اخبارافغانستانگزارش

د کارګرانو ورځ؛ د افغان کارګرانو پر مخ پرتې ننګونې او ستونزې

انیس: د کار نړیوال سازمان د مۍ لومړۍ ورځ د کار یا کارګر په نوم کړې ده، چې ټول پام یې د کارګرانو لپاره د خوندي او له خطرونو د پاک چاپېریال په برابرولو ورټول دی.

دغه سازمان وايي، خوندي چاپېریال د کار یو اساسي اصل او د کارګرو حق دی، هېوادونه باید د هغې پلي کېدو ته ژمن و اوسي.

افغانستان او د نړۍ وروسته پاتې او بېوزله هېوادونو کې له کاري ساعتونو ډېر کار ته اړیستل، د روغتیا او خوندیتوب د بیمې او کاري تړون نشتوالی د کارګرانو بنسټیزې ستونزې دي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي، چې په هېواد کې د هرې برخې کارګران له هیڅ پلوه خوندي نه دي او په وینا یې دې برخې ته تر اوسه هېڅ پام نه دی شوی.

هغه انیس ورځپاڼې ته وویل: «زمونږ کاریګر هله خوندي کېدی شي، چې د نورې نړۍ غوندې بیمه سیستم ور ته ولرو. که کوم کارخانه دار خپلو کاریګرو سره اسلامي همکاري او همدردي لري هغه بېله خبره ده خو مطلق مصئون نه دي.»

د نوموړي په وینا، د کابل په پلچرخي کې د کارګرو لپاره د یو روغتیايي کلینیک لپاره ځای په نښه شوی خو اوس یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د کار مخه نیول شوې ده.

هغه د انتقاد په توګه څرګنده کړه: «له تېر امارت نه کوم ځای چې د کابل د پلچرخي صنعتي پارکونو کې د کلینیک لپاره په نښه شوی و او یو کارخانه دار یې د جوړېدو لګښت په غاړه واخیست، د سوداګرۍ وزارت یې د جوړولو په وړاندې ودرېد.. زه نه پوهېږم چې د هغوی دلیل څه و؟.»

ده زیاته کړه، چې که کوم کارګر که زخمي او یا ناروغ شي، اړ دي چې وزیر اکبرخان، احمد شاه بابا مېنه او یا بلې لرې سیمې ته د درملنې لپاره یي ولېږدوي، چې د لارې په اوږدو کې له ستونزو سره مخ کېږو او یا هم د ناروغ په مرګ تمامېږي.

نوموړی وايي، حکومت دې دوی ته د کارګرو لپاره د دغه روغتیايي کلینیک د جوړېدو اجازه ورکړي.

د کارګرو پر مخ د هېواد دننه یوه لویه ستونزه د دوی لپاره د یو بشپړ قانون نشتون دی.

د صنعتکارانو د ټولنې دغه مشر وویل، چې که څه هم د پرځېدلي جمهوریت له وخته یو قانون شته خو یوازې د کاغذ پر مخ دی او تر اوسه په سم ډول نه دی پلی شوی.

هغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسئولینو د کارګرو لپاره د اسلام په رڼا کې د یو بشپړ او پلي کېدو وړ قانون باندې د غور کولو غوښتنه وکړه، چې د هر لوري مسئولیتونه او حقونه په کې روښانه وي، «که قانون و هم نو تطبیق شوی نه دی نو مهمه دا ده، چې یو نظر پرې تېر کا او له نظر وروسته تائید او بیا په ښه ډول پلی شي»، نو له همدې امله د کارګرانو او صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د یوې کړنلاري په جوړولو ټینګار کوي.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې له شته وضعیت سره سره د کارګرانو کړنې او زحمتونه ستايي او وايي، چې د کارګرانو څخه د ملاتړ په موخه به ژر د پلي کېدو وړ قانون او کړنلاره چمتو شي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي انیس ورځپاڼې ته په رالېږلي پیغام کې ویلي: «ژمن دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کاریګرو څخه د ملاتړ او د دوی د تشویق په موخه د کار اړوند قوانین، پالیسۍ، کړنلارې او نور اسناد؛ طرحه او د پلي کېدو په موخه یې اقدام وکړي، چې د بیلګې په توګه کولای شو په کار قانون د بیا کتنې او هم د کارموندنې ملي پالیسۍ څخه یادونه وکړو، چې د راتلونکو قانوني پړاوونو ترسره کولو لپاره چمتو شوي‌ دي».

د کارګرانو لپاره تر دا مهال د یو بشپړ قانون تر څنګ په لوړه کچه بې روزګاري بله ستره ننګونه ده چې د هغوی پر ژوند یې اغېز کړی.

د کابل اوسېدونکی شبیر احمد، چې اوس په ایران کې د لباسونو په یوه پلورنځي کې کار کوي وايي، هلته ځکه په لږو پیسو او له قانوني وخت زیات کار کوي، چې په وینا یې په افغانستان کې یې دغه فرصت نه لاره.

هغه وايي، د جمهوریت پر مهال یې په یوه خصوصي راډیو کې دنده کوله خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته، چې کله بې دندې شو نو د پرلپسې ۱۳ -۱۴ میاشتو بېکارۍ یې پر ژوند او روان اغېز وکړ، «دا را ته ښه ښکاره شوه چې ایران ته راشم او په څه کار مصروف شم او هم پیسې وګټم».

د کارګرانو ټولنې مشر راز محمد احمدي وايي، په کلني ډول شاوخوا یو میلیون کسان د کارګرانو په لیست کې اضافه کېږي، چې پر دوامداره بې کارۍ دغه شمېر ورډېرېدل او د کاري فرصتونو نشتون خلکو ته د ژوند شرایط سخت کړي دي.

احمدي وویل: «که حالت همداسي دوام وکړي، بهر ته په کار پسې د ځوانانو تېښته چې زمونږ ملي پانګه ده، لا پراخه او د بې کارۍ لاملونه به نور هم ډېر شي».

دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرانو د ورځې په تړاو تازه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې ټولو کارګرانو ته د هوسا او خوندي چاپېریال برابرول د دوی مسئولیت دی او په خبره یې «هڅه کوو تر څو افغان کارګرو ته په هره برخه کې د غوره او معیاري کار زمینه برابره کړو».

ـــ«نذیر منیب»ـــ

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *