سیاسی

ګوتریش ته ژړا !!

هر چا ته څرګنده ده چې اسلام د ښځو اړوند ځانګړي اصول لري، همداراز د افغانستان اصیل وګړي خاص افغاني ارزښتونه لري. د اسلام له راتګه وړاندې ښځو په ټولنه کې هیڅ ځای او مقام نه درلود، تحریف شوی  دینونو هم د ښځو حقوق له پښو لاندې کړي و، په وضعي ادیانو کې هم ښځو ته چا حقوق نه وو ورکړي، تر دې چې عربو خپلې لوڼه ژوندۍ خښولې، یا دشرم اوعار له مخې او یا د بېوزلۍ او فقر له امله کله چې د اسلام مبارک دین راغی هغه د هر چا حقوق ورکړل، ښځو ته یې خپل حقونه ور وبښل، د هغوی مسؤلیتونه یې ور وښودل او هغوی یې له ژوندۍ خښېدا څخه وژغورلې. د هغوی په تعظیم او درنښت یې امر وکړ.

هر چا ته څرګنده ده چې اسلام د ښځو اړوند ځانګړي اصول لري، همداراز د افغانستان اصیل وګړي خاص افغاني ارزښتونه لري. د اسلام له راتګه وړاندې ښځو په ټولنه کې هیڅ ځای او مقام نه درلود، تحریف شوی  دینونو هم د ښځو حقوق له پښو لاندې کړي و، په وضعي ادیانو کې هم ښځو ته چا حقوق نه وو ورکړي، تر دې چې عربو خپلې لوڼه ژوندۍ خښولې، یا دشرم اوعار له مخې او یا د بېوزلۍ او فقر له امله کله چې د اسلام مبارک دین راغی هغه د هر چا حقوق ورکړل، ښځو ته یې خپل حقونه ور وبښل، د هغوی مسؤلیتونه یې ور وښودل او هغوی یې له ژوندۍ خښېدا څخه وژغورلې. د هغوی په تعظیم او درنښت یې امر وکړ.

د اسلام مبارک دین په ښځو باندې کوم بار او مسؤلیت نه دی ایښی چې وړوکې وې د هغوی پالنه د پلار، ورور او… په غاړه وي. چې لویه شي واده شي د هغې جامې، نفقه او کور د خاوند او خسرګنۍ په اوږو وي، خپله د خېلخانې پالنه او روزنه کوي، احساناً یې کوي. د خاوند له طرفه ورباندې جبر او اکراه نه شته. ښځې د اولاد په سلسله کې کومې ښېګڼې له خاوندانو سره کوي، دا دوی د انسانیت له مخې کوي. د اولاد په روزنه کې د دوی لپاره ثواب نغښتی دی.اسلام په ښځو کوم مسؤلیت نه دی ایښی، خو بس یوازې لویدیځوال او د هغوی ګوډاګیان د ښځو د حقوقو له غمه مړه دي. تل د ښځو غمونو په سر اخیستي وی، په هر ځای او هر مجلس کې د ښځو د حقوقو غم او وېر وي! سمه ده کومې ښځې چې سرپرستان نه لري او د کور مسؤلیت ور له غاړې وي، هغوی په اسلامي امارت حق لري چې د دوی د کور په غم او ښادي کې ګډون ورسره وکړي. یعنې د هغوی د کورونو د هر څه بندوبست وکړي او هغه ښځې چې د کور سرپرستي یې په اوږو نه شته، خو په حکومتي دوائرو کې کار کولو او لویدیځوال او ګوډاګیان یې هم دا حق بولي، نو ټول دې په واضحو الفاظو واوري چې اسلام د ښځو د کار لپاره بریدونه ټاکلي او اصیل غیرتي افغانان هم خپل ملي ارزښتونه لري، افغانستان اسیايي هېواد دی، په امریکا او اروپا کې موقعیت نه لري، څوارلس[۱۴] کاله مو د شورویانو خلاف جهاد وکړ او شل کاله اسلامي امارت د صلیبیانو په ضد مقدسه مبارزه او جهاد وکړه. د همدې دیموکراسي خلاف مو شل کاله مجاهده  وکړه. د ښځو د کار کولو د هغو مېرمنو چې سرپرستانې هم نه وي د کور مسؤلیت یې هم په غاړه نه وي، نو د کار اړتیا یې هم نه شته، په کومو ځایونو کې چې د ښځینه کارکوونکو اړتیا وي، سرپرستانې دي په هغو ځایونو کې وګومارل شي. هره پړه هم په تېر جمهوریت نه ور اچوو، خو دا وایو چې څومره متخصصې ډاکټرانې روزلې دي چې د ناروغو خویندو د هرې ناروغۍ درملنه وکړي؟! په جمهوریت کې خو په نورو علومو ترکیز کېده، هغه شیان ور ښوول کېدل چې د ښځو د ناروغیو درملنه په کې نه وه.

اوس چې د پخوانیو کارکوونکو ترمنځ کینې هغوی د خپلو مشرانو کیسې درته وکړی چې هغو له ښځو څخه بس یوازې جنسي استفاده کوله، دفتري کار یې نه کاوه، اوس هم زه په یو دفتر کې یم، ښځې په اونۍ کې یوه ورځ د حاضري لاسلیکولو لپاره راځي، ډېر کسان (زاړه کارکوونکي) په دهلیزونو کې ورسره ښکته پورته کیږي، کومې ښځې چې له هېواده وتلې د هغو په اړه پوښتنې ورڅخه کوي.

دفبروري میاشتې په (18او19) نېټه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي، نو د ډېرو سازمانونو ښځينه اعضاؤ د ملګرو ملتونو د سازمان مشر (ګوتریش) ته یو لیک کښلی څو د دوحې په ناسته کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

هو!  د تاریخ په اوږدو کې ښځو ډېرې قربانۍ هم ورکړې کوم کارونه چې په دوی پورې مربوط وي اسلامي امارت یې په هغو کې ممانعت نه کوي، بلکې پوره مرسته او همکاري ورسره کوي او هغه  ښځې چې ګوتریش ته ژاړي او له هېواده دباندې په بهر کې میشتې دي، هغوی د افغاني ښځو هغو ښځو چې په هېواد کې اوسیږي؛ استازیتوب نه شي کولی. هسې عبث ګوتریش ته ژاړي، هېواد ته دې راشي او له اسلامي امارت سره دې خپله اصلي ستونزه مطرح کړي.

لیکنه: ساجدالله عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *