اسلامی

سود (ربا)

سود(ربا) مطلق زیاتوالي او پورته کېدو په معنی دی، په شرعي اصطلاح له پوروړي یا اړمن له مجبوریته هر ډول مالي او فزیکي استفاده چې په قرض یا بدل کې حساب نه شي.

سود(ربا) مطلق زیاتوالي او پورته کېدو په معنی دی، په شرعي اصطلاح له پوروړي یا اړمن له مجبوریته هر ډول مالي او فزیکي استفاده چې په قرض یا بدل کې حساب نه شي.

صدقه او سود دوه متقابل عملونه دي چې په یویې ثوابونو سره دمقام لوړ والی دی په دنیا او اخرت کې او هم ټولنه پرې اباديږي برخلاف سود په دنیا کې زلت، ګناه او په اخرت کې رسوايې او عذاب دی اوهم ټولنه پرې خرابیږي.

په صدقاتو او پورونو ورکولو چې دشریعت په اساس وي،الله(عز وجل) پرې راضي کېږي او حتی پرته له عوضه په ځلونو ځلونو زیات اجرونه او ثوابونه ورکوي، دسود ګټه(ربا) پرته له خولو تویولو او عوضه چې الله (عزوجل) پرې ناراضه کیږي اودسود خور سره دجنګ اعلان کوي.

په مبارکو ارشاداتو کې په روا او عبادي توګه د پانګې ګټل او لوازمو تر لاسه کولوشرعي لاري ښودل شوي او هم ئې د مصرفولو او لګښتونو، همدا راز یې د ناروا او حرامو معاملاتودمنعې اړوند هدایات ورکړي.

د حلالې روزي ګټونکی په دنیا او د خلکو په نزد محترم وي که څه هم غریب وي خو سود خور په دنیا کي هم د خلکو په نزد زلیل او حقیر وي که څومره هم وي.

د حلالې روزي ګټونکی او مصروفونکی په دنیا کې هم ډاډمن وي او هم په اخرت کې به نه غمجن وي اونه به وېره ولري برخلاف سود خور په دنیا کې له هر چا سره لاس او ګریوان وي لکه د لېوني روا او ناروا به نه پېژني او په اخرت کې خو پاڅول کېږي لېونی.

الله سبحانه وتعالی خپل بندګان نازوي او هڅوي چې د خپل رب(رب العالمين) سپارښتنې او ومنئ؛ او په دې اړوند یو عمومي حکم نازلوي چې دسودوې کار او بار مه کوئ او تر ننه مو چې کړی په هغه پښېمانه شئ، پر هغه نه نیول کېږئ، که په سودي کار بار اصرار او مداومت کوئ یقیناً چې کافر به دوزخ ته اچول کېږي او هلته به تل پاتې.

قیامت کې دانسانانوحشرمختلف وي؛

قیامت ورځ پنځوس مقامات لري دهر مقام زماني فاصله یې زر کاله ده چې په مجموعي توګه دقیامت ورځ پنځوس زره کاله ده

په مبارکو ارشاداتو کې دقیامت په ورځ دځینو انسانانو دحشرکیفیت، حالات، ځانګړتیا او نښي بیان شوي، چې کامیاب انسانان په ښایسته صورتونوپاڅول کیږي،عمل نامې ورته په ښي لاس ورکول کېږي، دقرآنکریم دحافظ والدینو په سرونو د نور تاجونه وي چې رڼا کوي، ځينې نیک بخته به دالله عزوجل د عرش سیوري لاندې وي او همدا راز دنورو امتیازاتو سره به ځينې پرته له حسابه جنت ته درومي ،مګر ناکام انسانان په بدو شکلونو، ځينې وړانده، ځينې کاڼه پاڅول کېږي او عمل نامي په چپ لاس ورکول کېږي،غدار او خاین په شا دغدارۍ په اندازه ښکاره بیرغ ټومبل کېږي، ،ځينې لکه دمار په سینه روان وي او همدا راز نور زجر او تکلیفونو سره دوزخ ته لېړل کېږي، په دې ټولو کې سود خور به د حشر په میدان کې لېونی او حواس بایللی په شان وي.

قَالَ اللهُ تَعَالَى: الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ.(البقره:۲۷۵)

ژباړه:هغه چې سود خوري نه پاڅي مګر دهغه چا د پاڅېدو په څېر چي شیطان په مس(لاس راښکلو) سره د ده حواس خراب کړي وي، دا په دې خاطر چي وايې: بیع خوهم د سود په څېر دی! حال داچي الله بیع حلال کړې او سود ئې حرام کړی،نو چاته چي خپل رب له لوري موعظه راغله،نو ډ ډه ئې وکړه، ده ته همغه پخوا تېر شوي دي او کار ئې الله ته(محول) دی او څوک چي بیا ورګرځېدو نو دوی دوزخیان دي ،په هغه کي تل پاتي…

(يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ): شیطان په مس(لاس راښکلو)…

سره د ده حواس خراب کړي وي.

سود خور به دقیامت په ورځ په داسي حال کې له قبره پاڅول کیږي چې په خپلو اندامونویې کنترول نه وي،لکه په دنیا کې چې مست(نېشه) لېونی وي.

عن عبدالله ابن عباس(رضی الله عنه):آكِلُ الرِّبا يُبْعَثُ يَوْمَ القِيامَةِ مَجْنُونًا يُخْنَقُ.(تفسیر ابن کثیر:لمړی ټوک)

ژباړه:حضرت ابن عباس(رضی الله عنهما) فرمايي: سود خور به د قیامت په ورځ د لېونتوب په حال کې را پورته شي،په غاړه کې زندۍ ور اچول کېږي.(له مرۍ نېول کېږي)

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *