گزارش

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د شیخ مصري صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ننګرهار ته په خپل سفر کې د شیخ مصري صنعتي پارک څخه د لیدنې    پرمهال د صنعتکارانو ستونزې د حل په موخه واورېدې.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ننګرهار ته په خپل سفر کې د شیخ مصري صنعتي پارک څخه د لیدنې    پرمهال د صنعتکارانو ستونزې د حل په موخه واورېدې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په شیخ مصري صنعتي پارک کې یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره په ناسته کې وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت کوښښ کوي په ټول هېواد کې سوداګر او صنعتکارانو لپاره اسانتیاوې برابرې او په ټولو صنعتي پارکونو کې د هغوی هغه اړتیاوې، چې د حل کولو امکانات یې وي حلوي.

عزیزي د شیخ مصري صنعتي پارک ته غځېدلې لارې د جوړولو او یاد پارک ته د برېښنا برابرلو ژمنه وکړه او هم یې په یاد پارک کې د اور وژنې اطفایې لپاره د څلور جریبه ځمکې ورکولو خبره وکړه، خو له صنعتکارانو او سوداګرو یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ دې د بیت المال ګټو لپاره هم ژمنتیا ولري.

په ناسته کې د کورنیو چارو وزارت د اطفایې عمومي رئیس حافظ سید نورالله د صنعت او سوداګرۍ له وزیر څخه مننه وکړه، چې په پارک کې یې اطفايې لپاره ځای ورکړ.

په ورته مهال د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ چارو رئیس سید عبدالبصیر پاچا، برېښنا شرکت رئیس مولوي جان محمد انقلابي او د سوداګرۍ خونې رئیس حاجي ګلمراد عرب په خپلو خبرو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه، چې د ننګرهار د صنعتکارانو ستونزې له نژدې واورېدې او هغوی ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

د برېښنا رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې موږ په یوې تګلارې کار کوو، چې صنعتکارانو او فابریکو ته د برېښنا ورکولو امکانات زیات کړو

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *