افغانستان

د هېواد په ادارې تشکېلاتو کې ۲۷ نورې ولسوالۍ هم شاملې شوې

د کورنیو چارو وزارت د هېواد په اداري تشکېلاتو کې د ۲۷ نویو تأسیس شویو ولسوالیو د شاملېدو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د هېواد په اداري تشکېلاتو کې د ۲۷ نویو تأسیس شویو ولسوالیو د شاملېدو خبر ورکړی دی.
باختر آژانس ته د کورنیو چارو وزارت څخه په رالېږل شوي مکتوب کې ویل شوي، چې یادې ولسوالۍ د هلمند فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې یادې ولسوالۍ د صعب العبورو لارو او د یادو سیمو اوسېدونکو ته د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو د سختوالي له کبله د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د اداري کمېسیون تر تائید وروسته د رئیس الوزراء له لوري منظور شوې دي.
په مکتوب کې د ریاست الوزراء اداري کمېسیون د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د دغو ولسوالیو څلورخواوې مشخصې او مرکزونه يې د سیمې اوسېدونکو په مشوره مشخص کړي.
رياست الورزاء همدارنګه ټولو وزارتونو ته خبر ورکړی دی چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۲۷ نویو تاسیس شویو ۳مه درجه ولسوالیو کې خپلې استازولۍ فعالې کړي او د اړوندو ولایتونو والیانو ته لارښوونه شوې، چې په دې اړه د ریاست الوزار د حکم د تطبیق د څرنګوالي په موخه یاد مقام ته راپور ورکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *