اجتماعی

د معادنو استخراج د هيواد اوږدمهالې ګټې خوندي کوي

له تېرو نږدې پنځوسوو کلونو راهيسې چې زموږ په هيواد کې د کودتايي رژيمونو او ورپسې د بهرنيو مداخلو لړۍ، يو په بل پسې روانې دي.

روان

له تېرو نږدې پنځوسوو کلونو راهيسې چې زموږ په هيواد کې د کودتايي رژيمونو او ورپسې د بهرنيو مداخلو لړۍ، يو په بل پسې روانې دي، زموږ د عادی ژوند څپه هم ورسره بدله شوي او د کار او کاري برخو پروګرامونه هم سخت ټکني شوي، داسي او تردې برديده چې که نن له پنځوس کلونو مخکې سره کاري پروژ په برخه کې سره پرتله کړو، نو د هماغه پخواني حالت لس فيصده کاري بوختياوې هم نه دي پاتې او آن چې نښي يي هم نه دي پاتې شوي. ځکه په دغه اوږده موده کې د جګړو په ليکوکې ځيني داسې استخباراتي کړيو ځاي نيولي و چې اصلي هدف يې د هيواد د اقتصادي منابعو له منځه وړل و او طبيعي خبره ده چي کوم څوک او هيواد چې اقتصادي منابع يې و چې او يا هم سختې زيانمنې شي او له فعاليته ولوېږي، فقر، لوږه، بيکاري چې د جګړې ترڅنګ راشي، د ټولنې اقتصادي شاره ګونه پرې کوي او دغه حالت بهرنيو مافيايي کړيو ته زمينه سازي کوي، ترڅو د کار او بشري مرستو په بهانه د عامو خلکو په منځ کې د استخباراتي فعاليتونو په نوم نفوذي لارې پرانيزي او په دغه وسيله د راتلونکې لپاره د خلکو په منځ کې مزدور کسان وروزي او ترڅنګ يې د خلکو له اړينې ورځې په ګټه اخيستنې سره نورې مافيايي پروژې هم په ښکاره او پټه پر لاره واچوي او په اصطلاح چې تورې موخې څاري.

دا تنها افغانانو ستونزي نه، بلکې هر څوک چې دغسې شرايطو کې ښکېل شي له همداسې ستونزو سره لاس او ګريوان کېږي او په ډاګه او د موثقو تجربو او اسنادو پر بناء ويلاي شو چې دغسې حالات په ټولنه کې د ناامنيو او نورو بهرنيو مداخلو او زرګري جګړو سبب کېږي.

اقتصاد د ژوند د قوام په توګه مطرح دې او په لوږه بېکاري او احتياج کې د ژوند قوام له ګواښ سره مخ کېږي، نو په کار دي چې د ژوند اقوام او ټينګښت د ژوند د نورو اړتياوو ترڅنګ په پام کې ونيول شي او د اقتصادي ضعف له لارې ټکني نه شي.

د اقتصادي بسيا، ټينګښت او احتياج حالت د لرې کولو لپاره د اقتصادي منابعو فعالول ډېر اړين دي. په دې اړ زموږ د هيواد په ترځمکه لاندې منابعو ولږ کار شوي دي او که کومه برخه کې کار هم شوې وي، د مافياي او فيوډالي ډلو لخوا شوې وي او خاص اهداف څاري.

په تېرو کلونو کې زموږ ډېري معادن خو يا همداسې پټ پاتې وو او يا هم د مافيايي ډلو لخوا په پټه او آن د خارجيانو په مرسته اسختراج کېدل او بهرته د قاچاق په توګه وړل کېدل او په دغه برخه کې د لوړ رتبه مامورين د خیل وو او آن خپله پرهمدو دواړو هم تورونه لګېدل او د تېر جګړو مهال کې زموږ هيواد د همداسي يو برخليک سره لاس او ګريوان و.

اوس چې د اشغال د دورې په پای کې د اسلامي امارت په راتګ سره د پخواني رژيم مافيايي ډلې ټولې تښتېدلې او هيواد او هيوادوال مو په دې اړه د امنيت او سوکالي احساس کوي، دولتي چارواکو او په تېره بيا د معادنو وزارت مسولينو د معادنو د کنترول او د مافيايي ډلو له خپلسرو استخراجاتو مخه نيولي او د حکومت تر مستقيم نظارت او څارنې لاندې پرې استخراجي پروګرامونه دوام لري. دغه کار او پروګرام د هيواد د ملي شتمنيو د حفاظت او توليدي برخو د بيارغاونې او پر توليدي کار پيل او ملي خزانې ته د هغو د توليداتو ليږدول هغه څه دي چي په ټېرو پنځوسو کلونو کې ناشوني وو او واقعاً چې دا د کار، توليد او ملي شتمنيو د حفاظت په برخه کې لويه لاسته راوړنه ده او بايد لا پراختيا ومومي او هم وستايل شي.

په دغه برخه بايد پردې هم فکر وشي چې تراوسه موږ د خپلو ترځمکه لاندي سرما يو د را ايستلو لپاره بهرنيو او خصوصي سکتورونوته محتاج او دا په خپل ذات کې يوه نيمګړتيا ده او ډېره سرمايه زموږ له لاسه باسي، ځکه خصوصی او بهرني شرکتونه او هيوادونه هم د اقتصادي ګټو او تجارت پر اساس راځې او له حکومت سره قراردادونه امضا کوي او کار کوي او که د خوښي ګټه يې پکښې نه وي، اصلا کارکولو ته نه چمتو کېږي. په دې اړه هم بايد حکومتي چاروا کې فکر وکړي چې څرنګه کولاي شي د معادنو په استخراج کې له بهرنيو او کورنيو خصوصي شرکتونو پرته اوپه خپلو امکاناتو سره دا کار وکړي او دا کار منظم مپلان او روزل شوي پرسونل او همدا رنګه  پانګې ته ضرورت لري چې بايد چارواکې يې په لټه کې اوسي او هغه سرمايې هم چې د ناچاري له امله د ملي خزانې له لاسه وځي، پېرته د ملي خزانې په لور سوق شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *