افغانستان

کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت:  سږکال د ۳۳ زره مټریک ټنه تخمونه اصلاح شوي دي

  افغانستان چې یوکرنیز هېواد دی او د وګړو اقتصادي چارې یې هم تر ډېره په زراعت ولاړې دي، داسلامي امارت مسؤلین دې د کرني سکتور ته خاصه پاملرنه وکړي، چې اصلاح شوي تخمونه کروندګرو ته ورکړي.

افغانستان چې یوکرنیز هېواد دی او د وګړو اقتصادي چارې یې هم تر ډېره په زراعت ولاړې دي، داسلامي امارت مسؤلین دې د کرني سکتور ته خاصه پاملرنه وکړي، چې اصلاح شوي تخمونه کروندګرو ته ورکړي.

د کرنیزو تخمونو دتصدیق ریاست سږکال ۳۳ زره ټنو په اندازه تخمونه تصدیق او اصلاح کړي دي.

د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق رئیس او د تخمونو د ملی بورد سکرتر مولوی صدیق الله رحماني انیس ورځپانې ته په یوې ځانګړې مرکې کې و ویل: په تېرو نهو میاشتو کې ۱۰۲۰۰هکتاره د اوړي او ژمي نباتات د بېلا بېلو صنفونو کروندې ارزیابي شوي دي. ۴۰۰ بابه قوریه جاتو ارزونه شوې ده، د کرنیزو تخمونو له ۳۳ زره متریک ټنه څخه ۳۵۰۰ نمونې را  ټولې شوې دي او په لابراتوارونو کې تجزیه شوي دي. د بېلابېلو  ناروغیو د درملنې په اړه ملي کلکسیون او قوریه جاتو څخه ۵ سوه نمونې راټولې شوي او په ټول هیواد کې بزګرانو ته له ناروغیو څخه پاک نباتي مواد وېشل شوي دي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې د کرنیزو تخمونو د تولید، صادراتو او واردات ۵۹ شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي. د کرنې پوهنځي او انسټیټوټ ۱۵۰ تنو د نویو ګمارل شویو کارمندانو د کرنیزو تخمونو د تصدیق په برخه کښې ظرفیت لوړشوی دی او همداشان د کرنیزو شرکتونو ۵ قراردادي بزګرانو ته د کرنیزو تخمونو د کروندې د اصلاح په هکله عامه پوهاوی ورکړل شوي دي.

همداشان رحماني وایي،  د غنمو تخمونو څخه سربېره د ځینو نورو نباتاتو تخمونو هم تصدیق شوي دي لکه: جوار، سویابین، شولی، پومبه، می او یو څه اندازه  د سبزیجاتو اصلاح تخمونه اصلاح او تصدیق شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دا چې مخکې په ځینو ولایتونو کې د موسیساتو لخوا تخمونه وېشل شوي وو او بزګرانو د تخم د کیفیت څخه شکایت کاوه، د بزګرانو د دغه ادعا د روښانه کولو لپاره یو ګډ هیئت تعین شوی و، چې مختلفو ولایاتو ته یې سفرونه کړي دي، چې نتیجه به یې ډېر ژر لوړو مقاماتو سره شریکه شي او په همدې ترتیب  په ځینو ولایاتو کې متضرر شوو دهقانانو ته جبران د خسارې ورکړل شوي دي. په ۱۴۰۲ کال کې د موسساتو لخوا چی غنمو تخمونو توزیع شوي دي کوم شکایت تر اوسه پورې نه دی رسېدلی.

د کرنیزو تخمونو د تصدیق رئیس ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې کرنیزو تخمونو ته د تصدیق د ورکړي ریاست په پام کې لري چې د تخمونو کیفیت نور هم بهتر کړي او د کمیت له اړخه باید د تصدیق شوو تخمونو مقدار زیات شي، تر څو د تخم له اړخه خود کفا شو.

همدارنګه د کرنیزو تخمونو تصدیق ریاست په ۱۳۹۳ کال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوي دی، چې د کرنیزو تخمونو ملي بورد د سکرتریت په حیث د یاد بورد ټول تخنیکي او اداري مسایل مخته وړي. د کرنیزو تخمونو قانون پر اساس په ټول هېواد کې د کرنیزو تخمونو او نباتي موادو د کیفیت کنټرول د دې ریاست له مسئولیتونو څخه دی.

سمیع الله مومند- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *