سیاسی

د نړۍ هر يرغلګر د افغان ولس پروړاندې ماته خوړلې

افغان ملت د تارىخ په اوږدو کې تل د پردیو زورواکو او ځان غوښتونکو یرغلگرو له بی رحمه، ناروا او د هرراز انساني اصولو او ارزښتونو پرخلاف له وحشي تاړاکونو سره مخامخ شوى، خو تاریخ شاهد دى چې باتوروافغانانوتل د ملي ىووالي په عالي روحیه او د هېواد پالنی په ځانگړي احساس سرښندونکې مبارزې کړي او د پاک خداى «ج» په مرسته،

افغان ملت د تارىخ په اوږدو کې تل د پردیو زورواکو او ځان غوښتونکو یرغلگرو له بی رحمه، ناروا او د هرراز انساني اصولو او ارزښتونو پرخلاف له وحشي تاړاکونو سره مخامخ شوى، خو تاریخ شاهد دى چې باتوروافغانانوتل د ملي ىووالي په عالي روحیه او د هېواد پالنی په ځانگړي احساس سرښندونکې مبارزې کړي او د پاک خداى «ج» په مرسته، فضل او کرم سره یې د یرغلگر دښمن پر وړاندې ىې تل برى موندلى دى، البته د روان لمریز کال د سلواغی میاشتې شپږویشتمه نیټه چې د ۲۰۲۴ زیږدیز  کال دفبروري له ۱۵ مې نیتې سره برابره ده، په افغانستان كی د سرو لښکرو د ماتې او له دغه هېواده د تیښتې له ورځې سره سمون خوري، ځکه چې له نن څخه ۴۴  کاله وړاندې د ( ۱۳۵۸) لمريز کال د مرغومې په شپږمه نیټه چې د (۱۹۷۹) زيږديز کال د دسمبر له ۲۷ مې نیټې سره برابره ده د پخواني شوروي اتحاد سرولښکرو هم د انگريزانو د یرغل په څیر د هوا او د حیرتانو او تورغونډۍ له لاری پر افغانستان يرغل کړي و، خو د افغانستان مسلمان او پر آزادۍ مين ملت سراسري پاڅون وکړ او د هجرت او جهاد لاره یې غوره كړه. د شوروي اتحاد وحشي لښکرو ددې ملت په بمبارولو او عامه وژنو لاس پوری کړ، په زرگونو بیگناه مسلمانان یې په ډله ييزه توگه په کندوکې وغورځول اود بلدوزرو په وسيله یې تر خاورولاندې كړل، په افغانستان کې داسې کلی او سيمه پاتې نه شوه چې د شوروي اتحاد زغره والو ټانکونو او جیټ الوتکو حمله او يرغل نه وي ور وړی، خو لکه څنگه چې د افغانستان مسلمان او قهرمان ملت مرگ ته د غلامۍ له ژوند څخه ترجیح ورکوي، نو دغو وحشیانه او عامه وژنو د دوئ د ایمان او سرښندنې په ولولو کې هیڅ ډول سستي رانه وستلي شوه او د سرو يرغلګرو په مقابل كی یې دخپل هېواد د آزادۍ لپاره يو نيم ميليون شهيدان وركړل اوپه ميلونونو نور افغانان معيوب، معلولو او يتيمان شول، دغه راز یې کلي او کورونه په کنډوالو بدل شول، ټول اقتصادي تاسيسات یې له منځه ولاړل، خو بيایې هم خپل سپيڅلي جهاد ته تر هغو پورې  ادامه ورکړه چې د شوروي سرولښکرو ماتې وخوړه او له افغانستان څخه یې د تیښتې لاره غوره کړه. د افغانستان  له سپیڅلي جهاد څخه د محکومو ولسونو د آزادۍ مدرسه جوړه شوه، د نړۍ په نقشه کې د شوروي اتحاد نوم ورک شو، د لينن مجسمه رانسکوره شوه، د جرمني هېواد مرکز د برلين ښار په خیټه کې د ختيځ او لویديځ جرمني په نامه درول شوی ديوال ونړول شو او له څلویښتو کلونو راهيسی د روسیې له حاکميت نه وروسته د چکوسلواکې د خلکو پاڅون روسي تسلط ته د پای ټکی کېښود، لنډه داچې نړيوال په دې وپوهیدل، کوم ولسونه چې په خپله غلامۍ ته غاړه کې نږدي هیڅکله هم په زوره غلامي پرې نه شي تپل کېدای. اوس شوروي اتحاد ورک شوی، خو افغانستان لاژوندی دی او د افغانانو په زړه کې د اسلام ژوند بښونکی روح چلیږي، ښکېلاکگرو که د تاريخ په اوږدوکې په دې اسلامي او آزاده خاوره هر څومره يرغلونه وکړل، خو په پای  کې يرغلگر نيست او نابود شول او افغانستان د يو اسلامي او آزاد هېواد په توگه سرلوړی پاتی شو او څو چې دا دنيا ودانه وي افغانستان به ژوندی وي، البته دایو رښتینی واقعیت دی چې افغان ویاړلي ولس د تاريخ په اوږدو کې تل د پرديو زورواکو او ځان غوښتونکو  يرغلگرو له بې رحمه، ناروا او د هرراز انساني اصولو او ارزښتونو پرخلاف له وحشي تاړاکونو سره مخامخ شوي، خو تاريخ شاهد دی چې باتورو افغانانوتل د ملي يووالي په  عالي روحيه او د هېواد پالنې په ځانگړي احساس سرښندونکې مبارزې کړي او د پاک خداي «ج» په مرسته، فضل او کرم سره یې د يرغلگر دښمن پر وړاندې تل بری موندلی دی.

د یادونې وړ ده چې د روسانو له یرغل څخه وروسته د امریکا په مشري د ناټو غړو هېوادونو هم پرافغانستان یرغل وکړ چې دوی هم له ماتې سره مخامخ شول او اسلامي امارت په ټول افغانستان واکمن شو، بناً اوس چې په هېواد کې شکر الحمدلله د یو اسلامي نظام درلودونکي یو، پاک خداي «ج» دی تل گران افغانستان آباد، ودان، سمسور، ښيرازه او ژوندی ولري او رب العالمين دې په خپل كامل قدرت دغه جگړه ځپلی هیواد او افغان مظلوم ولس په راتلونکې کې له هرراز جګړه ییزو کشالو څخه وژغوري ترڅو ویاړلي افغانان د سولې په نیکمرغه فضا کې آرام، سوکاله او هوسا ژوند پرمخ بوزي او په خورا خوښۍ او خوشحالۍ ترینه خوند واخلي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *