سیاسی

افغانانو‌تل له‌خپلې‌خاورې‌ساتنه د سرپه بیه کړې‌ده

د افغان میړني ولس اتلولۍ، میړانې، کارنامې او سرښندنې په نړیواله کچه ټولو ته په اثبات رسیدلې او په دې کې هم شک نشته چې سرلوړی افغانستان د نړۍ په کچه د زبرځواکونو د پر گونډه کولو او ماتې له پلوه یو مشهور هېواد دی، ځکه دغې غیرتي خاورې ته چې هر وخت کوم زبر ځواک په بد نیت کتلي او ناوړه موخو له پاره راغلي نو بیا یې په تور مخ، شرمیدلې څیرې او په تاریخي ماتې سره له دې خاورې څخه خپلې پښې سپکې کړي

د افغان میړني ولس اتلولۍ، میړانې، کارنامې او سرښندنې په نړیواله کچه ټولو ته په اثبات رسیدلې او په دې کې هم شک نشته چې سرلوړی افغانستان د نړۍ په کچه د زبرځواکونو د پر گونډه کولو او ماتې له پلوه یو مشهور هېواد دی، ځکه دغې غیرتي خاورې ته چې هر وخت کوم زبر ځواک په بد نیت کتلي او ناوړه موخو له پاره راغلي نو بیا یې په تور مخ، شرمیدلې څیرې او په تاریخي ماتې سره له دې خاورې څخه خپلې پښې سپکې کړي او تښتیدلي دي چې روښانه بیلگه یې پردغه خاوره د وخت د ښکېلاکگرو انگریزانو، بیا وروسته د روسانو او بالاخره د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو تیری وو، چې درې واړو په خپل وخت کې ځانونه د نړۍ زبر ځواکونه بلل، خو دپاک الله(ج) په فضل، کرم ،پیرزوینه او مرسته د باتورو افغانانو پر وړاندې له شرموونکې ماتې سره مخامخ شول، دیادونې وړ ده چې  د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د مرغومې میاشت شپږمه نیټه هم پر افغانستان د سرو لښکرو د تیري له ورځې سره سمون خوري چې له نن څخه (۴۴) کاله مخکې د (۱۳۵۸) لمریز کال د مرغومې په شپږمه نیټه چې د (۱۹۷۹) زیږدیز کال د دسمبر (۲۷) مې نیټې سره برابره ده د پخواني شوروي اتحاد سرولښکرو هم د انگریزانو د یرغل په څیر له (هوا، حیرتانو او تورغونډۍ) له لارې پر افغانستان یرغل کړی وو، خو د افغانستان مسلمان او پر آزادۍ مین ملت سراسري پاڅون وکړ آو د هجرت او جهاد لاره یې په مخکې ونیوله، د شوروي وحشي لښکرو ددې ملت په بمبارولو او عامه وژنو اقدام وکړ، په زرگونو بې گناه مسلمانان یې په ډله یېزه توگه په کندوکې وغورځول او په بلدوزرونو سره یې خاورې ورباندې واړولې، په افغانستان کې داسې کلی او سیمه پاتې نه شوه چې د شوروي اتحاد زغره والو ټانکونو او جیت الوتکو ورباندې حمله او یرغل نه وي ور وړی، خو څنگه چې د افغانستان مسلمان او قهرمان ملت مرگ ته د غلامۍ تر ژوند ترجیح ورکوله، او ورکوي یې، نو دغو وحشیانه او عامه وژنو د دوئ د ایمان او سرښندنې په ولولو کې هیڅ ډول سستي رانه وستلی شوه او له (یو نیم میلیون) څخه زیات شهیدان او په لکونو معیوب او یتیمان شول، کلي او کورونه یې په کنډوالو بدل شول، ټول اقتصادي تاسیسات یې له منځه ولاړل خو بیایې هم خپل سپیڅلي جهاد ته تر هغې ادامه ورکړه چې د شوروي سرولښکرو ماتې وخوړه او له افغانستان څخه یې د تیښتې لاره غوره کړه، خو سر له دې هم گران افغانستان تل د جنگ جگړو، تاړاکونو او غمیزو ډگر ساتل شوی چې لامل یې د گاونډیو او د سیمې د هېوادونو د استخباراتي شبکو ناوړه هڅې او غرضي کړنې دي چې نه پریږدي افغانان په خپلو کې  سره یو موټی او افغانستان دیو پیاوړي او مقتدر دولت لرونکې هېواد شي، د بیلگی په توگه کله چې اویایمه لسیزه کې حاکم رژیم نسکور او مجاهدین واک ته ورسیدل، نو ددې له پاره چې په جهاد کې برخه لرونکي ټول گوندونه او تنظیمونه  د هېوادنیو سپیڅلو لوړو هدفونو او ملي گټو په خاطر سره یو موټی شوي وای، بر عکس د گاوندیو ملکونو د استخباراتي  شبکو د ناوړو موخو، شومو اغراضو او لمسونو تر اغیزې لاندې د افغانانو تر منځ د نفاق او ځان ځاني تخمونه  وشیندل شول او له امله یې کلونه کلونه بدمرغه جگړه په هېواد  کې کوربه شوه او په پایله کې یې هم د گران هېواد د بربادي او ړنگیدو تر څنگ گڼ شمیر هېوادوال شهیدان،او معلول شول او د پام وړ شمیر ښځې کونډې، پتمنې میندې بوري او گلالي ماشومان له پلارنۍ رښتینې مینې څخه بې برخې او یتیمان شول.بناً لکه څنگه چې اوس شکر الحمدلله په گران هېواد کې د اسلامي امارت ترچطر لاندې د اسلامي نظام درلودونکي یو، ټولو افغانانو ته ښایي چې له تیرو وختونو څخه د عبرت درس واخلي او باید اخیستی یې هم وي او باید وروسته له دې ټول افغانان د ملي یووالي پربنسټ د اسلامي امارت ملاتړ وکړي ترڅو د افغانستان د ویاړلي ملت او اسلامي امارت ترمنځ د هراړخیزې همکارۍ له مخې د گاونډیو او دسیمې د هېوادنو د استخباراتي شبکو او غرضي کړیو هرراز ناوړه فعالیتونوته د ترسره کولو مجال ورنه کړای شي، بلکې د هرغلیم  ناوړه فعالیت په ریښو کې شنډ او په ټول هېواد کې پراخ او ډاډمن امنیت، نظم، ثبات، دایمي او پایښت لرونکی شي او وروسته له دې پتمن افغانان له هرراز بدمرغه جگړو څخه په امان کې شي او د پاک الله(ج) د رښتیني عبادت ترڅنگ له خپل خوږ ژوند څخه هم خوند واخلي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *