اجتماعی

په څوکرښوکې د هېواد د سیندونو او سیندیزو حوزو غورچاڼ

کله چې موږ دسیند، سیندېزې حوزې اویا د مځکې د مخ په خورو، ورو بهېدونکواوبوخبرې کووترهرڅه لومړی باید دسیند اوسیندیزې حوزې دتفکیک په اړه معلومات ولرو ، دا معلومات به له موږ سره مرسته وکړي څودسیند اوسیندیزې حوزې په اړه څېړنوکې په آسانۍ سره متوقعه موخوته ورسېږو .

کله چې موږ دسیند، سیندېزې حوزې اویا د مځکې د مخ په خورو، ورو بهېدونکواوبوخبرې کووترهرڅه لومړی باید دسیند اوسیندیزې حوزې دتفکیک په اړه معلومات ولرو ، دا معلومات به له موږ سره مرسته وکړي څودسیند اوسیندیزې حوزې په اړه څېړنوکې په آسانۍ سره متوقعه موخوته ورسېږو .

د مځکې پرمخ په یوه معین خط السیرد دایمي اوتل پاته اوبوبهیرته سیند ویل کېږي ، سیند هغه بشپړمفهوم دی چې په ابعادویې ، اوبه لږ دي ، که ډېرې ، له کومه را ځي ، په کومه ځي ؟ نورفکرنه کېږي خو داچې لیدل کېږي په یوه معین مسیرډېرې اوبه بهېږي نوم یې سیند دی .

سیندیزه حوزه بیا پراخه ابعاد لري اود تعریف له مخې د هغه لویواوکوچنیوسیندونو، خوړونو، شیلواو وادیوچې د اوبو میلان یې یوې مجموعې ته را ټولېږي دسندیزې حوزې په نوم یادېيږي ، چې په دې توګه ویلای شوافغانستان د پنځو لویواواصلي سیندیزوحوزو اود یوشمېرکوچنیواوفرعي حوزودرلودنکی هېواد دی چې دا فرعي حوزې د جغرافیا د کوچینوالي له امله د سیندیزوحوزو په حساب نه را ځي ، اواکثره د خوست پکتیا اوپکتیکا په ولایتونوکې مشهودې دي ځکه اوبه یې ماورای ډیورند ته له فرعي مسیرونود خوړونو اوموسمي سیلابونوپه بڼه وځي .

د کابل سیند : د انصاف له مخې په خپله دکابل ولایت کوم داسې سیند نلري چې دایمي اود کال دولس میاشتې بهېدونکې اوبه ولري یوازې د ژمي اوڅړموني پرمهال د کابل ښارپه منځ کې د چمچه مست په نامه د مقدارله مخې حیرانوونکې ډېرې موسمي اوبه بهېږي ، چې د اوړي په موسم کې وچېږي ، د کابل سیند د اونۍ له کوتل چې د بهسودینوپه لورد جلریز ولسوالۍ د لودیځ وروستی سرحد دی ، سرچینه اخلي د جلریزپه ولسوالۍ کې له را بهېدو وروسته په میدانښارکې د نرخ اوسرمردې اوبه ورسره ګډېږي اود للندرله درې په تېرېدوسره د دارلامان په سیمه کې کابل ښارته داخلېږي اود ګذرګاه په سیمه کې د پغمان موسمي اوبه ورسره یوځای کېږي ، داچې کابل د هېواد پلازمېنه ده نو ددې لویې سندیزې حوزې امتیازد کابل په نوم سندیزې حوزې ته ورکړل شوی دی .

د کابل سندیزه حوزه :

دې سیندیزې حوزې ته نه یوازې د جلریز، نرخ اومیدان اوبه ، بلکې د وردګود جغتوولسوالۍ له اوبوپرته ددریونورو(دایمیرداد ، چک اوسیدآباد ) ولسوالیوپه ګډون دلوګرد ټول ولایت اوبه یوځای اود بګرامیوولسوالۍ دڅرخي پله په سیمه کې له کابل سیند سره یوځای کېږي چې دا په حقیقت کې ددې سندیزې حوزې دپیل مرستیالان دي وروسته دهندوکش غرونوسهیل برخوټولې اوبه چې مهم یې د پنجشیرسیند ، سالنګونواوپروان اوبه دي د نغلوپه بند کې یوځای کېږي، د الیشنګ اوعلینګارسیندونه ددرونټې بند په لودیځه برخه د کابل سیندیزې حوزې نورمرستیالان ګڼل کېږي ددرونټې له بند ښکته دننگرهارله لودیځ څخه د سرخرود په نامه را وتلې موسمي اوبه هم د کابل له سیندیزې حوزې سره یوځای کېږي خو د کابل د سیندیزې حوزې ترټولولوی اومهم مرستیال دکونړسیند دی چې دکامې ولسوالۍ په برخه کې د کابل له سیندیزې حوزې سره یوځای کېږي دا ټولې اوبه بیا د یوه قوي سیند په بڼه د افغانستان په خاوره کې له ۶۶۰ کیلومتره بهېدو وروسته د تورخم په برخه کې افغانستان پریږدي اود کوزې پښتونخوا د اتک په برخه کې د سند له سیند سره د هند په آقیانوس کې د توېېدو په مقصد یوځای کیږي .

دا حوزه په افغانستان کې ۷۶۹۰۸کیلومتره مربع مځکه چې د افغانستان د مجموعي جغرافیا ۱۲ سلنه برخه احتوا کوي اوبه اخلي چې افغانستان ته یې دنغلو، سروبي او درونټې دبرېښنا د تولید له فابریکو پرته د زراعت په برخه کې د خپل مقدارپه تناسب د پام وړکومه ګټه نه ده اړولې یوازې ددرونټې له بند د اوبویوکانال پورته شوی دی .

د کابل د سیندیزې حوزې د اوبوکلنۍ کچه څه باندې ۲۰ میلیارده مترمکعب ته رسېږي چې د کلني اورښت کچه یې د ۱۹۵۷او ۱۹۷۷کلونوترمنځ د تخمین له مخې ۳۳۰ ملي متره اټکل شوې وه .

دآموسیند: ددغه سیند لومړی اومهمه شمالي برخه د پنج آموپه نامه د پامیر له لوړوتړو د زرقول له جهیل نه سرچینه اخلي اوسهیلي ښاخ یې د واخان سیند دی چې د چقمقتین له جهیل څخه سرچینه اخلي دغه دواړه سیندونه د قلعه پنج په لودیځ کې یوځای اود پنج په نوم سیند جوړوي ، کله چې د کوکچې سیند ورسره یوځای شي بېرته د آموسیند نوم خپلوي اود شمال لودیځ په لورد جوزجان ولایت د خمیاب (خم آب) په سیمه کې ازبیکستان ته داخلېږي اود اورال په بحیره کې ورتوئېږي پاته دې نه وي چې آموسیند د اورال بحیرې د سترې حوزې څانګه ده .

دغه سیند د سواحلود وړلوله پلوه د هېواد ترټولوبدغونۍ سیند دی ځکه همدا سیند دی چې په کال کې خپل په زرگونو جریبه سواحل په مخه کوي او د افغانستان په خاوره کې خپل ځانته د بهیدلو بستر جوړوي چې همدا وجه ده چې د افغانستان پولې د بدخشان ، تخار، کندز، مزارشریف اوشبرغان په ولایاتو کې د ارې دغاښوپه شان تیرې بېرې دي ځکه دغه سیند په هرځای کې یې چې زور رسیدلی داسې بیدریغه بیدیایې یې اړولې چې آن د هېواد نقشي ته یې بدلون ورکړی دا خو لا په ځای پریږده چې د تخار په ولایت کې یې د درقد په نوم ولسوالي دسیند پورې غاړه پوری ایستلې ده له نیکه مرغه چې د اسلامي امارت په منځ ته را تلوسره ددغه سیند د سواحلود تحکیم کارونه کارپیل شوی هیله ده چې ډاډمن مخنیوی به یې وشي .

د آموسندیزه حوزه: دسعب العبورۍ اوبین الدولتین له وجې ددغه سیند سیندیزه حوزه سره ګډه وډه ده ځکه افغاني اوماورای النهري ده  کندزاوکوکچه یې دافغانستان له پلوه مرستیالان ګڼل کېږي خوپه لنډ تفسیرپه افغانستان اوپه ماورایي هېوادونوکې یې د اوبواخیستلومجموعي حوزه ۹۰۶۹۳ کیلومتره مربع تثبیت شوې ده ، دغه سیند د افغانستان، تاجیکستان ،ازبیکستان او ترکمنستان ترمنځ ۱۲۵۰کیلومتره اوږده سرحدي پوله جوړوي اوټول اوږدوالی یې ۲۵۴۰ کیلومتروته رسېږي چې د افغانستان ترټولو اوږد سیند دی ، له نیکه مرغه چې د اسلامي امارت په را تګ سره ددغه سیند څخه د قوشتیپې په نوم نامتوکانال چې د افغانستان د کرنیزسکتورپه برخه کې به حیاتي رول ولوبوي ، را ګرځول شوی دی چې ان شاء الله داوړو کندوبه موله غلودانوډک اوپه دسترخوان به مو ډوډۍ پریمانه شي .

د هریرود مرغاب سیندونه :

الف : هریرود سیند ،  دا دواړه سیندونه په حقیقت کې یوه سیندیزه حوزه جوړوي نوځکه دواړه یې یوځای راغلي دي ، هریرود دبابا غرونو له لودیځ څخه سرچینه اخلي په هرات د سلما بند ددغه سیند لپاسه جوړ شوی دی له افغانستان څخه د وتلوپرمهال لومړی اېران وروسته بیا ترکمنستان ته ننوځي ، هریرود له اسلام قلعه څخه تر ذولفقارپورې د افغانستان او اېران ترمنځ طبیعي پوله جوړوي وروسته د قراقروم په دښته کې پای ته رسېږي .

ب : مرغاب سیند ،  دغه سیند د تېربند ترکستان اود سپین غرله لودیځو څنډو سرچینه اخلي او د شمال په لوریې د بهېدلو مسیردی چې وروسته بیا د هریرود له سیند سره یوځای کېږي .

د هریرود مرغاب سیندیزه حوزه : ددې سیندیزې حوزې د اوبو اخیستلوسرچینې ۷۷۶۰۴ کیلو متره مربع ته رسېږي ، دواړه سیندونه د افغانستان لودیځه او شمال لودیځه جغرافیا احتوا کوي .

د هلمند سیند : دغه سیند د پغمان غرونوله شا څخه سرچینه اخلي اومخ پرسهیل لودیځ یې بهېردی په جرآت سره وایو چې ددغه سیند په حوزه په ملیونوهکتاره مځکې چې زیاتره یې د سیستان په پراخه ډاګونو کې پرتې دي اوس هم شاړې دي ځکه د زرکن او زورکن لرغوني کانالونه چې د چنګېزد یرغل په مهال وران او ویجاړ شول تراوسه ددغه سیند په حوزه کې په شاړ ډول موقعیت لري .

دهلمند سندیزه حوزه : دغه سیند د هېواد په کچه ستر او اوږد سیند دی چې مجموعي اوږدوالی یې ۱۱۵۰ کیلومترو ته رسېږي د اوبو اخیستلو ټوله ساحه یې ۲۶۲۳۴۱ کیلومتره مربع ته رسېږي د کمال خان مشهور بند دهمدې سیند لپاسه جوړ شوی ، ارغنداب یې تر ټولو ستر مرستیال دی نور مرستیال سیندونه یې ترنک ، فراه رود ، خاشرود ارغستان ، ادرسکن او د غزني د سردې سیندونه دي

د شمال سیندیزه حوزه : دا سیندیزه حوزه کوم مشخص لوی سیند نلري اوددې سیندیزې حوزې ټول لوی او واړه سیندونه د هېواد له مرکزي غرنیو سیموڅخه سرچینه اود اوبویوه مشترکه اومستقله حوزه جوړوي ځکه اوبه یې له کوم بل هېڅ هېواد سره ګډې نه دي نو ځکه کومې ملي او نړیوالې ستونزې نلري له بل پلوه دا حوزه د نوروحوزوپه پرتله کوچنۍ حوزه ګڼل کېږي ځکه دټول هېواد دکرنیزومځکو۱۵ سلنه کرنیزه مځکه ترخپل پوښښ لاندې را ولي ، کلنی اورښت یې یواعشاریه ۸۸ملیارده متره مکعب اوبوته رسېږي اوداوبواخیستلوټوله ساحه یې ۷۰۹۰۱ کیلومتره تخمین شوی ده

په دې سیندیزه حوزه کې د سمنګان ، بلخ ، سرپل ، جوزجان او فاریاب ولایتونه شامل دي چې تر ټولو مهم یې بلخآب چې دمزارشریف ښارته څېرمه د ( هجده نهر)  نهرونه ترپورته شوي اوهمدارنګه د بلخاب ، سرپل ، شرین تګاب اوخلم لوی او واړه سیندونه ددې حوزې مرستیالان دي .

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *