افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني:موږ عزم، ایمان او ثابت دریځ لرو

د کورنیوو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ډاګه کړې؛ نړۍ ادعا کوي، چې اسلامي امارت په ځینو مسایلو لکه تعلیم، ابادولو او اقتصاد کې کمزوری دی؛ خو د اسلامي امارت عزم، ایمان او ثابت دریځ بې مثاله دی.

د کورنیوو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ډاګه کړې؛ نړۍ ادعا کوي، چې اسلامي امارت په ځینو مسایلو لکه تعلیم، ابادولو او اقتصاد کې کمزوری دی؛ خو د اسلامي امارت عزم، ایمان او ثابت دریځ بې مثاله دی.

دکورنیو چارو وزیر لوګر ولایت ته د سفر پرمهال په خروار ولسوالۍ کې د جګړې د وژل شویو کسانو خپلوانو ته په خطاب کې وېیلي: که تاسې له ظاهري لحاظه په ټیټه کچه کې یئ او د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې وروسته پاتې یاست؛ نو دا ستونزې به ان شاء الله حل کېږي، تاسې صبر او زغم ولرئ.

نوموړي زیاته کړې؛ په نړۍ کې زموږ سیالان ګوري، چې ایا دوی کولی شي نظام رهبري کړي که نه. دوی ګڼو ستونزو ته اشاره کوي او وايي، چې د پوهنې، ابادولو او اقتصاد په برخو کې کمزوري دي. موږ هم له دوی سره پرې څېړنه نه‌کوو. موږ هم دا وایوو، چې ځینې نیمګړتیاوې لرو؛ خو د خدای شکر دی، چې هېڅوک دومره شتمني او پانګه نه‌لري لکه، چې موږ یې چې لرو او هغه ایمان، عزم او د دریځ ثبات دی.

د کورنیوو چارو وزیر داهم په ډاګه کړې؛ اسلامي امارت د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره قربانۍ نه‌دي ورکړې او هغسې، چې په تېرو شل کلونو کې د اسلامي امارت هر غړي د بل غړي دفاع کړې؛ اوس یې هم دفاع کوي.

هغه پر بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي امارت د غړیو خدمت ته ژمن دی.

سراج الدین حقاني وایي: هغه (د اسلامي امارت مشرتابه ) څو ځله د مجاهدینو په خاطر د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست تشکیلات پراخه کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *