اخبارگزارش

د خوړو او درملو ادارې ۹۱ خالي بستونوته د برښنايي ازموینې اخیستل پیل کړل

انیس: د خوړو او درملو ملي ادارې د څه کم سل خالي بستونو لپاره د ازاد رقابت له لارې د اشخاصو جزبولو په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په مرسته برښنايي ازموینه پیل کړه. د معلوماتو له مخې د خوړو او درملو ادارې یادو ۹۱ بستونو ته د ازموینې لپاره څه باندې ۱۴۰۰ کسان ټاکل شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې عمومي رئیس شهزاد نور رشید ازاد رقابت ته د دولتي ادارو د تشو بستونو وړاندې کول کار خپل اهل ته د سپارلو لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا وبلله. هغه وویل: «اسلامي امارت ژمن دی، چې کار اهل کار ته وسپاري. نتیجه دا وي چې منابع او مصارف په خپل ځای باندې لګېږي او کارسمبالی بیا په ښه توګه خدمت کولی شي». ښاغلي رشید زیاته کړه، دا هېواد او نظام هغه وخت پیاوړی، د سیال سره سیال او پرمختګ کوي، چې ادارو کې داسې کسان مؤظف شي، چې د دغه مسئولیت د سمبالولو صلاحیت او وړتیا په کې وي.

د هغه په وینا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره هڅه کوي چې د ځوانو او مسلکي کسانو له حقونو ملاتړ وکړي. نوموړي د ملکي خدمتونو د مامورینو د حقونو پر ځای کولو او د عدالت تأمینولو په اړه وویل، چې د دې لپاره یې په اداره کې د شکایتونو بېل کمېسیون جوړ کړی او زیاته یې کړه: «کوم شکایتونه او نیمګړتیاوې چې په ادارو کې دي، یا له مامور سره زیاتی کېږي او یا هم د استخدام په پروسه کې کوم مشکل واقع کېږي مونږ د هغې لپاره د شکایت دفتر لرو او له همدغې لارې د مامور ستونزو ته رسېدنه کوو او حق یې ور ته سپاري».

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو خوندیتوب رئیس نعیم الله ایوبي د دغې ادارې د ۹۱ تشو بستونو لپاره د برښنايي ازموینې په پرانسته غونډه کې، د ازموینې ګډونوالو ته د دغې پروسې د روڼتیا په اړه بشپړ ډاډ ورکړ.

هغه وویل: «په دې پروسه کې به پوره شفافیت وي، د هیچا لحاظ نه کېږي او نه به سلیقوي چلند وي، چې یو څوک دې وړ وي خو پر ځای دې یې بل څوک راشي».

نوموړي وویل، په تېر کال کې یې د ازاد رقابت له لارې په مرکز او ولایتونو کې ۴۹۷ کسان په دندو ګمارلي.

ښاغلي ایوبي په څرګندو ټکو وویل، چې په تېرو نظامونو کې د خوړو او درملو صحت او خوندیتوب ته لازم پام نه و شوی، «او که و هم تر مرکزه محدود و» د اسلامي امارت په راتګ سره دغې ادارې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، چې پر مرکز سربېره ولایتونو کې هم فعالیت لري.

ده خبرداری ورکړ، چې په روان کال کې به د خوړو او درملو ملي اداره خپل تشکیل نور هم ډېر کړي او له دې سره به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

د یادولو وړ ده، چې د دغې ادارې چارسمبالي ډاکټر عبدالباري عمر بلخ ته د سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي، چې اوس مهال په هېواد کې ۷۶ لویې کارخونې فعالې دي او په راتلونکي کال کې به شپږ نورې لویې کارخونې جوړې شي، چې ډېر هېوادوال به په کې په کار بوخت شي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *