د خپلو کورونو پر پريښودلو ته اړاو مجبور کړل .
له بده مرغه د نړۍ بشردوستو هیوادونو په تیره بیا د عربي نړۍ هیوادونه او اسلامي هیوادونو مشرانوحتي په روغتون باندي د اسراییلو د بمباريو په وړاندي هیڅ غږ پورته نګړ او چپه خوله پاتي اود فلسطین مظلوم اوبی دفاع خلک په خپلو وینو کي ولمبیدل .
د امریکي د متحده ایالاتو جمهورئیس جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتونې بلینکین (تل آبیب و اویور شلیم) ښارونو ته دخپل تګ په وخت کې د ژورنالیستانو په وړاندي وویل : (دا داسرائیلو حق دي چې له خپله ځانه دفاع وکړي او امریکا اودوستان به ېې تل تر شا ولاړوي) .
له نیکه مرغه په دي ورستیو کې د نړۍ سوله خوښونکو اوبیدارو ملتونو د فلسطین دمظلومو خلکو د ملاتړ ترڅنګ د اسراییلو د جابر رژیم دابشري او انساني صد عمل د نړي په هیوادونو په تیره بیا په آروپاېې هیوادونو کې دلاریونونو او مظاهرو په ترڅ کي د اسراییلو دا ناوړه بشري ضدعمل په سختو ټکیو اوشعارونو سره وغانده او د جنګ زر بندیدل ېې وغوښتل .
دلته زمونږ دبحث اصلي موضوع په اروپاېې هیوادونو کي داسرائیلو دبشري ضد نسل وژني په ناوړو کړونوباندي ده چي په خپله خاوده او کورونو کي د اسراییلو دهواېې ناتار لاندي راغلل او خپل خوږ ژوند ېې دلاسه ورکړ.
د نومبر په په ۱۱ـ۱۲مه د په ټولو آروپا ېې هیوادونو کي داسرائیلو دنسل وژني په وړاندي له نړیوالو وغوښتل چي د فلسطین په غزي دي داسرائیلو بمبارۍ زر تر زره بندي شي.
د نړیوالورسنیو په حواله په آروپاېې هیوادونو کې د اسراییلو دصهیونیستي رژیم پر ضد پراخه لاریونونه د لندن اوبروکسل په ښارونو کي تر سره شول لاریونکونکو د فلسطین دخلکو په ملاتړ اوپه غزه کې د اسراییلو د بریدونود سمدستي بندیدو دغوښتنې غږپورته کړ.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د اسراییلو په دي بشري او انساني ضد عمل سخت غبرګون وښود او داسراییلي دولت او حکومت نه ېې د جنګ د زر بندیدو غوښتنه کړي . پکار دي چې د نړۍ سوله خوښونکې هیوادونه دملګرو ملتونو د امنیت شورا په تیره بیا دبشري حقونونړیوال سازمانونه عربی لیګ هیوادونه او داسلامي هیوادونو مشران په یو متحد غږ سره د حماس د مبارزینو څخه د ملاتړ ترڅنګ د یو خپلواک او مستقل فلسطین د جوړیده اراده وکړي چې په دي سره به نه یوازی داسرائیلو د صهیونیستې رژیم لاس دفلسطین د مظلوم اولس نه لنډ شي بلکی په ټوله عربي نړۍ اومنځنی ختیځ کې به سوله او امنیت ټینګ شي.
د ملي رادیو تلویزیون څخه :