اسلامی

اسلام کامل دین دی

ساجدالله عظمت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وروستي اُمت له پاره داسې دین راوړی چې هغه کامل او شامل دی، نمیګړتیا، کمی او زیاتی په کې نه شته؛ ځکه دا دین الله جل جلاله زمونږ له پاره خوښ کړی، د هغه په خوښي او انتخاب کې د ګوتې کېښودلو ځای نه شته.

 

ساجدالله عظمت

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وروستي اُمت له پاره داسې دین راوړی چې هغه کامل او شامل دی، نمیګړتیا، کمی او زیاتی په کې نه شته؛ ځکه دا دین الله جل جلاله زمونږ له پاره خوښ کړی، د هغه په خوښي او انتخاب کې د ګوتې کېښودلو ځای نه شته. الله جل جلاله وايي: «نن ما تاسو ته ستاسو دین بشپړ کړ او په تاسو مې خپل نعمت پوره کړ او ستاسو له پاره مې اسلام د دین په توګه (د تل له پاره) خوښ کړی.» (سورة مائده/۳ آیت)

په اسلام کې د حُکم ځای معلوم دی، وزن او اهمیت یې څرګند دی، له کومې ورځې چې د فلسطین د توپان کیسه او اسرائيلو وحشتونه راپیل شوې، ایران، د یمن حوثیانو او حزب الله ملاتړ اعلان کړ، د عربۍ نړۍ (د واکمنانو) له خوا یې هیڅ مرسته اعلان نه شوه، ولې ولسونو یې د غزې مرسته اعلان کړه. دافغانستان اسلامي امارت هم د اسرائيلو وحشت وغانده. د خپلو افغانانو په رابطه یو څو کرښې توروم.

څنګه چې مونږ له غزې څخه ډېر لرې یو او د عربو واکمنانو او حکومتي چارواکو له هغوی سره مرسته و نه کړه، دلته زمونږ د هېواد هر اسم جمهوریتپال وايي، ایرانیان، حزب الله، حوثیان او نور.. نران دي. د غزه والو مجاهدینو مرسته کوي، مونږ دلته د استنجاء مسائل زده کوو! ما پورته وکښل چې اسلام د هر حُکم ځای، ارزښت او حالت ټاکلی دی. استنجاء په اسلام کې حالتونه لري، ځینې وخت سنت او کله فرض وي، په بعضو حالاتو کې د لمانځه د صحت او نه صحت مسئله هم ترې پیداکیږي، باید استنجاء د لمانځه له پاره وشي، ولې چې طهارة البدن د لمانځه شرط دی، له نجاست سره لمونځ نه صحیصح کېږي.

الله جل جلاله وايي: «اې مؤمنانو په اسلام کې پوره پوره داخل شئ، د شیطان په پلو مه ځئ، یقین وکړئ، هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.». [بقرة/۲۰۸ ].

قرآن کریم امر او حکم کوي چې په اسلام کې په بشپړ ډول داخل شئ، داسې مه کېږئ چې ځينې شیان (احکام) په خپل ژوند کې پلي کړئ او بعضې پرېږدئ او نه یې عملي کوئ.

د تېر نظام ډېر داسې کسان موجود دي، هغوی وايي: ایران او پلویان یې نران دي، د یهودیانو خلاف د حماس ملاتړ کوي او نور (سُنیان) د حماس په حمایت کې غږ هم نه اوچتوي، خو ټول اهل السنة والجماعة د عربي ډارنو واکمنو په څېر نه دي، چې د يهودیانو په خلاف غږ نه پورته کوي، د افغانستان اسلامي امارت د هغوی وحشتونه وغندل، بد یې پرې وویل، د اسلامي نړۍ د ډارنو واکمنو غوندې ډارن او وېرېدونکي واکمنان نه دي. [الحمدلله].

د اسلام مبارک دین دا امر کوي، باید ټول حکمونه عملي کړي، د لمانځه په وخت کې په سمه طریقه لمونځ اداء کول، د شرایطو په پوره کېدو زکات ورکول، روژه نیول او د بیت الله حج کول. او د جهاد د فرض کېدو پر مهال د جهاد سنګرونو ته تلل یعنی د جهاد شرائط چې برابر وي، بیا هغه وخت باید مسلمانان جهاد ته لاړ شي. څوک چې پر الله جل جلاله اېمان لري، هغه ټول اللهي احکام مني او عملي کوي، د استنجاء کولو حکم راغی، هغه به مني، د لمانځه امر وشو، هغه به په ځای کوي، د زکات ورکولو امر راغی، هغه به له شرائطو سره مني. او که د سرښندنې امر ورته وشو، بیا اولاد او ښځه پریږدي او جهاد ته به ځي، د کافرانو پر خلاف به له سره تېر وي.

اسلام یوازې استنجاء نه ده، یوازې جهاد نه دی، ټول ژوند به اسلامي وي، اقتصاد باید په اسلامي اصولو ولاړ وي، د سود، رشوت او حرامو شبهه نه وي په کې، سوداګري او تجارت د اسلامي قوانینو مطابق وي، له ټولو مشتبهاتو خالي وي. ټول اُمور باید د اسلامي احکامو مطابق وي. اسلام یوازې د استنجاء دین نه دی، د ژوند ټول اړخونه رانیسي، ځکه کامل او شامل دین دی او د الله جل جلاله په نزد مقبول دین دی، الله جل جلاله وايي: «بېشکه (معتبر) دین د الله جل جلاله په نزد اسلام دی.» (آل عمران/۱۹ ).

اسلام کامل او شامل دین دی، الله ج زمونږ لپاره خوښ کړی دی. دژوند ټول اړخونو ته شامل دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *