سیاسی

فلسطین اسلامي دی!

دا مفهوم باید په پام کې ونیسو چې فلسطین بشپړ اسلامي دی او دا یو صحیح فقهي حکم دی چې د مسلمانانو د نیول شوې ځمکې د ازادۍ لپاره جهاد لازم دی، داسې لازم دی، لکه: فرض لمونځ او د رمضان روژه.

دا مفهوم باید په پام کې ونیسو چې فلسطین بشپړ اسلامي دی او دا یو صحیح فقهي حکم دی چې د مسلمانانو د نیول شوې ځمکې د ازادۍ لپاره جهاد لازم دی، داسې لازم دی، لکه: فرض لمونځ او د رمضان روژه.

که څوک یې (خپل ولس یې) د ازادۍ لپاره جهاد ونه کړی ګناهګار دی او په دې کې د علماوو ترمنځ اختلاف نه شته.

اوس د فلسطین په خلکو فرض دی چې جهاد وکړي تر څو فلسطین په بشپړ ډول ازاد کړي. که د فلسطین په خلکو پوره نه شوه باید ګاونډي اسلامي هېوادونه ورګډ شي. همداسې به د ځمکې په مخ ټول اسلامي هېوادونه کوی.

دا قضیه د خطر په وروستي حد کې ده او باید زموږ په ژوند څنګ ته نه شي. طبعاً ځینې خلک به وایي چې دا کار (وسله واله مبارزه) له نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو له قوانینو، د هېوادونو د منل شویو سرحدونو (چې په دې کې د اسرائیلو ناروا او ناجائز سرحدونه هم راځي) په ټکر کې ده او همداسې دلته باید یوه شېبه ودرېږو او په ښکاره دا پوښتنه وکړو: نړیوال قوانین څه معنی؟!

ایا نړیوال قوانین د خلکو حقونه ساتی؟ او که د ځواکمنو د تېریو د پایښت ضمانت کوي. که حق ووایو نو نړیوال قوانین یو څو شعارونه دي چې ډېر د جنګ مجرمان او ډېر شیطانان یې تر شا پټیږي. دوی د خپلو ناوړو هوسونو او ځاني غوښتنو مطابق په خلکو تېری کوي، وژني یې او شړي یې. ایا دا نړیوال قوانین دي. نړیوال قوانین د دې اجازه ورکوي چې نیم میلیون عراقي ماشومان دې د واکسین او لبنیاتو د کمښت له امله مړي شي… دا څه دي؟ ایا دوی چې د نړیوالو قوانینو په نوم حکم کوي د بشریت په احساس چلیږي؟ ایا کوم انسان به دا ومني چې مخې ته یې ماشوم د خوراک او درملو د نه شتون له امله مړ شي دی ورته ګوري او خپل خوند اخلي ایا دا به انسان وي؟ که وي نو د یو میلیون ماشومانو په اړه به څنګه وي.

نړیوالو قوانینو په افغانستان، کشمیر، سوډان، بوسنیا، سومالیا او لبنان کې څه وکړل؟ بیا یې د اسرائیلو د ناروا دولت له لوري په فلسطین د ښکاره تېریو په اړه څه وکړل؟!

اوس که ښکاره ووایو نړیوال قوانین عادلانه نه دي. بلکې یوازې زور پېژني او الله جل جلاله بیا هغه سخت ظلم پېژني او پرې پوهیږي چې ډېری انسانان یې کوي. هغه په دې هم پوهیږي چې ډېر انسانان په حق نه قانع کیږي نو باید حق په زور وساتل شي. د دې لپاره دا زور (جهاد) د حق د دفاع لپاره قانوني دی.الله ج وایي:

 

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقٰتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلٰى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ *

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيٰرِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّآ أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوٰمِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوٰتٌ وَمَسٰجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥٓ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ

ژباړه: هغو كسانو ته (د جکړې) اجازه ورکړه شوه چي پر خلاف یې په جګړه لاس پوري کیږي، ځكه چي هغوى مظلومان دي؛ او الله په يقيني ډول د هغو د ملاتړ وس لري.

دا هغه كسان دي چي له خپلو كورونو څخه په ناحقه وايستل شول، یوازي په دې جرم چي هغوى وايي: «زموږ رب الله دى». كه الله خلك يو د بل په وسيله دفع نه کړي، نو خانقاوي، كليساوي، عبادتخانې او جوماتونه چي په هغو کښي د الله نوم ډېر زيات اخيستل کیږي، ټول به ونړول شي. الله به هرو مرو له هغو كسانو سره مرسته وکړي، چي د هغه مرسته وکړي. الله ډېر زورور او برلاسى دى.

[سُوۡرَةُ الحَجّ :۳۹ ــ ۴۰]

اوس چې فلسطین په بشپړ ډول اسلامي دی نو یهودان مرسته کونکي یې، نړیوال قوانین او ظالم نیواکګر به له عادلانه اسلامي ځواک پرته په بل څه قانع شي؟!!

د دې لپاره باید ته په خپل حق وپوهېږې! او د راخپلولو سمه لاره یې وپېژنې. بله ضروري خبره دا ده چې څنګه په خپلو دښمنانو بریالي شو؟

عمر رضي الله عنه وايي: (تاسې په خبل دښمن د شمېر او تجهیزاتو له امله نه شئ بریالي کېدای که تاسې د الله ج  منئ او هغوی یې و  نه مني نو تاسې بریالي کېږئ او که تاسې په ګناه کې ورسره یو ډول شوئ هغوی به د شمېر او تجهیزاتو په زور درباندې بریالي شي.)

موږ مسلمانان یو او د الله له تائيد پرته نه بریالي کېږو. د تاریخ په اوږدو کې چې هر مسلمان مشر هڅه کړې څو له اسلامه پرته عزت پیدا کړي نو الله جل جلاله ذلت ور څکلی دی او د دې برعکس چې هر مسلمان مشر او پوځ یې په اسلام منګولې خښې کړې نو که څومره کم او کمزوري هم وو، بریالي شوي دي.

دا شرعي قانون دی.

(فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّى وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّىٓ إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةًۢ بِيَدِهِۦ ۚ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا مَعَهُۥ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ ۚ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلٰقُوا اللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصّٰبِرِينَ).

ژباړه: بيا چي كله طالوت له لښكر سره وخوځېد نو ویې ويل: «يو سيند د الله له لوري پر تاسي ازمېښت كېدونكى دى، څوك چي د هغه اوبه وڅښي، هغه زما ملګرى نه دى، زما ملګرى يوازي هغه څوك دى چي پر هغو (اوبو)خپله تنده ماته نه كړي؛ هو كه څوك يوه، نيمه لپه وڅښي، نو ودې څښي.» – خو پرته له يوې وړې ټولګي څخه نور ټول له هغه سيند څخه خړوبه شول. بيا چي كله طالوت او ورسره ملګري مسلمانان له سيند څخه واوښتل، وړاندې لاړل، نو هغو طالوت ته وويل: «نن په موږ كي د جالوت او د هغه له لښكرو سره د مقابلې وس نه شته.» – خو د چا چي په دې باور و چي يوه ورځ له الله ج  سره يو ځاى كېدونكي دي، هغوي وويل: «ډېر ځله داسي شوي دي چي يو وړوكی ټولګی د الله په امر پر يوې لويي ډلي برلاسه شوې دی. الله د صبر كوونكو ملګرى دى.» [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۴۹]

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ].

ژباړه: اې مؤمنانو كه تاسي د الله (له دين) سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسي سره مرسته وکړي او ستاسي قدمونه به كلك کړي. [سُوۡرَةُ محَمَّد : ۷] [إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِى يَنصُرُكُم مِّنۢ بَعْدِهِۦ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ].

ژباړه: كه الله مو مرستندوى وي، نو هیڅ قوت درباندي برلاسی کېدای نه شي؛ او كه هغه تاسي پرېږدي، نو بيا له الله وروسته څوك ستاسي مرسته کوونکی کېدای شي؟ نو څوك چي رښتيني مؤمنان دي، هغوى دي یوازي پر الله توكُل وکړي. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : ۱۶۰]

له دې وروسته مو څوک بریالي کوي؟؟ امریکا؟ روسیه؟ ملګري ملتونه؟ که نړیال قوانین؟ څوک؟ هیڅوک!

[فَفِرُّوٓا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ].

ژباړه: نو د الله خوا ته ورمنډه کړئ. زه ستاسي لپاره د هغه له خوا ښكاره خبردارى دركوونكى يم. [سُوۡرَةُ الذّاریَات : ۵۰]

د الله جل جلاله د شرعې په رڼا کې په قضیه پوهېدل د عبارتونو په سر د ټکو کېښودل دي. بیا وایم فلسطین پوره اسلامي دی او په یوه لویشت ځمکه کې یې تفریط په اسلام کې تفریط دی.

دا به هم نه وایئ چې لومړی د غزې او لویدیځې غاړې وار دی بیا بله لړۍ پیلیږي او ورپسې به پوره خپلواکي راځي. هیڅکله نه ته چې دښمن ته د ۷۸ سلنه ځمکې د پرېښودلو وایې د هغه زور ډېروي او تا کمزوری کوي. په دې ډول د هغه پښې ټینګیږي او ته ورو ورو په شا راځې…

اې وروڼو حقونه وېشل کیږي نه؛ بله دا چې موږ له یهودو او د هغوی له مرسته کوونکو سره ډېرې خبرې اترې کړې، د هغوی د غدر، خیانت او چل لاره راته معلومه ده. هر کله چې له خپلې ځمکې یو قدم شاته شو یهود هلته پښه کېږدي.

ملګرو ملتونو په ظلم او زور یهودو ته د ۱۹۴۸ لمریز کال ۵۶ سلنه ځمکه ورکړه، دا د ۱۸۱ شمېرې په ظالمانه پرېکړه لیک کې وه. عرب لاړل او راغلل خو له چا به ګیله کوې؟!

په ۱۹۴۸ کې یهودو ۷۸ سلنه ځمکه ونیوله یعنې د ملګرو ملتونو له لوري د ورکړل شوې ځمکې څخه ۲۲ فیصده ډېره. عرب بیا لاړل او راغلل خو له الله جل جلاله پرته به چا ته ګیله کوې. عربو به ویل: کاشکې د ملګرو ملتونو حدودو ته ورګرځېدلي وای. خو هلته اوس د یهودو پښې ټینګې شوې وې.

د ۱۹۶۷م کال د جون په پنځمه یې لویدیځه غاړه او غزه هم ونیولې. عرب بیا لاړل او راغلل او اخر یې وویل: موږ غواړو د ۱۹۶۷ ځمکو ته ور وګرځو او ستاسو له خوا د ۷۸ فیصده ځمکې اخیستل منو. (لا حول ولا قوة الا بالله).

اوس له اسرائیلو غواړي چې د ۲۰۰۰م کال د سپتمبر د ۲۷مې ځمکو ته دې وګرځي. یعنې له انتفاضې مخکې ځمکو ته او همدا ډول په پای کې به څه کوو؟ بله لاره نه شته چې ووایو: خدایه له تا پرته چا ته ګیله وکړو؟!

اوس اجازه مه ورکوئ چې یو یهودی حقایق در نه پټ کړي، فلسطین اسلامي دی، دې ته مه ګورئ چې د وخت په تېرېدو نیول شوی دی. د همدې لپاره دا خطرناکه خبره ده چې ته ووایې: موږ فلسطین د القدس لپاره ازادوو!

دا خبره د قضیې په ښکاره وېشلو کې مرسته کوي. یهود به د القدس ډېر درنښت وکړي، هلته به پښې ټینګې کړې. مسلمانان به د القدس په قضیه بوخت شي او نوره ځمکه به ترې هېره شی. تاسې به واورئ چې څوک ووایي: (نرید دولة فلسطینیة في الضفة و غزة وعاصمتها القدس)

ژباړه: (موږ یو داسې فلسطیني دولت غواړو چې په غزه او لویدیځه غاړه کې وي او پایتخت یې القدس وي.)

په پای کې به یهود راځي او درته وایي به: موږ به درته یو بې ساری امتیاز درکړو، القدس واخله او ۷۸٪ ځمکه راپرېږده. ته به یې په داسې حال کې ومنې چې د ویاړ او بریا احساس به کوې. بیا به بل پړاو راشي چې مسلمانان به له دې هم کمزوري وي. یهود به وایي: ټول قدس مه اخله! ختیځ قدس واخله، لویدیځ به موږ ته پرېږدې ځکه دا عدل دی، عرب به په ډېره ناپوهي وايي: اه… سمه ده، په خدای چې تاسې په حقه یئ!

په ختیځ القدس کې باید تفریط او کمی ونه شي… سبحان الله

د همدې لپاره احتیاط په کار دی، احتیاط په دې چې د فلسطین په دفاع کې باید ستا شعار القدس وی. دا شعار د تل لپاره په فلسطین بدل کړه، ووایه، چې: فلسطین اسلامي دی! داسې مه وایه چې: القدس اسلامي دی!

ووایه چې فلسطین زموږ دی، داسې مه وایه چې القدس زموږ دی.

ووایه چې د فلسطین په ځمکه کې باید کمی ونه شي داسې مه وایه چې د القدس په ځمکه باید کمی ونه شي!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *