افغانستان

که د تعلیم برخه مو قوي شي، نورې برخې به مو هم قوي کړي

جاوید علمي اکاډمي چې یو علمي مرکز دی، د چهارشنبې په ورځ یې کابل کې، د کتاب او مطالعې د فرهنګ لوړولو په اړه یوه تشویقي سیالي ترسره کړله.

جاوید علمي اکاډمي چې یو علمي مرکز دی، د چهارشنبې په ورځ یې کابل کې، د کتاب او مطالعې د فرهنګ لوړولو په اړه یوه تشویقي سیالي ترسره کړله. په همدې پار د جاوید علمي اکاډمۍ مرکز کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د نوموړي اکاډمۍ چارواکي، د سیالۍ ګډونوال او نورو میلمنو ګډون کړی و. د یادې اکاډمۍ موسس استاد جاوید مومند ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د نوموړې سیالۍ موخې او لاملونه هم په ګوته کړل. نوموړي د خلکو له تعلیم څخه ناهیلي هغه عوامل یاد کړل، چې له امله یې یاد پروګرام پر لاره اچولی دی. نوموړي و ویل، چې دې ته ورته پلانونه به وروسته له دې ولایاتو ته هم وغځوو. هغه په خپله وینا کې زیاته کړه، چې په هیواد کې مو د تعلیم زیات کمی دی او همدې کمي مو نورې برخې هم له کمي سره مخ کړې دي، که دغه برخه قوي کړو، نورې ټولې برخې ورسره قوي کېدلی شي.

د جاوید علمي اکاډمۍ مسئول او د پوهنتون استاد بلال عمر د انیس ورځپاڼې خبریال سره په خبرو کې و ویلې: چې په دې اواخرو کې له ځوانانو سره د کتاب ویلو علاقه کمه شوې وه او په ډېرو نورو لارو مصروفه شوې وو، نو د دې لپاره چې ځوانان کتاب لوستلو ته تشویق شي، نو په همدې خاطر مو دغه سیالۍ پیل کړې ده. ښاغلي عمر ځوانانو ته په خطاب کې و ویلې، چې هر ډول مشکلات په هرې ټولنې کې وي، خو د دې پرځای چې پیسې او وخت په بې ځایه کارونو کې مصرف کړي، ښه به دا وي، چې په کمو پیسو کتابونه واخلي او مطالعه وکړي او په خپل ژوند کې مثبت تغیرات راولي. نوموړي حکومت ته په خطاب کې و ویلې، چې حکومتونه په دې کې مسئول دي، چې خلکو ته د مطالعې ځایونه، کتابخانې، علمي او فرهنګي برنامې جوړې کړي، تر څو په اسانه سره مطالعې ته لاسرسی ولري.

یاده سیالۍ کې د هلکانو تر څنګ نجونو هم ګډون درلود، چې له ډلې یې محمدي خوستۍ د انیس ورځپاڼې خبریال سره په مرکه خوښې وښودله او په راتلونکي کې یې د همداسې غونډو د جوړېدلو غوښتنه وکوله او په خلکو یې غږ وکړ چې د تعلیم لپاره هیڅ وخت ناوخته نه وي او هر وخت زدکړې کولی شي.

د دې سیالۍ یو بل ګډونوال او لومړي مقام ګټونکی بلال بهارزي په خپله وینا کې و ویلې، چې د دې کتاب په لوستلو مې مړې هیلې راژوندۍ شوې. نوموړي زیاته کړه، چې دې کتاب کې زما علاج پروت و، نو همدا لامل و، چې د لوستلو په ورځ مې پوره ۱۶ ساعته مطالعه وکړله. هغه و ویلې، چې وروسته له دې به دې اکاډمۍ سره همکاري کوم، تر څو له دغسې علاجونو څخه نور ځوانان هم برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې په یادې سیالۍ کې د لاتحزن په نامه کتاب د مطالعې لپاره غوره شوی و. چې سیالۍ درې برخې یې لرلې. لومړۍ برخه یې سیمینار و، چې د مطالعې د کمښت د لاملونو په اړه و، دویمه برخه د مطالعې سیالۍ او درېیمه برخه یې د پایلو اعلان او جایزې ورکول و.

تاج محمد بهار- اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *