اجتماعی

افغانستان، په شاهنامه کې

لرغوني تاریخونه اکثراً له اسماني کتابونواویا هم ددغه تاریخونو په منځپانګه کې په هغه کتابونو استناد شوی وي چې د پخوانیوانسانانوترمنځ یې معنوي ارزښت لرلی وی ، خودځنډنوانسانانود کړو، وړو په اړه زیاتره معلومات د پخوانیوشاعرانوله منظوموشاهناموڅخه هم په لاس راغلي دي، ځکه په شاهناموکې د زمان په قید کې په یوه جغرافیایی محدوده کې دپادشاهانویادونه اوفعالیتونه ، دځایونونومونه ، د جگړو،  تیریو، بریا وواوشکست دا ټول موارد سجل شوي وي٬ که څه هم په دې منظوموشاهناموکې زیاتره پیښې اساطیري بڼه لري خود قرینې اوسلوک په بنا په آسانۍ سره آریایي مدنیت ، د مصري فراعنه وو،  د مصر، کلدې بین النهرین اویونان د مدنیتونو٬ د روم ٬فارس اوهند د امپراطوریویادونه دا ټول هغه څه دی چې موږ د تیرې زمانې له واقعاتو او تحولاتو خبروي .

حیات الله حلیم

لرغوني تاریخونه اکثراً له اسماني کتابونواویا هم ددغه تاریخونو په منځپانګه کې په هغه کتابونو استناد شوی وي چې د پخوانیوانسانانوترمنځ یې معنوي ارزښت لرلی وی ، خودځنډنوانسانانود کړو، وړو په اړه زیاتره معلومات د پخوانیوشاعرانوله منظوموشاهناموڅخه هم په لاس راغلي دي، ځکه په شاهناموکې د زمان په قید کې په یوه جغرافیایی محدوده کې دپادشاهانویادونه اوفعالیتونه ، دځایونونومونه ، د جگړو،  تیریو، بریا وواوشکست دا ټول موارد سجل شوي وي٬ که څه هم په دې منظوموشاهناموکې زیاتره پیښې اساطیري بڼه لري خود قرینې اوسلوک په بنا په آسانۍ سره آریایي مدنیت ، د مصري فراعنه وو،  د مصر، کلدې بین النهرین اویونان د مدنیتونو٬ د روم ٬فارس اوهند د امپراطوریویادونه دا ټول هغه څه دی چې موږ د تیرې زمانې له واقعاتو او تحولاتو خبروي .

د فردوسي شاهنامه یو له هغه مدارکو څخه ده چې داشعارو په قالب کې د پخواني افغانستان ډیریادونه پکې سجل شوي دي  اودا شاهنامه د واقیعتونو اوافسانو یوه داسې گډه مجموعه ده چې د متن په ځینوځایو کې یې له اساطیرو سره ژوره اوکلکه گنډه هم خوړلې ده خوبیاهم ددغه ملک په اړه داسې کره تاریخي روایات اومعلومات پکې سجل دي چې په بشپړډول له میلاد د مخه زمانې د آریایانو د دود دستوراوفرهنگ څرک ترې را لگېږي ٬ ځکه دفردوسي دخپلې شاهنامې په (فردونو) کې د افسانواو واقعیتونویوگډ تمثیل ترسره شوی دی چې دا گډه مجموعه یوبل ته په ممد واقع کېدو سره دافغانستان پخواني څیره د (جم) د جام په څیردلوستونکوسترگو ته ورغبرگوي .

که د شاهنامې له روایاتو سره قرینه ٬ سلوک او نورتیت پرک تاریخی روایات ملگری شي نود اوسني افغانستان د پخوانیو مدنيتونو، سترواکیو ، د تیري کونکوپه مقابل کې ددوی د میړانې ،  شهامت اوددغه ملک د جغرافیایي موقعیت  په اړه  زموږ تصوردحقیقت بشپړپړاونو ته رسولی شي ، لکه چې وویل شول د یوه څیړونکي لپاره دقرینې اوسلوک اهمیت هغه وخت مهم دي چې له افسانو سره ضمیمه ، واقعیتونه تشخیص کړاي شي ٬ د فردوسي شاهنامې چې د سلطان محمود غزنوي په مهال په غزني کې لیکل شوی د افسانو او واقعیتونو د متن په لوستلو سره موږد خپل ملک د پخواني تاریخ په اړه دې نتیجې ته رسیږو چې دغه ملک له میلاد نه د مخه دآریایانوپه نوم یوشمېروگړوژوند درلود چې مشر یې یما و او دغه با تدبیره کس د افغانستان په اوسنی جغرافیایې محدوده کې یې یو داسې لوی اوځلانده مدنیت جوړکړچې یادونه یې تراوسه تازه دي  ٬ فردوسي په خپله منظومه شاهنامه کې له اسلام نه دمخه د آریایې زمانوډیرنومونه ذکرکړې چې ټولې له اسلام نه دمخه زمانې پیښې پکې بیان شوې دې خوجالبه داده چې یوازې د اشخاصونومونه د نن زمانې دخلکو له نومونوسره بشپړتوپیرلري.  دسیمو نومونه بیا ټول ننني دي.

افغانستان یولرغونی ملک دي چې په یوه روایت پنځه زره کلن په دوهم هغه  اته زره کلن اوپه درېیم روایت 50 زره کلن اوږد تاریخ لري او د خپل دغه لرغوني تاریخ په مختلفو پړاونو کې د آریانا ٬خراسان او افغانستان په نومونویاد شوی دي خود موقعیت له لحاظه همداننني افغانستان دی چې پورتني نومونه یې د ځمکنۍ پراختیا له مختلفو ضمایمو سره مل د تاریخ په اوږدوکې د اوږو ځنډي کړي اوشاته یې پرایښي دي.

د شاهنامې په لومړیو کې د البرز ، سیمرغ ، د بلخ دنوبهارمعبد ، د بلخ د پیشدادیانو، د اسپه د کورنۍ ، سیستان ،  زابلستان ،  کابلستان ، زرنج او نیمروز یادون راغلی دی چې د البرز اوسیمرغ ذکریې تریوه بریده له اساطیرو سره گنډه خوړلې اوتقریبا بشپړه افسانه ده ، خودسیمونورنومونه هغه واقیعتونه دی چې نن هم دا سیمې په پورتنیو نومونومسمی دی ، دمحراب شاه کابلی د لور(رودابې ) د مینې بیان له زال زر (جهان پهلوان ) سره د افغانستان د پخوا نۍ زمانې دمعاشرې بل یادون دی چې په شاهنامه کې د کابلستان د نورو ولایتونو له نومونه سره ضمیمه راغلی دی.  د لوگر د سجاوند معبد بل متن دی چې د یفتلیانو د واکمنی له څرنگوالي سره په یوه باب کې ذکر شوی دی .

د بلخ د لهراسپ شاه ، گشتاسب او زریر او د گشتاسب په بلخ کې دسترواکۍ او د زردشت اودهغه ددین او آئین څرنگوالی ، د لهر اسپ وژل کېدل د بلخ د (مهر برزین ) په اورتون کې ، همدارنگه د آریانا او توران د جگړو په اړه د شعرپه ژبه بشپړ معلومات راغلی دی .

د آریانا (آریانان انتی کوا)  پخوانۍ آریانا نومونه هم په تفصیل سره د فردوسي په شاهنامه کې توصیف شوې دی چې داوسني افغانستان د هغه زمانې ښه بڼه ترې را څرگنېدای شي. د رستم کابلی چې په هغه زمانو کې په جهان پهلوان مشهوروو د شاهنامې د متن بل قهرمان دی چې ترڅنگ یې د رستم سهراب د سمنگان د پاچاه د لورتهمینې کیسې هم د اشعارو په بڼه لوستونکی د هغه زمانو په لورد خیال په وزرونو بیایې .کوشانیان د آریایې کورنۍ یو بل دودمان دی چې شاهنامې یې په اړه وضاحت ورکړی دی چې په هغه د کوشاني کورنیو د واکمنانو (کدفیزس) او دکنیشکا د کورنیو یادونه په خپل وارسره د افغانستان له پخوانۍ تذکرې سره لوستونکي بلدوي اودیته ورته نور د افغانستان یادونه راغلي چې لو ستونکوته د خپل هېواد د تاریخ په اړه په ډیرو لرغونو تیارو کې د پیژندگلوی مثالونه لگوي .

خوله ټولو نه مهمه داده کله چې فردوسي خپله شاهنامه لیکله نو ترهغه وخت پورې پورتني ټول روایات او یادونه د ځیرکو خلکو په ذهنونو کې بالکل تازه موجود  وه او د افسانو او یا پند نامو په بڼه نورو ته اورول کېده. دوهمه مهم ټکې دادی چې په هغه زمانو کې دا یادونه دیوه کلک ضرورت له مخې اورول کېده او ځانگړي ریښتينې راویان یې درلودل چې په اوس زمانو دغه پروسې خپل ځای په ښونځیو کې تاریخ  مضامینو ته پرایښی او عام خلک ترې لاس په سر شوې دی.

لنډه داچې د فردوسي په شاهنامه کې ۹۰ په سلو کې د پخواني افغانستان نومونه یاد شوې دي چې دا ټول هغه څه دي چې شاهنامې د ماضي په هسکو ټیټوکې بیان کړی او د افغانستان په اړه یې یو( ړندوکی ) نه بلکه بشپړموخذ دتاریخ لیکونکو په لاس ورکړی دي٬ که چیرې د فردوسي شاهنامه د ځیرکو عینکو له شا ولوستل شي نو د افغانستان په اړه به ډیرهغه گونگ واقعیتونه را برسیره کړي چې نن ورځ یې د نورو هېوادو فرهنگي او لرغون پیژاندي چالاکان دخپل هېواد ارزښتونه بولي تر ټولو لویه خبره داده چې فردوسي به   فارسیانو دخپلو شاعرانو په ډله کې نه حسابه !ځکه هغه د افغانستان ارزښتونه بیان کړي وه  اواوس یې هم ددغه لوی او نړیوال شاعر شخصیت  په اړه داسې مطبوعاتي

ارتاویزې باد کړې چې ددوی کینه او نفرت له فردوسي سره له ورایه پکې څرگند دي . که چیرې په دې اړه پراخه څیړنې وشي نو بشپړه به جوته شي چې فردوسی خپل دغه فعالیت د افغانانو لپاره کړی دی  او بل لوی دلیل دادی کله چې د فردوسي شاهنامه لیکل کېده نو د اوسني افغانستان ستر واکي د سلطان محمود غزنوي په لاس کې وه چې فردوسي هم د هغه له څنگ سره په غزني کې دا شاهنامه لیکلې ده او دده دسترواکۍ  حدود اربعه یا پولې یې د ایران له ری نه د هند ترسومنات پورې ذکر کړې ده او له شمال نه د سهیل پلوله امو دریا نه دهند تربحر پورې سجل کړې ده چې دا د فردوسي په شاهنامه د فارسیانو بله نیوکه ده چې ایران یې د لوی محمود غزنوي په قلمرو کې سجل بللی دی.

خوپه هرصورت پخوا تاریخ لیکونکي اوڅیړونکی کم وه او اکثرتاریخي داسې تاریخي پیښې نه سجل کېدې او آن چې په ځینو ځایو کې تاریخې پیښې سجل کېدل بدعت گڼل کېدې او ځینې تاریخونه بیا د پیامبرانو له زمانو چې هغه هم په اعتقادي ارزښتونوثابت وه را پیل شوي او زموږ تر زمانې رارسیدلې دي ٬ د یونان د فلاسفه روایات د تاریخونو بله سرچینه گڼل کیدای شي خو دافغانستان د لرغوني تاریخ په اړه شاهنامه که څه هم یو فولکلوری افسانوي تخیلي او نیمه تاریخی  اثر دی ٬ بیا هم لوی خدمت دی چې فردوسی تر سره کړی  دی ٬ که سلوک ورسره ملگری شي په دغه داستاني اوتاریخي اثرکې د پخواني آریایې زمانې د باچاهانو د تاریخونو دتشریح او تثبیت لپاره یو داسې معتبرموخذ گڼل کېدای شي چې هیڅکله سترگې ترې نشې پټیدای .

د اوسني افغانستان ډیر ځایونه د نومونو په یوڅه تغیراوبدلون (بطلیموس او پلیني ) هم ذکر کړي ، آریانم ویجو، د هېواد اوسنۍ شمالي برخې چې پامیر او فرغانه احتوا کوي ، سغده سغدیان ، مورو د مرغاب سیند حوزه ، بخدی اوسنی بلخ او باختر ، نسایا میمنه ، هریوا د هریرود دسیند حوزه ، هریواتی دارغنداب د سیند حوزه ، هیتومنت د هیرمند(هلمند) اودپشت رود حوزه ،  ویکرتا د کابلستان د رود حوزه ، کخره د غزني ککرک ، کروخ دهرات سیمه ، اوره دپکتیکا ځمکه ، ره گه د بد خشان راغ اوداسې نورسیموذکرچې د پورتنیوټولوروایاتونه پوره څرگندېږي چې اوسني افغانستان له میلاد نه د مخه هم خپل جغرافیایې موقعیت ساتلی وو اوهمدارنگه یوناني جغرافیا لیکونکو افغانستان بیا له دې نه هم په پراخه ابعادو ذکر کړی دی چې که دا ټول سره را ټول شي ښایې کتابونه پرې ډک شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *