گزارش

د کابل-کندهار پر لویه لاره ۱۷۵۶ پُلونه او پُل‌چکونه جوړېږي

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ۱۷۵۶ پُلونو او پل‌چکونو د جوړېدو چارې روانې دي.

 

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ۱۷۵۶ پُلونو او پل‌چکونو د جوړېدو چارې روانې دي.

د یاد وزارت سرپرست محمدعیسي ثاني دغه څرګندونې زابل کې د دوو پلونو د پرانېستې په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د ثاني په وینا، د دې دوو پلونو څخه یو یې د ترکیې هېواد اړوند د «۷۷ په نوم کمپنۍ» له لوري په وړیا توګه جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې دا مهال زابل کې د لسو پُلونو د جوړېدو چارې روانې دي.

نوموړي وویل: «د کابل-کندهار منځ کې کابو ۱۷۵۶  پُلونه او پل‌چکونه دي. پر یادو پلچکونو ډېر په چټکۍ سره کار روان دی. یادو پل‌چکونو کې تر ۴۰ زیات لوی پلونه دي، لکه د حسن‌کاریز پُل، د مغلیزو پُل، د خارجۍ پُل، د سنګرماده پُل، د سوختې پُل، د شنکۍ پُل، د لب‌دریا پُل او د نوبهار ولسوالي پُل دی.»

د یادې لویې لارې د باروړونکو موټر چلوونکي وايي، خوښ دي چې کلونه وروسته پر دې لویه لاره ویجاړ شوي پُلونه او پل‌چکونه جوړېږي.

د دوی په وینا، د دې پُلونو او پل‌چکونو په جوړېدو سره به ټرانسپورټي برخه اسانتیاوې رامنځته شي.

دغه موټرچلوونکي زیاتوي چې پخوا به یې د لارو خرابوالي له امله ټوله میاشت یوازې یو ځل سفر کاوه چې اوس یې سفرونه ورځو ته رالنډ شوې دي.

یوه موټرچلوونکي بشیراحمد سلام‌وطندار ته وویل: «یاره تقریبا زه د کرزي د حکومت له اول کال څخه پر دغه لاره موټر چلوم، پخوا پر دې لارې ډېرې ستونزې وې او پلونه خراب وو، په میاشتو، میاشتو مو یوازې یو ځل سفر کولای شوای او اوس درې څلور ورځو کې کولای شو، پخوا به موټران چپه‌کېدل، اوس ډېر خوشحاله یوو.»

دغه پُلونه او پلچونه داسې مهال جوړېږي چې لا هم د هېواد په ډېری سیمو کې د جګړو، درون بار او طبیعي پېښو له امله ګڼ‌شمېر سرکونه خراب او ویجاړ پراته دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *