افغانستان
سرې میاشتې پر زړه سوري ۱۰ ناروغ ماشومان روغتونونو ته ور وپېژندل
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولین وایي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان یې د کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولین وایي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان یې د کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.
دغه ټولنې په خپله ټویټر پاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره وېیلي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰ ماشومان، پلازمېنه کابل کې دماشوم روغتيا اندراګاندي او فرانسویانو روغتون ته د عملیاتو او درملنې په موخه ور پېژندلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، د درملنې په موخه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۵۹۱ ماشومان، پلاﺯزمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي. د يادونې وړ ده، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د هر ناروغ د درملنې او پایواز لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.