افغانستان
زابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولايت په مرکز قلات کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د زابل ولايت په مرکز قلات کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې درې ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د طوفان هريرود او شېخ متي بابا الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شېخ متي بابا لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي او موخه يې له نشه يي توکو سره مبارزه ياده شوې ده.