اجتماعی

د بنسټیزو پروژو تطبیق دهیواد او هیوادوالو اقتصاد پیاوړی کوي

داحقیقت خو واقعاً ټولوته روښانه شوی چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره، له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پیل او بیارغونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده چې ښه بیلګه یې د هیواد په شمال کې د قوشتیپې کانال پیلیدل، په هلمند کې د کجکي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې ته سپارل، د کابل- قندهار لویې لارې بیارغونه او داسې نورې سترې پروژې دي چې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

شاه محمود درویش
داحقیقت خو واقعاً ټولوته روښانه شوی چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره، له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پیل او بیارغونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده چې ښه بیلګه یې د هیواد په شمال کې د قوشتیپې کانال پیلیدل، په هلمند کې د کجکي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې ته سپارل، د کابل- قندهار لویې لارې بیارغونه او داسې نورې سترې پروژې دي چې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. البته د بنسټیزو او رغنیزو پروژو د چارو د څارنې او اروزنې په موخه په دې وروستیو کې د هیواد د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤلینو د قوشتیپې کانال د کار له بهیره لیدنی تر څنگ د یاد کانال له کارکوونکو د شته پرمختګ ستاینه کړې او ویلی یې دي، چې یاد کانال کې کار په نورمال او منظم ډول دوام لری چې د دغې کانال اوږدوالی ۲۸۵ متره، پڼوالی یې ۱۵۲ متره، ژوروالی یې ۸،۵ اته عشاریه پنځه او په دغه کانال کې ۴۰۰۰ ماشینریو په شاوخوا کې په کار بوخت دي. همدارنگه ویل شوی چې د یاد کانال چارې به له ټاکلي وخت مخکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې د یاد کانال په جوړیدو سره به افغانستان د غله جاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي. په ورته وخت کې د ملي پرمختیا شرکت عمومي رئیس ویلي، چې د یاد کانال د لومړي فاز چارې ۵۸ سلنه پای ته رسیدلې، چې د دغې کانال کارکوونکو د شپني او ورځني زیار سره به د یاد کانال دلومړي فاز چارې د ټاکلي وخت څخه مخکې پای ته ورسېږي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت سره دیاد کانال کارونه په چټک او منظم ډول پیل او دمګړۍ دوام لري.
له شک پرته چې د افغانستان اسلامی امارت د اړوندوارگانونوله لورې دهیواد په شمال کې د قوشتیپې کانال او ترڅنګ یې په نورو ولایتونو کې د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونو دتطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هیواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایې پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ د قدر وړده، ځکه چی تراوسه یې دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهیواد په یوشمیر ولایتونو کې ډول ډول ټولګټې پروژې طرحه اوتطبیق کړیدی، په دې هیله چې په ټولیزه توگه د ګران هیواد د آبادي، سمسورتیا او ښیرازې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د شته امکاناتو ترڅنگ دمرستندویو هیوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکارۍ په نورو ټولګټو، اغیزمنو ، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږهیواد آباد ، ودان ، سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهیواد په گوټ گوټ یعنې کلیو ، بانډو او ښارونو کې د مختلفو ټولګټو، بنسټیزو اورغنیزو پروژو دعملي بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کی به هم گڼ شمېر هیوادوالو ته چې همدا اوس د هیواد په مختلفو ساحوکې له بې کاری اوبی روزگاري څخه سرټکوی او په ورځني ژوندکی له بې شمیره ستونزو سره لاس اوگریوان دي. په هیواد کې دننه دوئ ته د سالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هیواد آباد او ودان شي اوله بله پلوه به گڼ شمیربی کاره او بې روزگاره هیوادوال چې د کارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته د تللو تکل لري دوئ به هم د بیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن او ربړوونکی حالت څخه وژغورل شي او په هېواد کی دننه به له سالمو بوختیاوو څخه برخمن او د گران هیواد افغانستان په آبادي او ښیرازي کې به هم په ښه ډول سهیم شي او په دې توگه زمونږ هیواد به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ په لور پرمخ ولاړ شي او ان شأالله چې ځان بسیاینې ته به هم ورسیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن