گزارش

فرهنګي سمینار؛ شعرونه د تاریخ په خوندي کولو کې مهم رول لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او تراڼو ریاست له لوري د هېواد مشهورو تراڼه ویوونکو او شاعرانو په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د یاد وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه په دې ټینګار وکړ، چې شعر دې په یو کس او ډلې پسې له تړلو را بېل شي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او تراڼو ریاست له لوري د هېواد مشهورو تراڼه ویوونکو او شاعرانو په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د یاد وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه په دې ټینګار وکړ، چې شعر دې په یو کس او ډلې پسې له تړلو را بېل شي.

هغه وویل، پکار ده چې په شعر او تراڼو کې د ولس د سمون او یووالي فکر نغښتی وي: «مونږ د همدې  لپاره د شعر او تراڼو فرهنګ د پیاوړي کولو لپاره کار کوو، چې د پرمختګ، یووالي، د نظام ساتلو او د وطن د ابادۍ او دفاع لپاره ذهنیتونه جوړ کړي او تشویشونه رفع کړي».

د دې دوه ورځني سمینار په پیلیزه غونډه کې، چې یکشنبه (د مرغومي ۱۰مه) په کابل کې وشوه، د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سربېره د لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي او هنري مرستیال مولوی عتیق الله عزیزی هم په شعري محتوا کې د یو غښتلي پیغام پر ځایولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې شاعران او تراڼه ويونکي بايد خپل شعرونه او تراڼې د اسلامي نظام د استحکام او تقويت، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د پياوړتيا او د نظام او خلکو تر منځ د واټن راکمولو لپاره ترتیب او تنظیم کړي.

هغه دغه راز وویل، چې شعرونه د تاریخ په خوندي کولو کې هم رول لري او په خبره یې: «زمونږ شاعرانو په خپلو شعرونو کې د اشغال د دورې ټول تاریخ خوندي کړی، د ولس قربانۍ او مظلومیت، د غازیانو شهامت او سرښندنې یې پکې ثبت کړي. دا یوازې لنډ اشعار نه دي».

د دې لپاره چې په افغانستان کې اوسنۍ تراڼه ویل د تبلیغاتو یو مهم ژانر بلل شوی، د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه د روس او امریکا پر وړاندې د افغانانو وسله والې مبارزې ته په اشارې وویل، چې د هیواد د تاریخ په دوه مقطعو کې تراڼه ویونکو او شاعرانو هم دغې چارې ته کلکه اوږه ورکړې وه.

نوموړي په څرګندو ټکو وویل، چې د هېواد شاعران په خپلو شعرونو او تراڼو سره کولای شي چې اوسنی نسل له تاريخ سره وتړي او تر ډېره بريده د فکري جګړو پر وړاندې د هغوی ساتنه وکړي.

‏دغه راز د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغت الله وصيل د خپلو خبرو په جریان کې، د غونډې ګډونوالو ته وويل چې د هېواد شاعرانو او تراڼه ویونکو د اشغال په تېره شل کلنه دوره کې خپل رسالت په پوره توګه ادا کړی، ‏خو له دې وروسته بايد د اسلامي نظام د پياوړتيا او پايښت په لاره کې خپلې هڅې جاري وساتي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او تراڼو رئیس امان الله مستغفر د ټولنې په سمون او هوساینه کې د شاعرانو ونډې ته په اشارې وویل، که له یوې خوا یې د اشغالګرو پر وړاندې د مجاهدینو جزبې تودې ساتلې له بلې خوا یې سمې لارې ته د چارواکو د راستنولو لپاره هم غږ پورته کړی دی.

نذیر منیب-اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *