ادب

د زده‌کړو برخه‌کې د خوستي ځوانانو بل کم‌ساری اقدام

په خوست کې يوه ډله ځوانان کور په کور ګرځي او د ښوونځيو هغه کتابونه راټولوي چې زده کوونکي ورته اړتيا نه لري.

 

په خوست کې يوه ډله ځوانان کور په کور ګرځي او د ښوونځيو هغه کتابونه راټولوي چې زده کوونکي ورته اړتيا نه لري.

دوی دا کتابونه  د خوست ولایت پوهنې ریاست ته سپاري.

نقيب الله ځلاند وايي، تېر کال يې هم شاوخوا  ۲ زره ټوکه د ښوونځيو کتابونه راټول او پوهنې رياست ته سپارلي وو.

ټولنيز فعال او د کتابونو راټولوونکي نقیب الله ځلاند و ویل: « د ځينې نيمګړتياوو په اساس چې زموږ ډېری شمير زده کوونکو کتابونه نه درلودل په همدې خاطر دا کمپاين ترسره کېږي تر څو د بې وزله هیوادوالو لپاره کتابونه راټول شوي وي او دوی ته د درس زمينه برابره شوې وي.»

خوست ميشتي دغه هڅه ستايي او په خبره يې په ښوونځيو کې د کتابونو کمښت د زده کړو پر وړاندې لويه ننګونه…

بولي او زیاتوي چې دا يې د ډکولو ښه هڅه ده.

د خوست اوسېدونکي حضرت الله و ویل: «دغه کتابونه چې دوی راټولوي په دې خاطر هغه ماشومان او يتيمان چې کتابونو ته لاس رسی نه لري کتابونو ته لاس رسی ومومي او دا ډير ښه او مثبت ګام دی.»

بل زده کوونکي زين الله وويل « دا ډېره ښه پروسه هغه زده کوونکي چې کتابونه نه لري هغوی ته یې ورسوي.»

ټولينز فعال دين محمد ځلاند و ویل: «دغه اقدام چې په خوست کې د ټولينزو فعالانو لخوا سرته رسيږي د ستاينې وړ دی، ځکه همدا علم دی چې د نورو مو سيال کولی شي.»

د خوست پوهنې رئيس بيا وايي له دوی په همغږۍ د درسي کتابونو د مرستې او له پوهنيز بهير سره د هرې همکارۍ او هڅې ستاينه کوي، خو وايي په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت تشه تر ډېره ډکه شوې ده.

د خوست پوهنې رئيس، محمد انور دین پرور و ویل: « که له معارف سره هر څوک مرسته کوي موږ ورته ښه راغلاست وايو، خو تفاهم به له موږ سره وکړي بيا د دې تفاهم نه وروسته کتابونه راوړي او معارف ته يې ورکوي دا خو ډېره ښه خبره ده له هر چا څخه يې موږ اخلو.»

دا خوستي ځوانان وايي د کور په کور ګرځېډو، ټولنیزو شبکو او نورو اړيکو له لارې يې تر اوسه څه د پاسه دوه زره د ښوونځيو درسي کتابونه راټول کړي او د خوست پوهنې رياست په واک کې به یې ورکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن