گزارش

په فراه کې د دارالعلوم نعمانیه دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فراه ولایت په داراباد کلي کې د څه باندې ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د دارالعلوم نعمانيه ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 

د فراه ولایت په داراباد کلي کې د څه باندې ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د دارالعلوم نعمانيه ديني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دغه مدرسې د بنسټ ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزیو مسئولینو, سپین ږیرو او ځونانو ګډون کړی و.

د یاد ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر رئیس  مولوي عبدالمجید صمیم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه مدرسه د کلي د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د څه باندې ۱.۵ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي او شاوخوا ۵۰۰ تنه طالب العلمان به پکې زده کړې وکړي.

هغه زياته کړه، چې په ياده مدرسه کې د نورو څانګو، اسانتياوو او دارالحفاظ ترڅنګ د ديني او عصري علومو په برخه کې هم د زده کړو زمینه برابرېږي.

ورته مهال د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئیس  محمد عبدالحي سباوون بيا د دغې مدرسې په جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په داراباد کلي کې دا لومړنۍ ديني مدرسه وبلله او زياته يې کړه په دې سره به د ياد کلي ماشومانو ته د ديني زده کړو زمينه برابره شي.

بل خوا د داراباد کلي ځايي اوسېدونکي بيا د دغې مدرسې  په جوړېدو  خوښي څرګندوي او وايي چې دوی تر دې وړاندې د شاوخوا ۶ ښوونځيو په شتون کې بيا هم ديني مدرسه نه درلوده او دا لومړی ځل دی، چې دلته يوه ديني مدرسه پرانيستل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *