اسلامی

قرانکریم ته لاس رسی زموږ  حق دی

څرنګه چې یو له هغو څه څخه چې موږ پرې اېمان لرو هغه د الله ج کتابونه دي، کوم چې الله ج بېلا بېلو وختونو کې د بشر د لارښوونې لپاره راغلي دي خو زموږ د زمانې د عمل کتاب قرانکریم دی چې د کایناتو د رب لخوا د درویشت کلونو په موده کې د جبرئیل امین (ع ) پواسطه زموږ پر خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص ) نازل شوی دی .

لیکنه ، حبیب الرحمن رحیمي

څرنګه چې یو له هغو څه څخه چې موږ پرې اېمان لرو هغه د الله ج کتابونه دي، کوم چې الله ج بېلا بېلو وختونو کې د بشر د لارښوونې لپاره راغلي دي خو زموږ د زمانې د عمل کتاب قرانکریم دی چې د کایناتو د رب لخوا د درویشت کلونو په موده کې د جبرئیل امین (ع ) پواسطه زموږ پر خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص ) نازل شوی دی .

همدا عظیم کتاب د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم پر امت خپل حقونه لري ،ایمان او تعظیم ، تلاوت او ترتیل ، په قرانکریم ځان پوه کول ،تذکر او تدبر ، اطاعت او پیروي ، تبلیغ او تبین او د قرانکریم څخه دفاع کول دي، خو موږ دلته یواځې د تلاوت او ترتیل څخه څه نا څه یادونه کوو .

څرنګه چې د قرانکریم تلاوت او ترتيل د همدې الهي کتاب هغه حق دی چې هرمسلمان یې پخپل ورځني مهال وېش کې ولري، خو د دې لپاره چې دا چاره په ښه توګه ترسره شي، قرانکریم ته لاسرسی ډېر اړین دی خو دا چاره هغه وخت ناشونې کېږي کله چې موږ په سفر کې یا له خپله ځایه بېځایه شوي یاست ځکه دا وخت همدې کتاب ته لاسرسی محدودېږي خو موږ د یوشمېر لاملونه له امله چې قرانکریم د درناوی مو کړی وي، له ځان سره وړلی نشو، نو په همدې موخه د لاندې ټکو یادونه کوو.

څرنګه چې مېلمه پر کوربه حق لري چې د لمانځه او قرانکریم د تلاوت موکه ورته برابره کړي خو همدا شان موږ هم د هوټلونو او شپه غالو پر څېښتنانو حق لرو چې موږ ته جاینماز، قبله او د تلاوت په موخه قرانکریم او دیني اذکارو موکه برابره کړي خو په داسې حال کې چې په ګڼ شمېر هوټلونو کې دا څه په نشت حساب دي، له مسئولینو مو هیله دا ده چې په دې چاروکې ګړندي شي او دا فرهنګ را سره دود کړي .

په ټولو هغو تم ځایونو کې چې هلته د قرانکریم ادب پر ځای وي المارۍ جوړې شي ترڅو چې د تلاوت وروسته د قرانکریم  او نور د شرعې برابر کتابونه هلته د ادب سره سم په منظم ډول هلته کېښودل شي ځکه تر بې ځایه وخت تېرولو د قرانکریم تلاوت یو غوره عمل دی .

همدا شان په متدینو خلکو، سوداګرو او نوروهېوادوالو غږ کوو چې د قرانکریم  او نور د شرعې برابر کتابونو په هدیه کولو کې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو ټولو متدینو مسلمانانو ته د قرانکریم  د تلاوت ، زده کړې ، رسونې او نورو موکه برابره کړو .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *