سیاسی

د سره یرغل د کلیزې په مناسبت روسان په افغانستان د خپل تیري په ترڅ کې له نړیوال شرم سره مخ شول

د جغرا فیایی موقعیت اوسوق الجیشي اهمیت په لحاظ افغانستان یوداسې ملک دی چې تل د نړۍ نیواکګرو او ښکیلاک ګروترحملواوتاړاکونولاندې راغلی خوورسره سم یې په ګورستان هم اوښتی دی ، د نړۍ ټول تاریخونه په دې حقیقت ګواه دی چې افغانستان اشغال شوی خوپه خلاصومټوکوم اشغالګرپرې حکومت نه دی کړی

د جغرا فیایی موقعیت اوسوق الجیشي اهمیت په لحاظ افغانستان یوداسې ملک دی چې تل د نړۍ نیواکګرو او ښکیلاک ګروترحملواوتاړاکونولاندې راغلی خوورسره سم یې په ګورستان هم اوښتی دی ، د نړۍ ټول تاریخونه په دې حقیقت ګواه دی چې افغانستان اشغال شوی خوپه خلاصومټوکوم اشغالګرپرې حکومت نه دی کړی له اسکندرمقدوني را نیولې بیا ترنن پورې چې هر زورور چې ورته غلیم شوی له غوڅې اوشرمنده تاریخي ماتې پرته بل څه په لاس نه دي ورغلي ، دا څرګند حقیقت دی چې یرغلونه هېڅکله مثبت اړخ نلري اونه کوم تاریخ په نیکۍ ستایلي ، بلکې د منفي پدیدوپه توګه یې په تاریخ پاڼوکې په تقبیحي متن سجل کړي ، یرغل اوتیری د نړیوالوتاریخونوپه پاڼوکې هغه بدې کرغیړنې اومنفي پیښې دي چې له شک پرته له ویجاړیواوبېرانیو پرته یې بله هېڅ کومه مثبته لاسته را وړنه په ځای نه ده پرآېښې .

د افغانستان شمال پلوسابیریا ته څیرمه پرتې تزاري روسیې چې کله دماورای النهرد یوشمېراسلامي هېوادونوپه لاندې کولووتوانېده نوسترګې یې وغړېدې اود هند بحرته د رسېدلوهیله ورسره پیدا شوه ، اوخپلودې ناولیو موخوته د رسېدو په تکل د مناسب فرصت په لټه کې شول له افغانانوسره ددوستۍ اوحسن همجوارۍ اقتصادي ، نظامي ، فرهنګي اوسیاسي تړونونه لاسلیک کړل، په نظامي برخه کې د افغانستان داردو ټولې وسلې اونظامي تجهیزات له شوروي اتحادواخیستل شول داردویونیفورم روسی شو ، په اقتصاد برخه کې (افغان ـ ګاز) شوروي ته صادرشو اود یوشمیرنوروعام المنفعه تاسیساتولکه د سالنګ تونل ، د اردو د څلورسوه بستریزروغتون اود کابل د مرکزي سیلوجوړول هم شامل وو، په سیاسي برخه کې یې د امیرامان الله خان د واکمنۍ په مهال ددوستۍ یوشمېرتړونونه لاسلیک کړل اوپه بهرني سیاست کې هم تریوه بریده د شوروي له سیاست نه پیروي وشوه ، خوپه فرهنګي برخه کې روسانوهغه (نادودې او نا ولدې ) ترسره کړې چې په یقین سره افغانستان یې د هلاکت اوبربادۍ تروروستي بریده ورساوه ، دوی د خپل سفارت د فرهنګې برخې له لارې د مارکسیزم د مترقي (!) آیډیالوژۍ ترچترلاندې د افغان ځوانانود تشو ذهنیتونو اغوا کولوته ملا وتړله ، هغه شمیرځوانانوچې په ایمان اوعقیده کې څه کمزوري غوندې وو د کمونیستي مفکورې د منلو په لوریې میلان پیدا کړ، روسانوپه پیل کې دخلق اوپرچم په نامه دوه الحادي ګوندونه اوترڅنګ یې د ستم ملي اوشعله جاوید په نامه دوه نورګوندونه چې غړي یې مائویستان اوقومي بیلتون غوښتونکي بلل کېدل هم د روسانو د لاس نیالګي وخوپه ظاهره د چین لخوا روزل کېدل ، دغه ناروا اود ملک له ملي او معنوي ارزښتونونا خبره ځوانانو په دولتي ادارو پوهنتونو اوآن لیسوکې خپلوځانو ته د ورته ناخبره ځوانانو په جلب اوجزب پیل وکړچې په لږ موده کې یې په افغاني ټولنه کې داسې منفي تحول را ووست چې په یوه حزب کې غړیتوب په داسې (موډ) بدل شو چې ددوی په وینا اوذعم (!) بېطرف به بې شرف ګڼل کېده ، نا خبره افغان ځوانانوبه په واسطوځانونه په دغه ګوندونوکې شاملول اوهغه کس به چې په کوم حزب کې نه و سیاسي مطالعه به یې نه درلوده دهغه شخصیت به په هیڅ حساب وو ، ملنډې به پرې وهل کېدې اود منځنیو پېړیود شرایطو پیروبه ګڼل کېده ، خوله لویه سره په افغانستان کې دروسانوموخه د کمونیزم د آیډلوژۍ خورولو ته دومره نه وه تکیه ، بلکې په کمزوریو افغانانو یې ددې لپاره عقیدتي کار روان کړی وو چې په راتلونکې کې یې له جغرا فیا څخه د هند تودو اوبو ته د رسېدو په تکل دیوې ډاډمنې ګذرګاه په توګه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي ، همداسې هم وشول ، په ۱۳۵۶ کال روسانود خلق او پرچم منشعبې الحادي ډلې سره یوځای کړې او د ۱۳۵۷ کال د غویې په ۷ نیټه پرته له دې چې د ملک ملي نوامیس او ارزښتونه په پام کې ونیول شي دشوروي داستخباراتو( KGB )    په مرسته یې دیوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې د افغانستان قانوني حکومت را نسکوراو په ځای یې د کمونیزم اشتراکي نظام را منځ ته شو، له پلا ن سره سم له څه مودې وروسته د خلق او پرچم ترمنځ دوهم ځلي انشعاب را منځ ته شواودپرچم غړي اکثره په اروپایې هېوادونو کې سفیران شول او وروسته دستورورکړل شوچې دسفارتونوبودیجې چورکړي اوټول ماسکو ته راشي، روسانو په ډاډه زړه په ببرک افغانستان ته د یوې عبوري وسیلې په توګه کارپیل کړاو امین د CIA غړی وبلل شو څو د ۱۳۵۸ کال د جدې په شپږم ماښام د ټولونړیوالوموازینو خلاف روسانوپه افغانستان وسلوال اوبربند تیری وکړ، روسانوخو پتیلې وه چې افغانستان دغه وړوکی هېواد به له مقاومت پرته ژرلاندې اووروسته به د سمندرپه لور ورشیوه شي خو یوازې له څو ورځو وروسته د حوت په درېیمه افغانانود کابل په ښارکې په خپل پاڅون اود (الله اکبر) په ملکوتی نعرو دوی ته وښودله چې له افغانستان څخه به یوګام هم دخپل هدف په لوري پورته نکړئ ، دوی په افغانستان کې د۹کالو او پنځوس ورځو په موده کې په داسې جګړو کې ښکیل پاته شول چې نړیوال یې په ننداره او دتودواوبولاره د جګړو په تورتمونو کې ترې ورکه شو ٬ شوروي په افغانستان کې د۱۴۰۰۰انساني تلفاتو ۲۷۰۰۰ټپیانواومعلولینو ۲۰۰ تري تامو تر څنګ یې دمیلیاردونوډالرو مالي خسارې په تحملولو سره د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په پنځلسمه نیټه په ۱۱بجو او پنځه پنځوسو دقیقو په داسې حال کې چې د شل کلن روسي عسکر (ایګورلیا خوویچ ) تابوت چې یوه ورځ د مخه په افغانستان کې د شوروي د وروستي قرباني عسکر په توګه د ټانګ په بدنه ایښی و د جنرال ګروموف په مشرۍ د افغان شوروي ددوستۍ (!) د پله له لارې لاس ترپښو اوږده ازبیکستان ته پوریوتل او په دې توګه زموږ د هېواد اشغال پای ته ورسېد. په افغانستان وسلوال تیری او په دغه ملک کې ناکامي روسانو ته د خپلې امپراطورۍ د پاشل کېدو په بیه تمام شوه، دافغانستان جنګ و چې د نړۍ تر اشغال لاندې هېوادونو ته یې هم د آزادۍ اواستقلال الهام وروباښه، په کابل کې داکتر نجیب په واک کې وچې د ماورای النهرټولوهېوادونو یوپربل پسې د شوروي له سلطې خپله آزادي اعلان کړه، د برلین دیوال ړنګ شو، د وارسا پکت په نړیواله کچه په لړزه اومخ په ورانېدوشو، جهان یوقطبي شو دا ټول روسانو پخپله په ځان وکړل، د افغانستان په جنګ کې روسانو ته د ځاني او میلیاردونو مالي خسارې تر څنګ هیڅ په لاس ورنغلل پرمختللې جنګي ماشین یې چې ددوهمې نړیوالې جګړې را وروسته محرم و نړیوالو ته په (هیڅ ) ورڅرګند شو

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *