تبصره

د افغانانو رښتینې استازې څوک دي؟

دا چې دوه کاله او څو میاشتې پوره کېږي، چې افغانستان له بشپړ اشغال خلاص شوی، تازه یې د ارام ساه اخیستې، د بشپړ خود کفایې او ځان بسیاینې په لور ګړندي ګامونه اخلي.

ارسلا مفتون (ابرار بهیر)

دا چې دوه کاله او څو میاشتې پوره کېږي، چې افغانستان له بشپړ اشغال خلاص شوی، تازه یې د ارام ساه اخیستې، د بشپړ خود کفایې او ځان بسیاینې په لور ګړندي ګامونه اخلي.

سره له دې چې د نړیوالو، سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو د شومو پلانونو او نامشروع غوښتنو سره مخ دی، خو بیا هم د پخوا په پرتله په داخلي او خارجي اړیکو کې یو نمونه ګرځیدلې، خارجي سیاست کې د توقوع خلاف مثبت نتایج لري، که هغه د اړیکو، سیاسي، اقتصادي، نظامي، فرهنګي، تعلیمي او هره برخه کې وي.

ورځ په ورځ په نورو هیوادونو کې افغان سفارتونه د اسلامي امارت چارواکو ته تسلیمېږي، ورسره څنګ کې د نورو هیوادونو سفارتونه په افغانستان کې فعال حضور لري، چې په نتیجه کې یې سیاسي، اقتصادي، نظامي اړیکې د سیمې او نړۍ په کچه نورمال حالت کې دي.

چین، روسیه، ترکیه، عربي امارات، ایران، سعودي عرب، پاکستان، جرمني، تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قرغزستان، مالیزیا او ډېر شمېر نور هیوادونه له افغانستان سره هر اړخیزې اړیکې پالي، یو او بل ته باور لیکونه سپاري او لا نور هم دغه لړۍ جریان لري.

بل خوا اوسنی اسلامي نظام، د افغان غیورو ملت له بطن څخه راټوکېدلی نظام دی، ملت یې په پوره میړانه په هر وخت کې کلک ملاتړ کړی، که هغه د اشغال د خاتمې په برخه او یا د نظام د ټینګښت او جوړولو برخه کې وي. داخلي مشروعیت یې تر لاسه کړی، د دولت په ټولو پریکړو، تصمیمونو او د نظام په جوړښت کې ملت بشپړ او هر اړخیزه ونډه لري.

د نامطلوبو ګوندونو ختمول، د ژبې، قوم، خېل، سمت او نورو تعصبونو له مینځه وړل، له ظالم څخه د مظلوم حق اخیستل، د توپک سالاریو او ملک الطوایفي له منځه وړل د اوسني اسلامي نظام لویې لاسته راوړنې دي.

په اقتصادي برخه کې یې په میلیاردونو افغانۍ صادرات، د هیواد د لویو ښارونو تر منځ نښلوونکي عمومي سړکونو د پخېدو چارې پیل، د اوبو مهارول، د قوشتېپې کانال جوړول، د کانونو، معدنونو، تیلو، سیمنټو، نفتو، ګازو او د ډبرو سکرو پروسس او د هغوی څخه د عوایدو تر لاسه کول یې لویې اقتصادي لاسته راوړنې دي.

که څه هم په ملې سطحه لا ځینیې سطحي ستونزې شتون لری، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې به حل شي، خو په خارجي پالیسي کې یو مثالي نظام دی، چې په نړیواله کچه یې له خپل حق او حیثیت څخه قاطع دفاع کړې.

د دې ټولو لاسته راوړنو او مثبتو نقاطو سره سره بیا هم امریکا او نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان اوسنی نظام تر سوال لاندې راولي، داخلي کشمکشونه، تعصبونه او ډلې ټپلې را مینځ ته کړي، خپلې جاسوسې کړۍ فعالې او په مختلفو بهانو لکه: د بشر حقوقو، د ښځو حقوق، تعلیم او نورو بهانو دې نظام ته خنډونه ایجاد کړي.

بل دا چې امریکا او نړیوالې ټولنې څو ځلې دا کوښښونه کړي، چې دطالـــب چارواکو او د هغوی له نماینده ګانو په غیاب کې سیاسي حرکتونه او غونډې وکړي، خودسرانه پرېکړې کوي، تر څو یو داسې څوک میدان ته داخل کړې، چې نه افغان ملت او نه اوسني نظام ته د منلو وي.

اسلامي امارت دا ډول حرکتونه په کلک غندلي او همیشه یې دا ‏د پردیو بلواکو کار او په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

د دوحې په وروستۍ غونډه کې د اسلامي امارت د استازو نه شتون وښودله چې د اسلامي امارت حکومت له لویدیځ سره د تعامل لپاره تلوار نلری او په خپلو اصولو او معیارونو ولاړ دي. دوی ټولې هغه ادعاوي غلطې ثابتې کړې، چې ویل کېدل به، چې اسلامي امارت د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا اشارې ته انتظار دي او د دې تعامل لپاره له خپلو ځینو اصولو څخه لاس اخیستلو ته چمتو دی.

د اسلامي امارت د استازو نه ګډون د دې او دې ته ورته نظريو د باطلېدو ښکارندویې کوي.

په قطر کې د افغانستان لوی سفارت سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ یادې غونډې ته په غبرګون کې ویلي: نه مو مخکې په تشریفاتي غونډو کې ګډون کړی او نه اوس، یوازې په هغو غونډو کې ګډون کوو، چې په رښيتونې توګه د مشکلاتو حل پکښې را وځي.

د دوحې د پلان شوې غونډې په اړه ویلی شو، چې دې غونډه کې د افغان پلاوي نه ګډون د اسلامي امارت استقلالیت او خپلواکي په ډاګه کوي او دا د هغو بلواکو، رټل شويو او تښتېدلو پر مخ درنه څپېړه ده چې کلونه کلونه یې پر بېلابېلو بهانو د افغانانو نمایند ګي کړې او د ځوریدلو افغانانو په سترګو کې یې خاورې شیندلې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *