اسلامیمقالات

په اسلامي شریعت کې د ګاونډي حقونه

دمسلمانانو په توګه باید په دې پوه شو چې؛ د ټولنې نیکمرغي په څه کې ده او د خپل منځي اړیکو پالل څه ګټه لري او ګاونډیان په مونږ څه حقونه لري، البته د ټولنې د افرادو ترمنځ د محبت راوستل ددغو حقونو او نورو حقونو چې په اسلام کې راغلي دي د اداکولو پرته ژوند په واقعي معنا په ښه ډول پرمخ نشي تللی؛ یقینآ ډیر خلک د ګاونډیو په اړه بې تفاوته دي، تردې چې د خپل دیوال په دیوال ګاونډي د نوم نه بې خبره دي او یو ګاونډی د بل ګاونډي حقوق تر پښو لاندې کوي، پیغمبرصلی الله علیه وسلم ګاونډي ته د نیکي په اړه ابوذر ته خطاب کوي فرمایي:« یا اباذر اذا طبخت مرقة فاکثرماءها و تعاهد جیرانک»

(رواه صحیح مسلم، حدیث: ۲۶۲۵ )

ژباړه:« ای ابوذره! کله دې چې خوروا پخه کړه اوبه یې زیاتې کړه او ګاونډی دې یاد کړه» نو دسولې، صفا، وحدت او پیوستون، صداقت او رښتیا ویل یې په ټولو کارونو کې لازم ګڼلي او یو د بل څخه حمایت، مرسته، لاس نیوی، فردي او اجتماعي حسنه اړیکې درلودلو باندې توصیه کوي، ترڅو هیڅوک د ایمان قوت په درلودلو سره د خپل حد څخه پښه وانه ړوي او د ګاونډي حقوق نقض نه کړي. د اسلام دین د ګاونډیانو لپاره څه حقونه ټاکلي دي د ګاونډي حق او شمیر یې ټاکلی او ټول هغه کسان چې د مسلمان سړي د کور ښي، کیڼ سره او ښکته طرف ترڅلویښت کورونو پورې چې دي، د هغه ګاونډي بلل کېږي او دهغوی حق ادا کول واجب دی. په اسلامي شریعت کې د ګاونډي حقونه څه ډول معرفي شوې دي؟ په دې هکله لاندې مطالب مو د ذهني معلوماتو په بډاینه کې ګټور اغیز پرځای پریږدي:

په اسلامي شریعت کې د ګاونډي حقونه په لاندې ډول دی

مساعدت: د ګاونډیو په وړاندې یو مهم مسولیت دادی: چې کله فقیر او اړوي د وس په اندازه خواړه، پوخاک او استوګنځی ورته تیار شي او د داسې مسولیت ادا کول د ضروري ستونزو حل او اړتیاوو لرې کولو په لاره کې شرعي واجب دی او هغوی سره د همدردي ښه احساس شمیرل کېږي.

د الله «ج» رسول فرمایلي دي: « لیس المومن من یشبع و جاره جایع الی جنبه » – شعب الایمان البیهقي، حدیث: ۳۳۸۹) څوک چې موړ په بالښت سر کېږدي او پوه شي چې ګاونډی یې وږی وي مؤمن نه دی، په بل حدیث کې راغلي دی: « و عن عبدالله بن عمر رضی الله عنهما قال ؛ قال رسول الله خیر الاصحاب عندالله تعالی خیرهم لصاحبه وخیر الجیران عندالله تعالی خیرهم لجاره» – سنن الترمذی، حدیث: ۱۹۴۴)

د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما؛ روایت دی چې رسول الله وفرمایل: د الله په وړاندې ډیر ښه خلک هغه دي چې د خپل یار سره ډیر ښه وي او ډیر ښه ګاونډي د الله په وړاندې هغه دي، چې خپل ګاونډي سره ډیر ښه وي.

امانت پالنه: کله کله ګاونډیان د سطل، تیشې، دیګي، لوښې، مالګه او نورو په څیر توکو او څیزونو ته اړتیا پیداکوي، چې لازمه ده ګاونډی په ورین تندي دغه شیان د ګاونډي په واک کې ورکړي او په هیڅ توګه کنجوسي او تمه ونکړي. دشک پرته کوم کسان چې قرآني فکر او اندیښه لري د ګاونډیتوب حق په واقعي معنا سره رعایت کوي، د ګاونډي مصایب او ستونزې خپل مصایب او ستونزې ګڼي او دلرې کولو لپاره یې ژر او عملي اقدام کوي چې په دې توګه به ګاونډی هیڅ ډول نارامي او پریشاني د تل لپاره نلري.

عفو او بخشش : مسلمان باید د ګاونډي په خطاګانو، ښویدنو باندې سترګې پټې کړي، بدي اوغلطي ته یې د تیریدنې او بردباري په سترګه وګوري، یقینآ کوم مسلمان چې دده ګاونډي دده په حق کې خیانت او ناپوهي کړې، دهغه څخه تیریږي، بدي یې کړې، له هغه سره ښیګڼه کوي، ظلم یې کړی ورته بښنه کوي، نو دا کس د اخلاقي مراتبو په لوړ پوړ کې دی، په دنیا او اخرت کې د سعادت او نیکمرغۍ په ډیرو اوچتو پوړیوکې ځای لري، دا په دې معنا ده چې: د مرستې او همکارۍ څخه امتناع وکړي او د اړتیا وړ شیانو نه ورکول ګاونډي ته ډیر ناوړه کار دی او کوونکی یې د آخروي مجازات مستحق دی.

ګاونډیوته ډالۍ ورکول : ډالۍ د الفت پیداکولو یو ستر لامل دی، ځکه داسې کار د ګاونډیانو د تفاهم روحیه تقویه کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې هکله فرمایلي دی: « عن عائشة ( رضی الله تعالی عنها): قلت یا رسول الله ان لي جارین فالی آیهما آهدي؟ قال الی آقربها منک بابا» صحیح البخاری، حدیث: ۲۲۵۹-

د حضرت عایشه«رض» نه روایت شوی وویل: یا رسول الله دوه ګاونډیان لرم کوم یو ته یې ډالۍ واستوم؟ ویې فرمایل: د کوم یو چې دروازه یې تاته نږدې ده.

همداشان د ګاونډي په واسطه د بل ګاونډي توهین او سپکاوی په اسلامي دین کې کوم ځای نه لري او مسلمانان یې د ناوړه کارونو او ویناو څخه چې د ګاونډي د ناراحتي او آزار سبب ګرځي منع کړي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:« یآ نساء المسلمات لا تحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة »

«صحیح البخاري، حدیث: ۲۵۶۶- او صحیح مسلم، حدیث: ۱۰۳۰»

ای مسلمانو ښځو هیڅکله د خپل ګاونډي سپکاوی مه کوئ، حتی د پسونو دسم هم سپکاوی مه کوئ.

د ګاونډي له آزار او ځورولو څخه ځان ساتل لازم او مطلوب کار دی: د خلکو ځورول حرام کار دی. مسلمان هیڅکله ځان ته اجازه نه ورکوي چې نورو خصوصآ ګاونډیانو ته زیان ورسوي او وې ځوروي، ځکه د نورو ځورول د کینې او دښمنۍ لار هواروي او غالبا غچ اخستنې ته اړباسي او کله هم زیاتې ستونزې ټولنیزو اړیکو لپاره راوړي.

یوه ورځ  یو سړي د ځان لپاره یو لوی کور چې ډیر ښکلی ؤ واخیست، لویه حویلۍ او دمیوو ونې  یې درلودې، په ګاونډ کې یې یو زوړ کور ؤ چې حسود څښتن یې درلود او تل یې هڅه کوله چې د خپل ګاونډي وختونه ترخه کړي او د خپل کور کثافات یې دهغه د کور څنګ ته غورځولو سره هغه ځوراوه، صالح ګاونډي یوه ورځ سهار خوشحاله له خوبه پاڅیده او کله هم چې د خپل باغ انګړته لاړ ګوري چې د چټلیو ډک سطل هلته شته، په لومړي قدم کې یې هغه سطل پاک کړ، بیا یې هغه د خپل باغ د تازه او پخو میوو څخه ډک کړ چې ګاونډي ته یې یوسي، کله چې ګاونډي دده د دروازې وهلو غږ واوریده خوشحاله شو او ځان سره یې فکر وکړ شاید داځل ګاونډی یې د دعوا لپاره راغلی وي.کله یې چې ور پرانیست سړي هغه ته د تازه او پخو میوونه ډک سطل ورکړ، وېې ویل: هرڅوک هغه څیز نوروباندې ویشي چې زیات ولري… ګڼ حدیثونه ګاونډي ته د ضرر رسولو د حرمت په اړه راغلي دي، د بیلګې په توګه لاندې حدیث ته پام وکړئ:« وعن آبي هریرة رضي الله عنه آن النبي قال: والله لایؤمن، والله لایؤمن، والله لایؤمن، قیل من یا رسول الله ؟ قال الذي لایامن جاره بوائقه) – صحیح البخاري، حدیث: ۶۰۱۶-

قسم په الله «ج» ایمان نلري، ایمان نلري، ایمان نلري، وویل شول: څوک یا رسول الله! وېې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی دهغه د آزار، ځورولو او شرڅخه په امان نه وي.

مسلمانه کورنۍ په پوره ډول د ګاونډیانو حقونو ته ژمن وي هغه شان چې د الله پیغمبر بیان فرمایلی دی:

(آتدرون ماحق الجار؟ ان استعان بک آعنته و ان استنصرک نصرته. و ان استقرضک اقرضته وان فتقرعدت علیه و ان مرض عدته و ان مات اتبعت جنازتة وان اصابه خیر هناته وان آصابته مصیبة عزیته ولاتستطل علیه بالبناء فتحجب عنه الریح الا باذنه واذا اشتریت فاکهة فاهد له، فان لم تفعل فادخله سرا، ولایخرج بها ولدک لیغیظ بها ولده ولا تؤده بقتار قدرک(رائحة طعامک) الا ان تغرف له منه ثم قال: آتدرون ماحق الجار: والذي نفسي بیده لا یبلغ حق الجار الامن رحمه الله)

– شعب الایمان للبیهقي، حدیث: ۹۵۶۰، جامع الاحادیث للسیوطی، حدیث: ۴۱۰ ، او ۳۹۹۳۳ –

پوهیږئ چې د ګاونډي حق څه دی؟  کله چې ستانه مرسته وغواړي، نومرسته ورورسوه وکړو، که پور یې وغوښت پور ورته ورکړه کله چې لاس یې تش شو هغه سره مرسته وکړه، کله چې رنځور شو نو پوښتنې ته یې ورشي که کومه خوشحالي یې په برخه شوه مبارکي ورته ووایه، کله چې کوم مصیبت وویني نو ډاډینه ورته ورکړی، چې مړ شو جنازې سره یې لاړ شه خپل کور دهغه په سر مه اوچتوه چې باد پرې ودروي، مګر دهغه په اجازه، هغه د خپلو خوړو په بوی آزارنکړي مګر داچې څه برخه هغه ته هم ورسوي، که میوه دې را نیوله هغه ته یې هم ډالۍ کړه او که داسې دې نه کول، نو هغه په پټه کورته یوسه او ځوې دې د مېوې سره باید بهرته ونه وځي ترڅو دهغه ځوې غصه نه کړي او په خپلو خوړو سره هغه ونه ځوروي، مګرهغه ته هم یو لوښی وروړي، بیا یې وفرمایل: څه پوهیږي چې د ګاونډي حق څه دی؟ قسم په هغه ذات چې زما ځان دهغه په لاس کې دی، څوک د ګاونډي حق نشي پرځای کولای مګر هغه چې الله پرې رحم وکړي.

ګاونډی په خپلو ګاونډیانو باندې دا حق لري چې په سختیو کې هغه سره مرسته وکړي او په خوښیو کې یې ګډون وکړي، کله چې د تیري لاندې راشي مرستي ته یې ورشي، کله هم چې کومې اشتباه او انحراف سره مخ شي هغه ته لارښوونه وکړي او صحیح لاره ورته په ګوته کړي، کله چې کومه بریا ترلاسه کړي مبارکي ورته ووایي او کله چې کوم مصیبت ور پیښ شي هغه ته ډاډینه ورکړي او د رنځورتیا په مهال یې پوښتنه وکړي او د مشکلاتو بار یې کم کړي، ددغو حقوقو مراعاتول د ګاونډیانو ترمنځ د ګډون او ایماني او عملي همغږي څرګندونه ده.

د ګاونډ پالنې اهمیت: قرآن کریم دغه الهي تل پاتې او همیشنی کتاب د الهي پرستش، مور او پلار سره د احسان او خپل خپلوانو سره د احسان کولو ترڅنګ د ګاونډي په حق کې د نیکي او احسان توصیه هم کوي، لکه چې فرمایي:« د النساء سورت: ۳۶ آیت »

او خدای وپالئ او هیڅ څیز دهغه سیال مه ګڼئ او د مور او پلار، خپلویتیمان او مسکینانو او نږدې ګاونډي، لیرې ګاونډي او ملګري او غریبانو او مسافر سره نیکي وکړئ، د بنده ګي او د والدینو سره نیکی په څنګ د ګاونډي حق مراعاتولو مسئله یوځای کول ددې نښه ده چې ګاونډی د قرآن له نظره ډیر اهمیت لري.

هسې نه چې ګاونډی دې وږی بیده شي: نه ښایي مؤمن د خپل ګاونډي نه بغیر موړشي(او ګاونډی وږی وي) پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ما آمن بي من بات جاره جائعا الی جنبه وهویعلم). «جامع الاحادیث: حدیث: ۲۵۶۵۷»

ایمان نه دی راوړی هغه څوک چې موړ بیده شي او ګاونډی یې څنګ کې وږی وي او دی پوه هم وي، اوهم یې وفرمایل: د کوم کلي خلک ماړه ویده شي په داسې حال کې چې په دوی کې یو وږی ویده وي الله«ج» هغوی ته د قیامت په ورځ د رحمت نظر نه کوي.

پایله :  مؤمنو مسلمانانو ورونو او د رب العالمین رښتینو بنده ګانو! د ګاونډي حقونو مراعاتولو او دهغه ازار او ځورولو څخه د ډډه کولو په اړه د اسلام مقدس دین لارښوونو او ارشاداتو ته په پاملرنې سره مونږ ټولوته اړینه ده چې په رښتینې ایمان، ښه اخلاقو، مهربان زړه د خپلو ګاونډیو په وړاندې مسکا وکړو، دهغوې مرستې ته ودانګو، آبرویې وساتو، اشتباه ګانې یې پټې کړو په رنځونو کې یې وپوښتو، په اړتیاوکې یې مرستې ته ورودانګو، په مصیبتونو کې یې ګډون وکړو او په ټولو کارونو کې یې څنګ کې واوسو، هیڅ ځور ورنه کړو د ځان لخوا تل ډاډ ورکړو او خپله کورنۍ او اولادهم په همدې خدای خوښې تګلاره وروزو ترڅو وکولای شو د مینې، محبت او ورورګلوي نه ډک چاپیریال ولرو او په آرامه زړه او ذهن د یوبل په څنګ کې خپل ژوند لاخوږ او ښکلی کړو او خپل پالونکی رب العالمین له ځانه په ښه توګه راضي کړو.

ماخذونه:

– قرآن کریم .

– رواه صحیح مسلم، حدیث شمېره : ۲۶۲۵ )

– شعب الایمان البیهقي، حدیث شمېره: ۳۳۸۹)

– سنن الترمذی، حدیث شمېره: ۱۹۴۴)

– صحیح البخاری، حدیث شمېره: ۲۲۵۹)

– صحیح البخاري، حدیث شمېره: ۲۵۶۶- او صحیح مسلم، حدیث شمېره: ۱۰۳۰)

– صحیح البخاري، حدیث شمېره: ۶۰۱۶)

– شعب الایمان للبیهقي، حدیث شمېره: ۹۵۶۰، جامع الاحادیث للسیوطی، حدیث شمېره: ۴۱۰ ، او ۳۹۹۳۳ )

– شعب الایمان للبیهقي، حدیث شمېره: ۹۵۶۰، جامع الاحادیث للسیوطی، حدیث شمېره: ۴۱۰ ، او ۳۹۹۳۳ )

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن