په لوړو زده کړو وزارت کې زلزله ځپلو ته مرستې راټولې شوې
پرون د لوړو زده کړو سرپرست وزیرشیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم په سپارښتنه د دغه وزارت معینانو، د مرکزي ادارو رئیسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو څخه د هېواد په لوېدیځ، په ځانګړي ډول بادغیس او هرات ولایت کې د زلزلې ځپلو لپاره نغدي مرستې راټولې شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي ادارو مسؤلینو او کارکوونکو پکې ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په هېواد کې د وروستۍ زلزلې په اړه وویل: «د الله تعالی له لوري پر انسانانو په بېلابېلو بڼو امتحانونه راځي، خو موږ باید پر ټولو مصیبتونو او امتحانونو صبر وکړو او د الله تعالی له طرفه یې وبولو.»
نوموړي زیاته کړه چې زلزلې او نور مصیبتونه د قیامت له نښو څخه دي او کله چې په ځمکه کې فساد ډېر شي د الله تعالی له لوري ډول ډول عذابونه رانازلېږي. هغه وویل چې موږ باید استغفار ووایو، توبه وباسو او له ګناهونو لاس واخلو.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې په هرات ولایت کې د زلزلې ځپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي او په دې برخه کې خپله دیني او ملي وجیبه اداء کړي.
د ناستې په پای کې د زلزلې له امله ټولو شهیدانو ته دعاء وشوه او د مسؤلینو او کارکوونکو له لوري په صندوقونو کې نغدي صدقات واچول شول.