ورزش

کرېکټ؛ افغانستان د یو ورځنیوو سیالیوو او نړیوال جام لپاره لوبغاړي اعلام کړل

د افغانستان کرېکټ بورډ په کمساري ګام سره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلام کړی او په وینا یې له دغه نوملړه به وړ لوبغاړي په راتلونکو یو ورځنیوو سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي.

مبشر

د افغانستان کرېکټ بورډ په کمساري ګام سره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلام کړی او په وینا یې له دغه نوملړه به وړ لوبغاړي په راتلونکو یو ورځنیوو سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي.

له همدغه نوملړه ۱۹ لوبغاړي چې په ترکیب کې یې نوي لوبغاړي هم شامل دي، د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکو یو ورځنیوو سیالیو ته غوره شوي او ۱۰ نور د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې دي.

په اصلي او ۱۹ کسیز لېست کې د افغانستان د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ ځینو نویوو څېرو ته لکه ریاض حسن، شاهدالله کمال، ضیا اکبر، اظهارالحق نوید، عبدالرحمان، سلیم صافی، سید احمد شیرزاد وفادار مومند ته هم د لوبېدو هیلې ورکړل شوې دي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبډله کې لوبېدلي ځینې لوبغاړي اوس ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.

وخت نا وخت د کرېکټ مینه والو د دغو او ځینو نورو لوبغاړو د لوبېدو غږ جېک کړی او داسې ښکاري چې کرېکټ بورډ دا ځل د ډېرو خلکو غوښتنه په پام کې نیولې دي.

د کرېکټ شنونکو په باور افغانستان باید په ځوانو او نویوو لوبغاړو تمرکز ډېر کړي، چې په راتلونکو سترو نړیوالو سیالیوو کې د افغانستان په استازولۍ لوبېدو ته چمتو وي.

وېیل کېږي دا او ځینې نور لوبغاړي د افغانستان په کورنیوو سیالیو او د هېواد په استازولۍ ۱۹ کلنه لوبډله کې ښه ځلېدلي لوبغاړي دي.

په ۱۹ کسیز نوملړ کې د یادو لوبغاړو تر څنګ لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه زرمتی، نجیب الله ځدراڼ، اکرام عليخېل، راشد خان، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي او پخوانی لوبډلمشر محمد نبي هم غوره شوي دي.

افغان لوبډله او سیالۍ:

افغانستان راتلونکې جولای میاشت له بنګله دېش سره د دغه هېواد په کوربه توب د درېیوو یو ورځنیوو او ۲ شل اوریزو لوبو لوبلړۍ لري.

په پام کې ده چې یوورځنۍ لوبې د راتلونکي جولای میاشتې له ۵مې تر ۱۱مې نیټې په بنګله دېش کې وشي. شل اوریزو لوبو لپاره هم د جولای پر ۱۴مه او ۱۶مه وخت ټاکل شوی دی.

له دې وروسته له هند، پاکستان او زمبابوې سره هم د سیالیوو یادونه شوې خو د لوبو نېټې لا رسمي نه دي اعلام شوې.

له دې وروسته اسیا جام سیالۍ د پاکستان او شري لنکا په کوربه توب او ورپسې په اکتوبر او نومبر میاشت کې نړیوال جام د هند په کوربه توب تر سره کېږي. د ا ټولې یوورځنۍ نړیوالې لوبې دي.

بلخوا افغانستان همدا اوونۍ په ټېسټ مېچ کې له بنګله دېشه نه هېرېدونکي سخته ماته وخوړه.

له دې مخکې افغانستان له شري لنکا هم د یو ورځنیوو سیالیوو لوبلړۍ ۲-۱ کوربه شري لنکا ته وبایلله.

له دې ماتو وروسته د کرېکټ ګڼو مینه والو د افغان کرېکټ بورډ د غوراوي پر کمېټه نېوکې کولې او وړ نویو لوبغاړو ته د چانس ورکولو غوښتنه ډېره شوې وه.

همدا میاشت د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نوی مشر وټاکه چې په هېواد کې د ننه او بهر د کرېکټ تجربه لري.

اسدالله خان چې له دې وړاندې د قطر د ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی وړمه ورځ په یوه بیان کې وویل، افغانستان کې به کرېکټ تخنیکي کوي.

هغه وېیلي افغانستان کې مسلکي لوبغاړي خورا ډېر شوي او د بورډ ټوله هڅه به دا وي، چې د دوی له منځه تر ټولو ښه لوبغاړي د افغانستان استازولۍ ته غوره کړي.

افغانستان تر نړیوال جام پورې په یاد نوملړ کې ۱۰ احتیاطي لوبغاړي هم اعلام کړي دي.

په دغو لوبغاړو کې کریم جنت، زبید اکبري، قیس احمد، احسان الله جنت، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، فرید ملک، دروېش رسولي، اسحاق رحماني او نوین الحق شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وېیلي دا لوبغاړي به د کرېکټ بورډ په ملي اکاډمۍ کې تر روزنې لاندې وي او د کوم لوبغاړي ټپي کېدو یا فټنس ستونزې په صورت کې به له نورو سره بدلېږي.

داسې ښکاري چې تر نړیوال جامه پورې چې څو میاشتې پاتې افغانستان په همدغو ۲۹ لوبغاړو خپل تمرکز لا ډېروي، دوی ته به ځینې تمریناتي کمپونه برابروي او په راتلونکو سیالیوو کې به یې هم ازمويي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له دې وړاندې هیله څرګنده کړې چې له خپلې ځوانې لوبډلې سره به دا ځل د نړیوال جام بل پړاو چې نیمه پایلوبه یا پایلوبه وي لار پیدا کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *