گزارش

پاکستان کې تازه مېشت افغانان وايي اخترونه یې بې خونده وي

ځينې هغه افغانان چې د نورو هېوادونو په نیت په پاکستان کي مېشت دي وايي، سږ اختر به يې کم ‌رنگه وي. دوی له هېواده لروالي او ناوړه اقتصادي وضعيت سره خپل راتلونکی بې سرنوشته ګڼي او له نړیوالو غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.

ځينې هغه افغانان چې د نورو هېوادونو په نیت په پاکستان کي مېشت دي وايي، سږ اختر به يې کم ‌رنگه وي. دوی له هېواده لروالي او ناوړه اقتصادي وضعيت سره خپل راتلونکی بې سرنوشته ګڼي او له نړیوالو غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.

ډېر افغان کډوال په ګاونډي پاکستان او ایران کې میشت دي چې له میاشتو انتظار وروسته یې لا هم اروپايي او نورو هېوادونو ته د انتقال پروسې څرک نه تر سترګرو کیږي.

پیمانه امیني هم يوه مهاجره ده، چي پاکستان ته کډواله شوې. نوموړې د اسلام آباد ښار اړوندې سیمې په یوه پلورنځي کې کار کوي او هدمره مزدوري ورکول کېږي چې د هغې په خبره یې کورنۍ پرې يوه ورځ ژوند وکړي.

امیني وايي: «لومړی اختر دی چې له وطنه لرې یې تېروم. هر کال به اختر ته لیواله وم، نوې جامې به مو وکړې، د خپلوانو کورونو ته به تللو، مېوې او خوراکي توکي به مو پېرل، خو دا ځل راباندې اختر په کډوالۍ کې راغلی. دلته نه خپلوان شته، نه هغه لیوالتیا او د بد اقتصادي وضیعت  له امله هېڅ نه شوو رانېولی.»

احسان انوري، بل هغه افغان کډوال دی چې، له کابو یوه کال راهیسې په پاکستان کې اوسېږي. نوموړی تر اوسه د کار په پیدا کولو نه دی توانېدلی، خو هیله لري چې اروپا ته یې د تګ کار وشي، چې

د بې سرنوشتۍ له ژونده خلاص شي. انوري دویچه ویله ته ووېیل: «دلته چې کوم افغانان دي د ټولو زړونه دردېدلي، هغه مزه چي خپل وطن کي له خپلواوانو سره وي دلته نشته .»

د نامعلوم برخلیک سختې شیبې:

پاکستان کې افغان کډوال د کورونو نه موندلو له امله تريخ ژوند لري، په پاکستان کي میشت سید اسمعیل ارین يو بل افغان کډوال وايي چې، د کډوالۍ ژوند عادت کړل چې هڅه وکړي او که له وطنه لري هم وي خپل راتلوونکی جوړ کړي: «دمسافر اختر سخت وي، مګر موږ هم باید خپل هڅه وکړو تر څو خپل رسم او دود ژوندی وساتو، دا د مسلمانانو د خوشالۍ ورځ ده، نو موږ هم باید خپل تر توان دا ورځ

ولمانځو.»

نوید شفیع ‌زاده بیا هغه افغان دی چې له نویو هيلو سره یې په پاکستان کي ژوند پیل کړی دی. هغه چې له یوې مودې راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام  آباد کې له یوې افغان نانوايي سره کار کوي، د خپل ژوند د پرمخبیولو له پاره عاید ترلاسه کوي.

پر افغانستان سربېره، ایران، ترکیه او تاجیکستان له هغوو هېوادونو دي چې، زیات شمېر افغان ور کډوال شوي او په دغو هېوادونو کې د مهاجرت سختې شپې او ورځې تېروي.

د شمېرو له مخې په پاکستان او ایران کې لا دمخه په میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي.

د يادولو وړ ده چې د ترکیې په شمول، پاکستان او ایران په دې وروستیو کې د ناقانونه افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ته شدت ورکړی دی.

په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکې بې‌کاري،وچکالي او خراب اقتصادي  وضعیت د دې سبب شوی چی دهېواد ډېر ځوانان ان د خطرونو په قبلولو سره نورو هېوادونو په تیره بیا اروپايي هېوادونو ته ناقانونه مهاجرت

وکړي.                دویچه وله

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن